1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو پر موټر بريد کې وژل شوی بهرنی، امريکايی دی

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير مایک پمپيو، ويلي چې په کابل کې د يکشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو پر موټر باندې د بريد په پایله کې وژل شوی بهرنی امریکايي تبعه دی. پمپیو دغه پېښه يو وار بيا غندلې ده.

Afghanistan Symbolbild Anschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

مايک پمپيو د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې خبريالانو ته وويل: «د ملگرو ملتونو د هغو کارکوونکو په نخښه کول چې له افغانانو سره مرسته کوي د درک وړ نه دي او موږ دا بريد په شدت سره غندو.»

د يکشنبې په ورځ يوه افغان چارواکي ويلي ول چې په کابل کې د ملگرو ملتونو پر يوه موټر د لاسي بمونو په بريد کې يو بهرنی وگړی هم وژل شوی دی. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند په بريد کې د پنځو تنو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی وو.

د ارگ له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې ولسمشر غني د ملگرو ملتونو پر کار کوونکو دا بريد غندلی وو او اړوندو ارگاونونو ته یې د پیښې د عاملينو د پيژندلو او مجازات امر کړی وو. غني همداراز امنيتي ارگانونو ته لارښوونه کړې وه چې د بهرنیو اتباعو او په ځانګړې توګه هغو کسانو چې په افغانستان کې بشري مرستې برابروي، د امنیت د ټینګولو په موخه تدابیر ونیسي.

bs/ms (rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل