1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بينيت د مظاهره کوونکو ښځو د سملاسي آزادولو غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپوټ ورکوونکی ریچارډ بینیټ د هغو مظاهره کوونکو ښځو د سمدستي او غیر مشروط خوشې کیدو غوښتنه وکړه چې پرون د طالبانو له خوا نیول شوې وې.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپوټ ورکوونکی ريچارد بينيت
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپوټ ورکوونکی ريچارد بينيتانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په یوه ټویټ کې ویلي، په داسې حال کې چې باید له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړې بیا پیل شوې وای طالبانو یو ځل بیا په زور د ښځو سوله ییزه مظاهره چې د تعلیم د حق غوښتنه یې کوله، ګډوډه کړې.

په دغه ټویټ کې ویل شوي چې د راپورونو له مخې فاطمه محمدي، ملالي هاشمي او رقیه ساعي په دې مظاهره کې نیول شوي دي. بینیټ له طالبانو څخه د مظاهره کونکو میرمنو د "سمدستي او غیر مشروط" خوشې کیدو غوښتنه کړې.

اړونده موضوع: په کابل کې د ښځو احتجاج د طالبانو له خوا سرکوبه شوی

د یکشنبې په ورځ یو شمېر ښځو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد لاريون وکړ. دوی دغه لاریون د «تعلیم زموږ حق دی» تر شعار لاندې ترسره کړل، خو طالبانو یې پر وړاندي لاس په تاوتریخوالي پورې کړ.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه يوې ښځې وويل، چې د دوى لاريون د زده کړې، کار او ازادۍ د حق خوندي کولو لپاره وو. هغې وویل چې له ۱۹ میاشتو څخه زیاته موده کیږې چې افغان میرمنې په بدبختۍ کې ژوند کوي. د هغې په وينا، طالبانو د دوى لاريون ګډوډ کړى، وهلي ډبولې او بنديانې کړي ېې دي.

اړونده موضوع: م.م: په افغانستان کې تر مظاهرو وروسته شپږ کسان ورک دي

يوې بلې لاريون کوونکي وويل، چې له تېرو ۵۵۱ ورځو راهيسې نجونې ښوونځيو ته نه دي تللي، له درس او زده کړې بې برخې دي او طالبانو د ډېرو ښځو د کار مخه نيولې ده. هغې زیاته کړه: «موږ د دې موضوع لپاره د عدالت غوښتني په موخه راغلو خو د طالبانو يوه ډله راغله، يو شمېر لاريون کوونکي يې و وهلې او درې تنه يې ونيولې چې تر اوسه ېې په بند کې دي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې د افغانستان د بیا نیولو راهیسې، د ښځو او نجونو حقونه سخت محدود کړي دي. ښځې او نجونې ېې د زده کړې او کار له حق څخه منع کړې دي.

زموږ له آرشیف څخه:

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

29:30

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب