د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د میانمار په رخینه ایالت کې د امنیتي ځواکونو له لوري له حده زیات تشدد په هکله اندیښنه ښوولې ده. د دغه ایالت زیاتره اوسیدونکي روهنګیا مسلمان لږکي دي.
د امنیت شورا د تړلو دروازو تر غونډې وروسته په یوه بیانه کې پنځلسو غړو په رخینه کې په بیړه «د تاو تریخوالي د ختمولو، د وضعیت د آرامه کولو، د نظم او قانون د اعاده کولو او د ملکي خلکو د ساتنې له پاره د ګړندیو ګامونو د اخیستو له پاره غږی کړی دی.»
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیې سفیر متیو رایکروفټ، ویلي دي چې دغه بیانیه د امنیت شورا له خوا د تیر نهه کلن وضعیت په هکله لومړنۍ بیانیه ده. د رویکروفټ، په خبره د امنیت شورا یو شمیر استازو په رخینه ایالت کې د روان ناورین او هلته د روهنګیا د وضعیت په هکله د یوې پرانیستې غونډې غوښتنه کوله.
د امنیت شورا له لوري دغه بیانیه په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د میانمار حکومت باندې له دې کبله په نړیواله کچه سختې نیوکې کیږي چې تیره میاشت یې د روهنګیا یاغیانو له لوري پر یوه پوستې باندې د برید پر وړاندې نامناسب پوځي غبرګون ښوولی دی.
ناوړه بشري وضعیت
تر دې د مخه د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش، د میانمار له حکومت څخه غوښتي وو چې د روهنګیا لږکیو پر وړاندې پوځي اقدامات ودروي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي وو چې کړکیچ سیمه له بې ثباتۍ سره مخامخ کوي. د ګویترش بشري وضعیت یوه ناورین ته ورته بللی او له ټولو هیوادونو یې د بیړنیو مرستو د استولو غوښتنه کړې ده.
ګویترش په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي: «زه د میانمار پر چارواکو باندې غږ کوم چې پوځي عملیات ودروی، تاوتریخوالی ختم کړي، د قانون واکمني وساتي او د هغو خلکو د بیرته راستنیدو حق ومني، چې هیواد یې پریښی دی.»
د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دغه وضعیت د ایتنیکي تصفیې په توګه یادول کیدی شي، ګویترش وویل: «زه به ستاسې پوښتنه په یوې بلې پوښتنې سره ځواب کړم: کله چې د روهنګیا نفوس یو پر دریمه برخه له هیواد څخه وتښتي، تاسې د دې د تشریح کولو له پاره یو بل ښه ټکی موندلی شئ؟»
د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر رعد الحسین، د پوځ له لوري د روهنګیا لږکیو ځپل «د ایتنیکي تصفیې څرګنده» بیلګه بللې وه.
له تشدده ډک سرکوب
د رپوټونو له مخې کابو ۳۷۰ زره روهنګیا لږکي له میانمار څخه ګاونډي هیواد بنګله دیش ته د پناه اخیستلو له پاره تښتیدلي دي. هغوی وروسته له هغې تیښتې ته مخه کړه چې د اګست میاشتې په ۲۵ نیټه په رخینه ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې تر برید وروسته پوځ له تاوتریخوالي ډک سرکوب پېل کړ.
په سلګونو کسان چې اکثریت یې مسلمان روهنګیا دي د تاوتریخوالي په پيښو کې ووژل شول او ډیر شمیر کورونه ویجاړ شول او همداشان یو شمیر بشپړ کلي وسوځیدل.
ګویترش دا هم وویل چې د میانمار له سیاسي مشري آنګ سان سوچي، سره یې څو وارې خبري کړي دي. سان سوچي ویلي دي چې دغه کړکیچ ته د حل لارې موندلو په موخه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې غونډه کې ګډون نه کوي او په وینا یې راتلونکې اوونۍ په دې هکله وینا وکړي.
روهنګیا لږکي له کلونو راهیسې په میانمار کې تر تعقیب لاندي دي. هغوی ته د تابعیت حق ورکولو څخه ډډه کیږي او ځایي چارواکي ورته د بنګله دیش څخه د راغلو غیر قانوني کډوالو په سترګه ګوري. د میانمار زیاتره بوداهايي مذهبه د روهنګیا پر وړاندې د توپيري چلن او تاوتریخوالي په ترسره کولو تورنیږي.
