1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختيځ د سولي د پلان په اړه خبري

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۹, دوشنبه

د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ته ویلي دي چې د اسرائیلو له زندانو څخه د فلسطینيانو آزادول هغه «لومړيتوب» دی چې د سولي د خبرو اترو په بیرته پیلولو کې مرسته کولای شي.

Palestinian President Mahmoud Abbas (R) meets with U.S. Secretary of State John Kerry in the West Bank city of Ramallah April 7, 2013. REUTERS/Mohamed Torokman (WEST BANK - Tags: POLITICS) / Eingestellt von wa
John Kerry / Mahmud Abbas / Ramallah / Nahost / USA / Palästinenserانځور: Reuters

عباس کیري ته ویلي دي چې په اسرائیلو کې د نزدې۴۵۰۰ فلسطیني بندیانو آزادول «د خبرو اترو د له سره پیلولو له پاره د ښې فضا د رامنځ ته کولو له پاره تر ټولو اولنی لومړیتوب دی.»

د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر همداشان ویلي دي چې خبري اتري یوازي په هغه وخت کې تر سره کیدلای شي چې اسرائیل په ختیځ بیت المقدس او لوېدیځ اردن کې د استوګنځایونو جوړول بند کړي.

په رم الله کې د عباس او کیرې تر منځ تر۹۰ دقیقو ملاقات وروسته د عباس ویاند نبیل ابو روداینا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «محمود عباس پر دې خبره ټينګار وکړ چې د زندانیانو آزادول د سولې د خبرو اترو په پرمختګ کې د مناسبي فضا د رامنځ ته کولو له پاره مهم لومړیتوب دی.»

ابو روداینا زیاته کړه چې بحثونه په دې موخه تر سره کیږي، چي له اسرائیلو سره د خبرو اترو د بیرته پیلولو له پاره ښه لاره ولټول شي. دغه سیمې ته د کیري دا دریم سفر دی چې تر سره کیږي. تر دې دمخه د مارچ له۲۰ څخه تر ۲۲مي نېټې پوري هغه له ولسمشر بارک اوباما سره د سفر پر وخت هم مل وو.

ابو رودانیا د عباس له قوله ویلي دي: «فلسطیني اړخ غواړي چې د خبرو اترو میز ته راوګرځي، خو یوازي په هغه صورت کې چې اسرائیل په فلسطیني خاوره کې د استوګنځایونو د جوړولو فعالیتونه ودروي او فلسطیني زندانیان آزاد کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په ۱۹۹۳ کال کې د اوسلو د تړون تر لاسلیکدو دمخه نیول شوي دي.»

د فلسطیني غاړې یوه مهمه انديښنه د هغو بندیانو د نه خوړلو اعتصاب دی چې بېله کوم توره نیول شوي دي.

«ګډ اساس»

په قزاقستان کې د ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو تر بې نتيجې پای ته رسېدو وروسته کیرې د یکشنبې په ورځ په استانبول کې وویل چې د بارک اوباما اداره له دیپلوماتیکې لاري د دغي شخړي حلولو ته ژمنه پاتېيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو له لوري حتی د یوه پوځي ضرب الاجل د ټاکلو غوښتنه شوې ده.

کیري د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر احمد داود اوغلو سره یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وويل: «دا مهمه ده چې خبري اتري تر سره شي او یو ګډ اساس وموندل شي.»

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسولي کترین آشتون د شنبې په ورځ دا خبره منلې وه، چې د قزاقستان په پخوانې پلازمینه الماتا کې د دوو ورځنیو خبرو اترو په ترڅ کې دواړه اړخونه یوه توافق ته و نه رسیدل او لا هم له یو بل څخه لیرې دي.

په پام کې ده چې کیري به د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۸) د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له لومړي وزیر سلام فیاض او د اسرائیلو له ولسمشر شیمون پیرس سره وگوري.

زیاته شوې ده چې کیرې به د سه شنبې په ورځ په لندن کې د G-8 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون تر مخه، د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره هم وگوري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب