د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د کريميا نيول وغندل
۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعهد ملگرو ملتونو سلو غړو هيوادونو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۷) هغه پريکړه ليک ته چي د کريميا نيمه ټاپو له اوکرايين څخه بېلېدل يې باطل اعلان کړي دي مثبته رايه ورکړه. د ۵۸ هيوادونو رايي ممتنع وې. په دغه رايه ورکونه کي د ملگرو ملتونو ۱۹۳ غړو هيوادونو گډون کړی وو. اسرائيل او ايران هغه هيوادونه ول چي د رايه ورکولو پر مهال یی حضور نه درلود.
د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ويلي دي چي د اوکرايين په سرحدونو کي بدلون په رسميت نه پيژني او ويلي يې دي چي د کريميا کړکېچ بايد له سياسي لاري حل سي.
د غربي ديپلوماتانو په نظر د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کي د دغه پريکړه ليک په اړه مثبتي رايي تر هغه ډيري وې چي فکر يې کېدی، ځکه چي روسيې د هغه پرضد ډېر تلاښونه کړي ول.
که څه هم چي د ملگرو ملتونو دغه پريکړه ليک کوم الزامی بڼه نه لري، خو د اکثرو هيوادونو له خوا د هغه تصويب د مسکو له پاره يو سياسي پيغام دی. د غربي ديپلوماتانو په خبره د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د اکثرو هيوادونو رايو وښووله چي روسيه په کومه کچه په انزوا کي ده.
هغه لس هيوادونه چي له روسې سره يې د پريکړه ليک په اړه منفي رايي ورکړې: ارمنستان، سپينه روسيه، بوليويا، کيوبا، شمالي کوريا، نيکاراگوا، سوډان، سوريه، ونزويلا او زيمبابوې دي. چين چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په ډيرو پريکړو کي له روسيې سره ترڅنگ دريږي دغه پريکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړه.
د اوکرايين په نيمه ټاپو کريميا کي د مارچ مياشتي پر ۱۶ نېټه له روسيې سره د يوځای کېدو په اړه ټولپوښتنه ترسره سوه، اکثره گډون کوونکو له روسيې سره د يوځای کېدو په پلوي رايه ورکړه.
تر دغي ټولپوښتني وروسته د روسيې پارلمان له دوی سره د کريميا يوځای کېدل تصويب کړل. د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين له خوا د دغي مصوبې تر لاسليکولو وروسته د کريميا نيمه ټاپو په بشپړه توگه د روسي ځواکونو له خوا ونيول سو.