د منلو د پروگرام په چوکاټ کې آلمان ته د افغانانو پرواز
۱۴۰۴ مهر ۲, چهارشنبه
په آلمان کې د حکومت د بدلون راهیسې دا دوهم ځل دی چې د حکومت د افغانانو د منلو د پروگرام په چوکاټ کې ځیني افغانان له پاکستان څخه په الوتکه کې آلمان ته انتقالیږي. د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» د يوه خبريال په حواله به دغه افغانان په پلان سوې الوتنه کې په استانبول کې له توقف وروسته آلمان ته انتقال سي. خو په دې اړه نور جزيات نه دی ورکړل سوي.
اړوند:آلمان غواړي د ۲۰۲۵ کال تر پای د افغانانو د انتقال پروسه بشپړه کړي
د روانې میاشتې په پیل کې پر همدغه لار، له ځانگړي گواښ سره مخامخ ۴۷ افغانان د آلمان د بیلابیلو پروگرامونو له لارې د هانوور ښار ته انتقال او وروسته د جرمني پر ایالتونو وویشل سول.
د آلمان نوي حکومت د منلو پروگرام ځنډولی و
ډیر شمیر افغان کورنۍ له میاشتو او یا هم کلونو راهیسې په اسلام آباد کې د انتظار شپې او ورځې تیروي. د آلمان د مسیحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات ګوندونو له ائتلاف څخه جوړ حکومت له ځانگړي گواښ سره د مخامخ افغانانو له پاره د منلو پروگرام، د می په میاشت کې په ټپه ودراوه. په پام کې وه چې له آلماني بنسټونو سره د ځايي کارکوونکو او د هغوی پر کورنیو سربیره هغه کسان هم د نوموړي پروگرام په چوکاټ کې آلمان ته انتقال سي چې د طالبانو له تعقیب څخه بیریږي. په دوی کې ښځينه او نارينه قاضيان او خبريالان هم شامليږي چې د بشري حقونو له پاره مبارزه یې کړې ده.
د محکمې تر حکم وروسته د ویزو ترلاسه کول
دا چې اوس ځینو اغیزمن سويو کسانو او د هغوی کورنیو له دغه ډول بندیز سره سره ویزې ترلاسه کړي دي، علت یې دا دی چې دغو کسانو آلمان ته د راتګ د اجازې ترلاسه کولو له پاره په محکمه کې دعوا کړې وه. په دې برخه کې د ځینو اغیزمن سوو کسانو ملاتړ تر یو ځایه پورې د «کابل لوفتبرویکه» په نوم سازمان له خوا کیږي.
په اوس وخت کې څه د پاسه ۲۰۰۰ افغانان چې د آلمان له خوا یې د منل کيدو ژمنې ترلاسه کړې دي، په پاکستان کې، آلمان ته د راتگ په هیله انتظار باسي. له هغوی څخه ځینې یې په دا وروستیو کې په پاکستان کې نیول سوي او ځینې یې افغانستان ته اخراج سوي دي.