ګویترش د میانمار له حکومت څخه غوښتي دي چې یا روهنګیا لږکیو ته تابعیت ورکړي او یا یو داسي دریځ ورکړي، چې عادي ژوند وکړی شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.09.2017):
د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ په نړۍ کي مظاهرې
میانمار کې پر روهنګیايي اقلیتونو د ادعا سوي زورزیاتي له امله د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کي لاریونونه شوي. د لاریون برخه والو د میانمار پر رهبرې آنګ سان سوچي غږ کړی چې د مسلمانانو «نسل وژنه» دې ودروي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Abd Halimد افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې لاریونونه
د جمعې په ورځ د افغانستان په شرقي ولایت ننګرهار کې د روهنګیايي مسلمانونو په ملاتړ سلګونه کسان چې په لاسونو کې یې د میانمار حکومت ضد شعارونه لیږدول د جلال آباد ښار کوڅو او سړکونو ته راوتلي. بل لوري ته بیا په پلازمینه کابل کې هم ورته لاریونونه ترسره شوي دي او د روهنګیايي مسلمان اقلیت په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
انځور: picture-alliance/abaca/H. Sabawoonد جلال آباد لاريون کوونکو داسي لوحې د ځان سره ګرځولې چي پکښي د روهنګيا مسلمانانو سره د ظلمونو د تورونو په تړاؤ شعارونه ليکل سوي ول. لاريون کوونکو د ميانمار د مشرې سان سوچي د محاکمې غوښتنه هم کوله.
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzadaد افغانستان په بيلو برخو کي مظاهرينو د روهنګيا مسلمانانو په ملاتړ شعارونه ورکړل. د دغو لاريونونو د امنیت نېونې په مقصد امنيتي اقدامات سوي ول. په دې ترڅ کي يو شمېر اضافي پوليس او امنيتي کسان د لاريونونو مناطقو ته لېږدول سوي ول.
انځور: picture-alliance/abaca/H. Sabawoonپاکستان کې عکسونو ته اور ورکول
د پاکستان د سِند ایالت په حیدر آباد ښار کې د روهنګیايي مسلمان اقلیت په ملاتړ مظاهرې شوي چې پکې ګډونوال د میانمار د رهبرې آنک سان سوچي یو چاپ شوي عکس ته اور ورکړی. دغه لاریون د حیدرآباد ښاره یوه خیریه سازمان را غوښتی وو.
انځور: picture-alliance/Zumapress/J. Laghariتیره اونۍ د سپتمبر میاشتې په ۶ نیټه د اندونیزیا په پلازمینه جکارتا کې د میانمار سفارت مخې یوه ډیره ستره مظاهره ترسره شوه. د اندونیزیا مسلمانانو په میانمار کې پر روهنګیايي مسلمان اقلیت باندې د زور زیاتي او ظلم د بندولو غوښتنه وکړه.
انځور: Getty Images/B.Ismoyoپه دې انځور کې لیدل کیږي چې په جکارتا کې لاریون کوونکي د میانمار سفارت ته ډیر نږدې شوي او ان داسې سیمو ته یې ځانونه رسولي چې د سفارت ودانۍ ته ډیر نږدې دي او اغزن سیم ترې را تاو دی.
انځور: Getty Images/B. Ismoyoد تیرې اونۍ په پای کې د روسیې د ګروزني ښار د احمد کادیروف په میدان کې روسي مسلمانانو د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ احتجاجي مظاهرې وکړې. په دې انځور کې لیدل کیږي چې مظاهره چیان د روهنګیايي مسلمانانو پوستء لیږدي او پرې لیکل شوي چې د «روهنګیايي مسلمانانو نسل وژنه بنده کړئ.»
انځور: picture-alliance/dpa/Z.Bairakovد روسیې په ګروزني ښار کې د مظاهره چیانو یو ډیر شمیر د میانمار حکومت پر ضد او د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون کوي. د ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په اساس په میانمار کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله د وژل شوو کسانو شمیر چې ډیری یې روهنګیايي مسلمانان دي ښايي له زرو کسانو اوښتی وي.
انځور: picture-alliance/dpa/Z.Bairakovد روهنګیایانو په حق کې دعا ګانې
تیره اونۍ د روسیې په پلازمینه مسکو کې سلګونو مسلمانانو په میانمار کې پر روهنګیايي مسلمانانو باندې د ظلم له امله د میانمار پر پوځ او بت پرستانو پر ضد مظاهرې وکړې. په دې انځور کې لیدل کیږي چې په مسکو کې د میانمار د سفارت مخې ته لاریون کوونکي عبادت او د روهنګیايي مسلمانانو له پاره دعا کوي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Maximovد روانې سپتمبر میاشتې په ۳ نیټه په مسکو کې مظاهره چیانو ته د میانمار حکومت لخوا پر روهنګیايي مسلمانانو باندې د ظلم او زورزیاتي په هکله یو کس مذهبي وینا کوي.
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/N. Zemboskaتیره اونۍ د سپتمبر میاشتې په ۵ نیټه د هندوستان په نوي ډلي ښار کې هم د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون شوی. لاریون کوونکي د هندوستان د پارلمان مخې ته راټول شوي وو او د میانمار حکومت او پوځ پر ضد یې شعارونه ورکول. د لاریون کوونکو په شعارونو کې لیکل شوي وو چې د میانمار راخین ولایت ته دې رسنیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
انځور: picture alliance/dpa/M. Swarupد آلمان په پلازمینه برلین کې هم روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون شوی. لاریون کوونکي د میانمار سفارت مخې ته راټول شوي وو او په میانمار کې د روهنګیايي مسلمان اقلیت د نسل وژنې په هکله یې شعارونه ورکول.
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/C. Karadag