1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۹۲ افغانان د چارتر الوتکې له لارې آلمان ته انتقال سول

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۱۲, چهارشنبه

بیا هم له پاکستان څخه د آلمان له خوا د منل کیدو ژمنه لرونکي افغانان دغه هیواد ته انتقال سول. دا ځل د هغوی د انتقال له پاره یوه الوتکه چارتر سوې وه.

آلمان؛ د هانوور هوايي ډگر ته د منلو ژمنو لرونکو افغانانو رسیدل
آرشیف: آلمان ته له پاکستان څخه د منلو ژمنو لرونکو یو شمیر افغانانو انتقالانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

په آلمان کې د حکومت له تغیرېدو راهېسې د اول ځل له پاره د منلو د پروگرام په چوکاټ کې افغانان د چارتر الوتکې په مرسته دغه هېواد ته انتقال سول. لکه څنگه چې د آلمان د کورنیو چارو د وزارت ویاندې د یوې پوښتنې په جواب کې خبر ورکړ، دغه ۱۹۲ تنه له اسلام آباد څخه د ایرفورت هوايی ډگر ته رسیدلي دي. هغوی وروسته په نیدرزاکسن ايالت کې د فریدلنډ سرحدي ټرانزیټ کمپ ته انتقال سوي دي، له کومه ځایه چې به وروسته د جرمني پر ایالتونو وویشل سي.

د آلمان له خوا د منلو د ژمنه لرونکي نور افغانان لا د پاکستان په پایتخت کې آلمان ته د سفر له پاره انتظار باسي. په تیرو میاشتو کې څو ځله افغانان د مسافر وړونکو الوتکو په مرسته  له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله له هغوی څخه ۶۲ تنو یې، آلمان ته له سفر څخه د تیریدو په صورت کې د نقدو پیسو د ورکولو وړاندیز منلی دی. له یو شمیر نورو افغانانو سره لا خبرې روانې دي. د هغو کسانو په ډله کې چې آلمان ته د تگ په تمه دي، ځايي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ هم شاملې دي. دغو کسانو له څه د پاسه څلورو کلونو راهیسې واک ته دطالبانو له بیا رسیدو مخکې د آلماني ادارو له پاره کار کړی وو.

«له پاکستانه اخراج زموږ راتلونکی بربادوي»

02:44

This browser does not support the video element.

پاکستان په اصل کې د آلمان حکومت ته یوازې د روان کال تر پایه وخت ورکړی چې نوموړي کسان ومني. په بل صورت کې به دغه کسان افغانستان ته اخراج کړي. خو د آلمان حکومت په دې باور دی چې د راتلونکي کال په پیل کې به د هغو افغانانو منل چې د آلمان له خوا ورته ژمنې لري، لاهم ممکن وي.

نوي حکومت د منلو پروگرام ځنډولی دی

د آلمان د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات گوندونو ائتلافي حکومت له ځانگړي گواښ سره د مخامخ افغانانو له پاره د منلو پروگرام د می په میاشت کې په ټپه ودراوه. د نوموړي پروگرام له لارې باید د آلماني ادارو د پخوانیو محلي کارکوونکو تر څنگ هغه افغانان هم راوستل سوي وای چې د طالبانو له تعقیب او ځورونې څخه په بیره کې دي، ځکه چې د افغانستان د جمهوري حکومت په دوره کې یې د څارنوالانو او یا هم خبریالانو په توگه د بشري حقونو له پاره مبارزه کړې ده. د سوسیال ډیموکراټانو، زرغون او آزاد ډیموکراټ گوندونو څخه جوړ پخواني حکومت څو ځله په پاکستان څخه افغانان د چارتر سوو الوتکو له لارې، دغه هیواد ته انتقال کړل.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب