1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. امنیت شورا په افعانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ‌د افغانستان په جګړه کې پر ښکیلو اړخونو باندې غږ کړی دی چې یوه اوربند ته غاړه کښیږدي، د کرونا ویرو ناورین ته ځواب ووایي او د هیواد بیلابیلو برخو ته بشري مرستې ورسوي.

UN-Sicherheitsrat | Nahost-Sitzung
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Altaffer

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر هغه وروسته په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه چې غړو یې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت یا یوناما له استازې اینګرید هیدین، څخه د دې هیواد په اړه تازه معلومات ترلاسه کړل.

‌هیدین، امنیت شورا ته وویل چې افغانستان اوس په «یوې ټاکونکې شیبې» کې دی چې ایا مشران یې له طالبانو سره د خبرو اترو او سولې ته د رسیدو په موخه یو‍ مو‍‍ټی کیدای شي او که نه.

هیدین په هغو څرګندونو کې چې ملګرو ملتونو خبریالانو ته استولي دي، ویلي دي: «دغه انتخاب د کوید-۱۹ د ټول شموله ګواښ له کبله لا سخت شوی دی. دغه ویروس د افغانستان د نفوس روغتیا ته لوی ګواښ دی او د دې پوتینسیل هم لري چې د د‌ې هیواد ثبات وګواښي.»

په افغانستان کې پر امنیتي ستونزو سربیره یو ژور سیاسي کړکیچ هم رامنځ ته شوی دی چې د تيرو ولسمشريزو ټاکنو دوه نوماندان ځانونه ګټونکي ګڼي. دواړو، اشرف غني او عبدالله عبدالله، د لوړې مراسم هم ترسره کړي دي.

‌که څه هم څه نا څه ټول بهرني‌استازي او سازمانونه د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې موجود ول او عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو په منځ کې دغه مراسم ترسره کړل، ‌خو بیا هم واشنګټن په کابل کې د دې ستونزې د ژر تر ژره حلیدو غوښتونکی دی.

امریکا متحده ایالاتو ویلي‌دي چې که افغان مشران خپل منځنی ستونزې حل نه کړي نو پر دې هیواد به یو میلیارډ‌ ډالر مرستې قطعه کړي.

هیدي روښانه کړې ده چې د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شویو شرایطو په خاطر کیدای شي ډیر مرستندویه هیوادونه پر خپلو خلکو باندي تمرکز وکړي. هغې زیاته کړه: «افغانستان باید د قانع کوونکو اقداماتو په ترسره کولو سره وښيي چې په دې هیواد کې نړیوالې پانګونې دوام وکړي.»

د ملګرو ملتونو دې چارواکی ویلي دي: «اوس د تفرقې وخت نه دی. ‌دا د سیاستمدارۍ، پخلايني ‌او ټولشمولتیا وخت دی.‌»

په افغانستان کې رامنځته شوی سیاسي کړکيچ د سولې په بهیر کې هم یو څه ‍‍‍‍ځنډ رامنځ ته کړی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم پر افغان سیاسي ‌مشرانو باندې غږ کړی دی چې خپل اختلافات حل کړي او د هیواد ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

پر دې سربیره د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي تیم د جوړیدو هرکلی کړی دی چې پکې څه تنه ښځې هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او د تیرې دوشنبې په ورځ یې هم لږ تر لږه ۱۱ افغان سرتیري ‌ووژل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي او د تاوتریخوالي ‌د کمښت غوښتنه یې کړې ده.

شورا ‍دا هم ویلي دي چې باید د افغانستان خاوره د القاعدې، داعش او نورو نړیوالو ترهګرو ‍ډلو له خوا و نه کارول شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب