د منديلا روغتيايي حالت نور هم خراب سوی دئ
۱۳۹۲ تیر ۳, دوشنبهد جنوبي افريقا جمهوري رياست د يکشنې (۲۰۱۳ کال د جون ۲۳) په ماښام اعلان وکړ چي منديلا له ۲۴ساعتونو راهيسي له حياتي پلوه له جدي خطر سره مخامخ دئ. د دوشنبې په ورځ بيا دغه هيواد اعلان وکړ، چي د هغه روغتيايي وضعيت خراب دئ.
د جنوبي افريقا جمهور رئيس جاکوب زوما ويلي دي، چي «ډاکټران تر خپله وسه کوښښ کوي چي د منديلا روغتيايي وضعيت ښه سي.» هغه ويلي دي چي «د ملت د پلار درملنه د ډېرو تکړه ډاکټرانو له خوا کيږي».
د شفا اميد نه سته
زوما تيره اوونۍ د منديلا کورنۍ ته ويلي ول، چي د دغه ۹۴ کلن شخصيت روغتيايي وضع لږ ښه سوې ده. منديلا دوې اوونۍ دمخه د سږو د ناروغۍ له کبله د پريتوريا په يوه روغتون کي بستر سو.
منديلا چي د خپل ژوند ۲۷ کاله ئې په بند کي تيري کړي. د له تبعيض سره د مبارزې په برخه کي د سولي د نوبل جايزه هم کټلې ده. هغه د زندان پرمهال د سيل په مرض هم اخته سو، چي دا بیا د ده د سيږي د ناروغۍ سبب وگرځېد.
منديلا په ۱۹۹۴ کال کي د جنوبي افريقا جمهور رئيس سو او په ۱۹۹۹ کال کي له خپلي دندي پرشا سو.
هغه اوس په خپل هيواد کي د ملت د پلار نوم لري. هغه وروستی وار په ۲۰۱۰ کال کي په يوهانس بورگ کي د فوټبال د نړیوالو سياليو پرمهال د خلکو په مخ کي راښکاره سوی وو.