1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م کارپوهانو له پاکستانه غوښتي افغان مهاجر اخراج نه کړي

۱۴۰۲ مهر ۲۶, چهارشنبه

د ملگرو ملتو کارپوهانو د سه شنبه په ورځ له پاکستانه وغوښتل چي د افغان مهاجرو له ډله ایز ایستلو څخه ډډه وکړي. مخکي له دې اسلام اباد د افغان مهاجرو په گډون، ټولو غیرقانوني مهاجرو ته امر کړی چي له هيواده يې ووځي.

Pakistan | Afghanische Flüchtlinge verlassen Karatschi
انځور: Sabir Mazhar/AA/picture alliance

پاکستاني چارواکو په دغه هیواد کي غیرقانوني مهاجرو ته د نووامبر میاشتي تر لومړۍ نیتې پوري وخت ورکړی دی چي له دغه هیواده ووځي، په غیر له هغه به له اجباري اخراج سره مخامخ سي.

پاکستان دغه پریکړه په هغو ادعاوو سره توجیه کوي چي گويا ځیني افغانان د دغه هیواد په سږني ترهگري بریدونو کي لاس درلود.

د ملگرو ملتونو د ځانگرو خبریالانو یوې ډلې په یوې اعلامیه کي له پاکستان غوښتي دي چي د نړیوالو حقونو بنیادي اصول رعایت او د دغو افغانانو له ډله ایز ایستلو او اجباري اخراج څخه ډډه وکړي.

پاکستان د مهاجرو په اړه د ژنیو کنوانسیون نه دی تصویب کړی او دغه هیواد یې دلیل دا راوړي دی چي کولای سي غیرقانوني مهاجر اخراج کړي.

خو د کارپوهانو دغي ډلې همدارنگه ټینگار کړی دی چي «د قوانینو او د پناه غوښتني په چارو کي د داخلي تدابیرو نه موجودیت، هیوادونه د نړیوالو بشري او عنعنوي حقونو د اساسي اصولو پر وړاندي له خپلو مکلفیتونو څخه نه لیري کوي.»

پاکستان، په ۱۹۷۹م کال کي د پخواني شوروي اتحاد تر مداخلې وروسته، په څو وروستیو لسیزو کي، له افغانستان څخه د مهاجرتونو له سترو څپو سره مخامخ سوی دی. په ملگرو ملتونو کي د پاکستان دیپلوماتیک ماموریت، تر اوسه پوري په دې اړه د ملگرو ملتونو د کارپوهانو دغي غوښتني ته کوم نظر نه دی څرگند کړی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، سرفراز بوگتي په روانه میاشت کي ویلي دي چي تر يونيم میلیونه زيات افغانان په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسنادو نه لري. د هغه په خبره پاکستان په مجموع کي د ۴ اشاریه ۴ میلیونو افغان مهاجرو کوربه دی.

پاکستان، وسله والي ډلي د افغانستان له خاورې څخه په گټې اخیستنې سره، د جنگي تکتیکونو په زده کړو او په پاکستان کي د بریدونو په طرح کولو تورنوي. خو په افغانستان کي طالبانو دغه ادعاوي تر اوسه پوري رد کړي دي.

خو بیا هم د ملگرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چي پاکستان باید د هغو افغان مهاجرو کوربه توب ته ادامه ورکړي او د هغوی له اجباري ایستلو څخه ډډه وکړي چي د امنیتي دلایلو له امله له خپل هیواده تښتیدلي دي.

دغو کارپوهانو ویلي دي: «موږ همدارنگه د افغان مهاجرو د نیول کیدو، له هغوی څخه د ناوړې استفادې او په مقابل کي یې د غیر انساني چلن په اړه د رپوټونو په هکله هم اندېښمن یو.»

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب