1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

چین د روسیې او ایران د دفاع وزیران د یوې غونډې له پاره بللي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبه

چین نن د روسیې او ایران د دفاع وزیران یوې غونډې ته وربللي دي. دغه غونډه د چین په شرقي ښار چینګ داوو کې داسې وخت کیږي چې په منځني ختيځ کې کړکیچ دی او ناټو په خپلې یوه سرمشریزه کې د پوځي مصارفو پر لوړولو توافق کړی.

آرشیف - د چین د دفاع وزیر دونګ جون
 چین نن د روسیې او ایران د دفاع وزیران یوې غونډې ته وربللي ديانځور: Vadim Savitsky/Russian Defence Ministry Press Office/TASS/dpa/picture alliance

په دغه غونډه کې د نورو هېوادونو د دفاع وزیران هم ګډون لري.

چین له مودو راهیسې په دې لټه کې دی چې د شانګهای د همکاریو سازمان (اس سي او) لس غړي، د غرب په مشرۍ بلاک په مقابل کې د تعادل ساتنې د وزنې په توګه وړاندې کړي. چین همدارنګه هڅه کړې چې د سیاست، امنیت، سوداګرۍ او تعلیم په برخو کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري تقویه کړي.

په چینګ داوو کې د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو غونډه په داسې وخت کې کيږي چې د اسرائيل او ایران ترمنځ تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د دواړو لورو ترمنځ تازه اوربند شوی دی.

نور ولولئ: ایران غواړي پرته له وقفې خپل اټومي پروگرام ته ادامه ورکړي

همدارنګه دغه غونډه د هالند په دنهاګ کې د ناټو تر سرمشریزې یوه ورځ وروسته جوړيږي. د ناټو یا د شمالي انتلانتيګ تړون سازمان په دغه سرمشريزه کې غړي هېوادونه په دې سلا شول چې د جمهور رئيس دونالد ترمپ، د رضایت حاصلولو له پاره به خپل پوځي لګښتونه لوړوي.

د چین چينګ داوو ښار چې نن پکې د روسیې او ایران د دفاع وزیرانو غونډه کیږي، پکې د چين د سمندري ځواکونو یوه ستره اډه هم مستقره ده.   

د چین د دفاع وزیر، دونګ جون، د پنجشنبې ورځې غونډه، له «هرج و مرج او بې ثباتۍ سره» د مخ نړۍ په مقابل کې د تعادل ساتنې د وزنې په توګه توصیف کړه.

 چین نن د روسیې او ایران د دفاع وزیران یوې غونډې ته وربللي ديانځور: Mohamed Azakir/REUTERS

د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا د رپوټ پر اساس، د چین د دفاع وزیر په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ ېې د روسیې، ایران، پاکستان، بلاروس او نورو هېوادونو د دفاع له وزیرانو څخه هرکلی کاوه وویل: «څرنګه چې د پېړۍ مهم تغییرات چټک شوي، یو اړخیزه توب او حمايتي پالیسي هم مخ پر ډېرېدو ده.»

نور ولولئ: پاکستان: پر ایران باندې د امريکا په بريد کې مو همکاري نه ده کړې

د چین دفاع وزیر د خپل هېواد له سیالانو وغوښتل چې «د سیمې د سولیزې پراختیا او د چاپېریال د خونديتوت له پاره په ګډه لا قاطعانه اقدامات وکړي.»

د هندوستان د دفاع وزیر رجناټ سینګ چې هغه هم د چينګ داوو غونډې ګډونوال دی وویل چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړي باید «د خپلو ولسونو د هیلو او توقعات د پوره کولو له پاره ګډې هیلې ولري او د دې تر څنګ د ورځې له کړکیچونه سره مبارزه وکړي.»

سینګ په یوه اعلامیه کې چې د هغه د دفتر له لوري پر اکس شبکه خپره شوې ویلي: «په کومه نړۍ کې چې موږ اوس ژوند کوو په ژوره توګه د بدلېدو په حال کې ده. جهاني کېدنه، چې یو وخت ېې موږ سره رانژدې کړې و، اوس خپل مومینټم د لاسه ورکوي.»

د فرانسې خبري آژانس له چينګ داوو څخه ليکي چې دونګ، جون د دغې غونډې په څنډه کې له خپل روسي سیال، اندري بلوسف، سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده اړیکو ستاینه یې وکړه چې پر وینا ېې «ېوې بې سارې کچې ته لوړې شوي دي.»

نور ولولئ: چين، روسيې او ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې کړي

د چین د دفاع وزیر وویل: «زموږ د هېوادونو تر منځ دوستانه اړېکې، د انکشاف په ټولو برخو کې، د ودې په حال کې هڅو ساتنه کوي.»

که څه هم چین د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې بېطرفي اختیار کړې، خو غربي حکومتونه وايي روسیې سره د چین نژدې اړیکې، مسکو له پاره مهم اقتصادي او دیپلوماتيک ملاتړ په لاس ورکوي.

د ایران او اسرائيل کړکيچ او د افغانستان پر بازارونو یې اغیزې

32:52

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل