د م.م. امنيت شورا د ترمپ د غزې پلان تصويب کړ
۱۴۰۴ آبان ۲۷, سهشنبه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا وړاندي سوی د سولي پلان تصويب کړ. د روسيې او چين د ممتنع رايو سره سره د دې شورا ۱۳ نورو غړيو هيوادونو مثبته رايه ورکړه.
په غزه کي د سولي له پاره د واشنګټن په وړانديز کي له اوربند سره د مرستي له پاره د نړيوال ځواک جوړول هم شامل دي.
د جي۷ غړيو هيوادونو په دې وروستيو کي د دې پلان د تطبيق له پاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړه ليک صادرولو تلاش کړی وو.
د ترمپ په دې پلان کي د حماس ډلي د بې وسلې کولو، د وضعيت د ثبات له پاره د يوه نړيوال ځواک د ځای پر ځای کولو او د فلسطيني تکنوکراتانو د يوې انتقالي کمېټې د جوړولو غوښتنه سوې ده.
دغه انتقالي کمېټه به بيا د سولي هيئت په نوم د يوه نړيوال نهاد له خوا څارل کيږي، چي ترمپ وايي ارداه لري چي مشري يې وکړي.
ترمپ يې هرکلی کړی
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړي هرکلی کړی دی.
هغه په خپله ټولنيزه پاڼه «تروث سوشيل» کي ليکلي دي: «څو شيبې وړاندي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نه منلو وړ رايي په اړه نړۍ او د سولي هيئت ته چي د نړۍ تر ټولو پياوړي او د درناوي وړ مشران پکښې شمل دي او مشري به يې زه کوم، مبارکي وايم.»
ترمپ زیاته کړه چي دا پريکړه ليک به «په ټوله نړۍ کي د پراخي سولي لامل سي».
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر د امنيت شورا له ټولو غړو، حتي د روسيې او چين څخه چي د دې پريکړه ليک پرضد يې رايه ورکړه، مننه وکړه.
هغه وويل: «په راتلونکو اونيو کي به نوري په زړه پوري اعلاميې خپرې سي.»
د فلسطين د خپلواکمني ادارې هرکلی
د فلسطینيانو خپلواکمني ادارې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړه ليک هرکلی کړی دی. دغه اداره د اردن سيند په لوېديځه اشغال سوې غاړه کي حکومت کوي او د حماس رقيبه ده. حماس ډله بيا پر غزې باندي حاکمه ده.
د فلسطیني آژانس «وفا» د راپور له مخي يادي ادارې اعلان کړی دی چي دغه پلان د فلسطينيانو د ساتني او د دوو دولتونو د حل لاري د ملاتړ له پاره اړين دی.
د فلسطينيانو خپلواکمني ادارې زياته کړې ده چي د دې پريکړه ليک په پلي کولو کي د متحده ايالاتو، اروپايي ټولني، مسلمان اکثريت لرونکو هیوادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له غړو سره همکارۍ ته لېواله ده.
د حماس مخالفت
حماس وسله والي ډلي د دې پریکړه ليک مخالت کړی او ويلي يې دي چي دا وړانديز د فلسطين د خلکو حقونه او غوښتني نه پوره کوي.
حماس په يوه بيانيه کي ويلي دي: «په غزې تراډه کي نړيوالو ځواکونو ته د دندو سپارل، له هغې جملې د مقاومت بې وسلې کول د هغوی بې طرفي سلبوي او د اشغالګرو په ګټه يې د جګړې په يوه اړخ بدلوي.»
حماس د سولي په پلان کي د بې وسلې کولو خبره رد کړې ده.