1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د منځني ختيځ کړکېچ: جګړه د هیچا په ګټه نه ده

۱۴۰۳ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

د بریتانيا لومړي وزیر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په تلیفوني خبرو کې په سیمه کې د وضعیت په اړه خپله سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. کییر سټارمر، پزشکیان ته ویلي دي چې جګړه د هیچا په ګټه نه ده.

Nach Bluttat in Southport - Downing Street
د بریتانیې لومړی وزیر کییر سټارمرانځور: Henry Nicholls/PA Wire/dpa/picture alliance

د بریتانيا لومړي وزیر کییر سټارمر، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، سره په تلیفوني خبرو کې ټول اړخونه د تشنج کمولو او د سیمې په کچه د یوې بلې جګړې مخنیوي ته را بللي دي.

د سټارمر، دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بریتانيا لومړي وزیر په دغو خبرو کې له ایران څخه غوښتنه کړې ده چې پر اسرائیل له برید کولو څخه ډډه وکړي.

سټارمر، همدارنګه پزشکیان ته ویلي دي: «د محاسباتي تیروتنې جدي خطر موجود دی او اوس د آرمتیا او دقیقې بررسۍ وخت را رسیدلی دی.»

د څو ساعتونو پر تیریدو سربیره هم ایراني رسنیو تر اوسه پورې د دې تلیفوني مکالمې د محتوی په هکله رپوټ نه دی خپور کړی.

خو سیمه ایزو رسنیو د هغو له جملې څخه «سکای نیوز» لیکلي دي چې پزشکیان او سټارمر، توافق کړی دی چې رغنده خبرې اترې د دواړو هیوادونو په ګټه دي. همدارنګه د بریتانيا لومړي وزیر ټینګار کړی دی چې دغه خبرې اترې یوازې په هغه صورت کې دوام پیدا کولی شي چې ایران له «بې ثباته کوونکو» اقداماتو څخه لاس واخلي.

تلیفوني خبرو ۳۰ دقیقې دوام وکړ

سټارمر، د سه شنبې په ورځ (د اګست ۱۳ نیټه) په ایکس شبکه کې لیکلي دي چې له پزشکیان سره یې په خبرو کې ټینګار کړی دی چې «جګړه د هیچا په ګټه نه ده.»

سټارمر، د دې پيغام په دوام لیکلی دي چې په منځني ختیځ کې وضعیت ډیر د انديښنې وړ دی او ویلي یي دي «اوس د آرامۍ وخت دی».

د سټارمر، له تلیفوني خبرو څو ساعته وروسته د المان صدراعظم اولاف شولڅ، هم له پزشکیان سره په تلیفوني خبرو کې له ایران څخه وغوښتل چې په منځني ختیځ کې دې د نظامي تشنج له پراخیدو څخه مخنیوی وکړي. شولڅ په دې تلیفوني تماس کې په منځني ختیځ کې په عاجل ډول د تاوتریخوالي لړۍ پر ختمیدو ټیننګار کړی دی.

په غزه کې بې شمیره کورونه د اسرائیل په هوایي بمبارۍ کې لمنځه تللي ديانځور: Mohammed Salem/REUTERS

پر اسرائیل د ایران د احتمالي برید په اړه د لوېدیځ انديښنې

د المان، فرانسې او بریتانيا مشرانو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې له ایران او متحدینو څخه وغوښتل چې «له داسې بریدونو څخه چې ممکن د سیمې کړکیچ پراخ کړي او پر اوربند او د بندیانو پر آزادولو موافقه په خطر کې واچوي» ډډه وکړي.

اروپايي مشرانو ټینګار کړی دی چې ایران به پر اسرائیل د هر ډول برید چې په سیمه کې د تشنج د زیاتیدو او د جګړې دریدو موافقه په خطر کې واچوي، مسولیت پر غاړه ولري.

له هاکان فیدان او السوډاني سره د بلینکن تلیفوني خبرې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره د انټوني بلینکن د تلیفوني خبرو اترو خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق له لومړي وزیر سره په خبرو کې د ایران له ملاتړ څخه د برخو ملیشه و له خوا په عراق کې د نړیوال ائتلاف د مستقرو سلاکارانو د حفاظت په هکله د بغداد حکومت د مسئولیت پر اهمیت خبرې کړي دي.

بلینکن له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په تلیفوني اړیکه کې په غزې تراډه کې پر اوربند د موافقې په هکله د پنجشنبې (د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه) ورځې په مذاکراتو کې د حماس ډلې پر حضور ټینګار کړی دی.

ترکیه له حماس سره ښې اړیکې لري او کولی شي چې په غزه کې د اوربند په هکله د مذاکراتو میز ته د دغې ډلې په راوستلو کې نقش ولوبوي. حماس ډله د امریکا او اروپا له خوا یوه ترهګره ډله بلل شوې ده.

د تشنج کمولو له پاره پر دغو ټولو هڅو سربیره، لویدیځو رسنیو د ایران او پلویانو له خوا یې په سیمه کې د قریب الوقوع حملې خبر ورکړی دی. اسرائیل ویلي دي چې د ایران د بریدونو په مقابل کې بشپړ امادګي لري. امریکا هم تر اوسه پورې د منځنی ختیځ سیمې ته الوتکې لیږدونکې بیړۍ او اټومي اوبتل استولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل