د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ څه ته وايي؟
۱۴۰۴ شهریور ۱۸, سهشنبه
عمومي اسامبلۍ د ملګرو ملتونو او په دې توګه د نړۍ د ديموکراسۍ تر ټولو مهم مشورتي ارګان دی. عمومي اسامبله نن، سه شنبه، د سپتمبر میاشتې ۹مه نيټه خپله ۸۰يمه غونډه پیلوي چې د نړيوال سیاست او اړيکو په يوه ستونزمن پړاو کې ترسره کيږي.
په سږنۍ غونډه کې به د ملګرو ملتونو د ټولو ۱۹۳ غړيو هېوادونو استازي ګډون ولري چې د «يوه هېواد، يوې رایې» د اصل پر بنسټ ټول يو ډول حق لري.
د نورو ادارو د مثال په توګه د امنيت شورا برعکس، په عمومي اسامبله کې ټول غړي د پريکړه ليکونو په اړه د رایې ورکولو يو ډول اختيار لري.
په عمومي اسامبله کې پر څه بحث کيږي؟
د عمومي اسامبلۍ په هره غونډه کې يوه پراخه اجنډا په نظر کې نيول کيږي چې په عمومي توګه پکې پر اقتصاد، ټولنیزو، امنيتي او د چاپيريال ساتنې د تګلارو په څېر موضوعګانو باندې بحث کيږي.
پر پراخو مباحثو سربیره یو شمیر ځانګړې غونډې هم کيږي چې پکې د اقليم بدلون او نړيوال اقتصاد په اړه سرمشریزې او د پايدارې ودې د اهدافو په برخه کې د پرمختګ تازه معلومات هم شامل وي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵م کال کې د بې وزلۍ د له منځه وړولو او د ځمکې د حفاظت له پاره غوره کړي ول.
سږ کال به د مصنوعي ځېرکتيا (ای آی) د مديريت يوه نوې مکالمه هم پېل شي.
اړونده موضوع: د م.م. په عمومې اسامبله کې د افغانستان پر وضعيت ژوره انديښنه ښوول شوې
که څه هم چې د عمومي اسامبلۍ عمومي موخه د ټولو غړيو هېوادونو په يوځای کولو سره د ګډ حل موندل دي خو دا د موجود نړيوال وضعيت په پس منظر کې ترسره کیږي. سږ کال په عمومي اسامبله کې په اوکراین کې د روسيې جګړه او په غزه کې د اسرائيل پوځي عملياتو په څېر سترې شخړې شاملې دي.
سږنۍ غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د نړۍ په ځينو برخه کې ديموکراسۍ له زوال سره مخامخ ده.
د برلين په آزاد پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د برخې پروفيسورې ډاینا پينکه، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «په یو شمیر هېوادونو کې د ديموکراسۍ ضد عکس العمل موجود دی. همدا اړخ د عمومي اسامبلۍ مباحثې ستونزمنې کوي.»
لومړيتوبونه او د قدرت په توازن کې تغیرات، لکه د چين مخ پر ودې نفوذ او د دغه هېواد د يوه کمربند او يوه سړک پروسې له لارې نوي متحدين، همدا شان د ولسمشر دونالد ترمپ، د نوې ادارې له لوري د امريکا له يو شمیر نړيوالو ادارو څخه واټن نيول، د دې غونډې پر عمل او د پريکړه ليکونو پر نهايي متونو اغیزې لرلې شي.
عمومي اسامبلۍ څوک اداره کوي؟
هر کال د عمومي اسامبلۍ له پاره يو نوی مشر ټاکل کیږي چې په دې بنسټ کې د موجودو پنځوو جغرافيايي ډلو څخه د يوه استازيتوب کوي.
اړونده موضوع: بیربوک د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشري پر غاړه اخلي
مشر د غونډې د پیل او پای ته رسولو، د بحثونو د همغږي کولو او د خبرو د وخت د ترتيبولو مسئوليت لري. سږ کال به د عمومي اسامبلۍ مشري د آلمان د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره انالېنا بېربوک، وکړي چې په جون میاشت کې وټاکل شوه او په روانه میاشت کې یې خپله وظيفه پېل کړه.
عمومي بحثونه
د عمومي اسامبلۍ له مهمو مواقعو څخه يوه یې «عمومي مباحثه» ده چې ټول ۱۹۳ غړي پکې د وينا فرصت ترلاسه کوي.
سږنۍ اسامبلۍ «ښه همکاري؛ سوله، پرمختګ د بشري حقونو له پاره ۸۰ کاله او تر دې هم ډېر» تر عنوان لاندې ترسره کیږي.
دا به نن، سه شنبه د سپتمبر پر ۹ پېل شي او د دوشنبې يعني سپتمبر تر ۲۹مې به دوام وکړي.
کله چې یې پريکړه ليکونه الزامي بڼه نه لري نو د جنرل اسامبلۍ موخه څه ده؟
د عمومي اسامبلۍ يوه ځانګړنه دا ده چې د دې پريکړه ليکونه الزامي بڼه نه لري. پر غړيو هېوادونو هیڅ داسې لازمي شرط نه شته چې دا پريکړه ليکونه دې عملي کړي.
يعني يو هېواد کولی شي له ټولو پريکړه ليکونو ملاتړ وکړي خو اړينه نه ده چې عملي یې هم کړي. او همدا غير پابنده بڼه په دې وروستيو کلونو کې د دې اسامبلۍ پر افاديت باندې د نیوکې باعث شوې ده.
خو پېنکه، وويل چې د دې غير پابندې بڼې خپل اهميت دی. دا هېوادونو ته فرصت ورکوي چې د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه خپل نظر څرګند کړي او په راتلونکي کې د قانوني پلوه د الزامي تړونونو له پاره بنسټ جوړ کړي.
د نوموړې په حواله «دوی په عمومي اسامبله کې يو عمل پيل کولی شي او بيا د «د ښکيلو اړخونو د کنفرانس» په جوړولو سره نړيوال الزامي بڼه لرونکی تړون منظورېدلای شي. دا دواړه شيان له يو بل سره په ټکر کې نه دي.»
پينکه، زياته کړه چې د عمومي اسامبلۍ پريکړه ليکونه که څه هم چې الزامي بڼه نه لري خو يو «اخلاقي او اصولي ځواک» پکې موجود دی. هغې وويل: «دا [عمومي اسامبلۍ] داسې معيارونه ټاکي چې له مخې یې وګړي دولتونه مسئول ګرځولی شي.»