د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هغه بیانیه تائید کړې ده چې پکښې د شمالي کوریا لمسون د نه زغملو وړ بلل شوی او غندل شوی دی. چین چې د دغه منزوي شوي هیواد یوازینی متحد دی، هم دغه بیانیه تائید کړې ده. په عین وخت کې د ملگرو ملتونو دغي شورا د پیونگ یانگ کمونست مشرتابه ته د موجودو بندیزونو د لا سختولو گواښ کړی دی.
په ملگرو ملتونو کې د فرانسې استازي فرانسوا دیلاتر ویلي دي، پریکړه شوې ده چې «نور مهم گامونه چې پکښې جزایي اقدامات هم راځي» واخیستل شي، څو شمالي کوریا دې ته وهڅول شي چې خپل «بې ثباته کوونکي چلن» ته بدلون ورکړي. د هغه په خبره له ټولو هیوادونو غوښتل شوي دي چې د شمالي کوریا پر وړاندې بندیزونه لا پسې سخت کړي.
په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو سفیري نیکي هیلي، ویلي دي چې د ملگرو ملتونو ډیر پریکړه لیکونه دغه هیواد له دې څخه منع کوي چې د بالستیک توغندیو او یا هر ډول داسې توغندي چې اتومي سرگلولې انتقالولی شي د جوړولو هڅه و نه کړي. خو د هغې په خبره د توغنديو وروستيو ازموینو وښوله چې پر دغه هیواد باندي بايد فشار زیات شي.
د امنیت شورا غونډې تر مخه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو گوتیرس ویاند د شمالي کوریا له واکمن کیم جونگ اون او د هغوی له پیروانو څخه غوښتي ول چې له دغه ډول ازموینو څخه لاس واخلي. دغه ویاند ټینگار کړی وو چې دغه څه د «سیمي او نړیوال امنیت» له پاره یو خطر دی.
شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ د منځني واټن ویشتونکي توغندي یوه بله ازموینه وکړه. مخکې له دې چې دغه توغندی د جاپان په سمندرگي کې ولگیږي، ۵۰۰ کیلومتره واټن یې وهلی وو. تر دې دمخه شمالي کوریا د می میاشتې پر ۱۴نیټه د منځني واټن ویشتونکي یوه بل قوي توغندي هم ازمويلی وو.
د پیونگ یانگ متحد چین، پر ټولو اړخونو د آرامه پاتېدو او داسې لمسونکي اقداماتو د نه اخیستو غږ کړی دی چې ترینگلتیا لا پسې ډیره کړي.
(SR/afp, ap, dpa)
زموږ له ارشيف څخه:
د شمالي کوريا پوځي تمرينونه او په دغه ټاپو وزمه کي کړکېچ
امريکا په جنوبي کوريا کي دفاعي سيستم نصبوي. په عين حال کي د کوريا په اوبو کي د امريکا د اټومي اوبتل د ځای پر ځای کولو خبره کيږه. شمالي کوريا بيا خپل پوځي قدرت نندارې ته وړاندي کړی.
انځور: Reuters/D. Sagoljامريکا په جنوبي کوريا کي د «تاد» په نوم توغنديو دفاعي سيستم نصبول پيل کړل. دغه اقدام نه يوازي د سولي د پلويانو له غبرگون سره مخامخ سوی، بلکي روسيې او چين هم غبرگون ښوولی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Jun-Bumپه دې انځور کي د توغنديو دفاعي سيستم آزموينه ښوول کيږي. د دغي آزمويني ځای او وخت روښانه سوی نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Scott/Department Of Defenseشمالي کوريا په تيرو اوونيو کي د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي او پوځ د تاسيس په وياړ ستر پوځي پريډونه وښوول او پوځي تمرينونه پيل کړي دي. دغو هڅو ته د شمالي کوريا د پوځي قدرت ښوولو په سترگه کتل کيږي.
انځور: picture-alliance/Kyodoد شمالي کوريا د پوځ له جوړښته ۸۵کاله تيريږي. دوی دغه ورځ په پوځي پرېډونو ولمانځله. جنوبي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو بيا گډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
انځور: Reuters/KCNAد پوځ د تاسيس په ورځ د کيم ايل سونگ او کيم يونگ ايل مجسمو ته پوځي پرېډ.
انځور: picture-alliance/Kyodoد شمالي کوريا ښځي په دغه شان ورځو کي ميدان ته راوځي او ژاړي. دا ځل دوی د شمالي کوريا د بنسټ ايښوونکي کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ راوتلي او ژاړي.
انځور: picture-alliance/AP/Wong Maye-Eد شمالي کوريا د تاسيس ورځ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jonesد کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ پوځي پرېډ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jonesشمالي کوريا گواښ کړی دی چي د توغنديو آزموينو ته به دوام ورکړي. امريکا ويلي دي چي د صبر کاسه ئې نوره ډکه سوې ده او روسيې په کوريا ټاپو وزمه کي د کړکېچ له ډېرښت څخه خبرداری ورکړی دی.
انځور: Reuters/S. Sagoljد شمالي کوريا د توغنديو نوي آزامويني يو روښانه پيام لاره، هغه دا چي د دغه هیواد رهبران په لوی لاس غواړي چي کړکېچ ته لمن ووهي.
انځور: Reuters/S. Sagoljد کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ د ښځو پوځيانو پرېډ.
انځور: Reuters/S. Sagoljد شمالي کوريا د دولت او پوځ پيام يو دی. دوی دواړه د خپلو رهبرانو فرمانونو ته غاړه ږدي.
انځور: Reuters/S. Sagoljد کيم ايل سونگ د زېږېدو ورځ ئې د «لمر ورځ» نومولې ده. د هغه د زېږېدو په ورځ پوځ اسمان ته گوري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Maye-Eد کيم ايل سونگ د زېږېدو په ورځ شمالي کوريا بيا د توغنديو آزموينه وکړه. دې ته امريکا غبرگون وښود او دغه ټاپو وزمه ته ئې الوتکي وړونکي بېړۍ ولېږلې. شمالي کوريا به د خپل پوځي قدرت د ښوولو له پاره پوځي تمرينونه پيل کړل.
انځور: Gettty Images/AFP/E. Jonesمعمولاً له شمالي کوريا څخه ډېر لږ انځورونه رسنيو ته رسيږي. خو کله چي د توغنديو ازموينه، پوځي تمرينونه يا د پوځ قدرت نندارې ته وړاندي کوي رسنيو ته ئې انځورونه په اختيار کي ورکوي څو خپل ځواک گاونډیانو ته وښيي.
انځور: Reuters/D. Sagolj