1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان استازی به د م.م.عمومي اسامبلۍ ته وينا وکړي

۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه

په پام کې ده چې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ بحث به د دوشنبې په ورځ د پاته هېوادونو د استازو په ويناوو چې افغانستان او شمالي کوريا هم پکښې شامل دي، پای ته ورسيږي.

USA UN-Generalversammlung Heiko Maas
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۴ مه غونډه څو ورځې تر مخه په داسې حال کې پېل شوه چې د نړيوال تجارت او اقليم بدلون په اړه بې اطمناني او د سعودي عربستان او ايران ترمنځ اړيکو کې ترينگلتيا ليدل کيږي.

نن د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۳۰ نيټه) به د افغانستان او شمالي کوريا ترڅنگ کاناډا، تايلند، سريلنکا او د نورو هيوادونو مشران يا استازي به عمومي اسامبلۍ ته وينا وکړي.

د افغانستان استازيتوب به د ملی امنيت مشاور حمد الله محب وکړي. د ملي امنيت شورا دفتر په تويتر پاڼه کې ويل شوي چې نوموړی په دغه غونډه کې د گډون په موخه د يکشنبې په ورځ نيويارک ته رسېدلی دی.

زياته شوې ده چې محب به هلته د افغانستان د روان وضعيت، ولسمشریزو ټاکنو او د سولې پروسې په اړه نړيوالو ته وينا وکړي.

د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د سږنۍ غونډې د پام وړ پرمختگونه د سوریې له پاره د يوه نوي اساسي قانون پر مسودې د کار له پاره د يوې کميټې جوړيدل او د امريکا متحده ايالاتو او جاپان ترمنځ د لومړي تجارتي تړون لاسليکیدل ول. همدا راز د ولسمشر دونالد ترمپ او د چاپیريال د سويډنۍ فعالې گريتا تونبيرگ ترمنځ تويتري شخړې هم د خلکو د پام وړ وگرځيدلې.

د تېرو کلونو په څیر دا ځل هم ټول تمرکز پر ولسمشر دونالد ترمپ وو چې نوموړي په خپله وينا کې د «نړيوال کيدو پلويان» ملامت کړل او ايران یې پر سعودي عربستان د تازه بريد له پاره گرم وباله.

د ولسمشر تازه جنجال چې تور پرې لگول کيږي چې د اوکراين پر ولسمشر یې د خپلې سياسي گټې له پاره فشار اچولې دی، د ملگرو ملتونو د دې غونډې په ترڅ کې راڅرگند شو. همدا وو چې ټوله نړۍ په رسنيو کې د ترمپ په اړه موضوعاتو ته متوجې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل