د منځني ختیځ د سولي خبري له نوو ننګونو سره مخامخ سوي
۱۳۸۹ آذر ۱۸, پنجشنبهد امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند فليپ کراولي وويل چې امريکا غواړي چي نور زياتي د اردن د سين په لويديځه غاړه کې د اسراييلو د مينو د جوړونې د درولو لپاره زيار ونه باسي.
ولسمشر بارک اوباما غوښتل چي په دغي سيمه کي د کورونو جوړولو د لړي د پاي ته رسولو سره فلسطينان بيرته د خبرو اترو ميز ته کښينوي. دغه د لوي وړانديز او اسراييلو ته د امنيت په برخه کې د تضمينونو د ورکول سربيره هم اوباما ونه توانيد چې اسراييل د خپلو ارادو واړوي.
د اسرييل حکومت نه غواړي چې د مينو جوړول بند کړي او له دې سره د نيغ په نيغه خبرو اترو امکانات هم له منځه ځي. خو فليپ کراولي د اسراييل او فلسطين تر منځ د غيرو مستقيمو خبرو اترو د کيدو اميد لري.
« مونږ به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو تر څو لارې چارې پيدا کړو چې د دواړو خواو تر منځ اعتماد پيدا شي او مونږ هيله لرو چې دا به د مستقيمو مذاکراتو د بيرته پيل سره مرسته وکړي.»
همدا ډول د فلسطين ولسمشر عباس هم د امريکا په مشرې کې د خبرو اترو امکانات ورک نه بولي. په آتن کې د يونان د لومړي وزير پاپانډريوس سره په يوه ليدنه کې عباس وويل چې مذاکرات اوس بې له شکه په يوه بحران کې بند پاتي دي. عباس له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه چې د سولې په پروسه کې د امريکې د متحده ايالتونو سره په شريکه خپل سياسي نقش ولوبوي.
د يوه پلوه چې عباس د ډيپلوماتيکو امکاناتو څخه خبرې کوي نو له بله پلوه د فلسطين د سيمو څخه په اسراييلو او امريکې د نيوکو غږونه راپورته کيږي. مصطفې برغوتي چې د فلسطين يو معتدل سياست وال او د فلسطين د خپلواکمني اداري د رياست لپاره پخواني نوماند، د امريکې تر مشرۍ لاندې د سولې خبرو اترو ته دوام ور کول يو بې معنا کار بولي.
برغوثي د الجزيرې د تيلويزيون سره په مرکه کې وويل: « کله چې د امريکې متحده ايالتونه يواځني هيواد وي چې د سولې بهير يي تر انحصار لاندي وي او دا چي دا هيواد هم په دې کې ناکام پاتې شي چې په اسراييلو باندي د مينو جوړونې موضوع فشار واچوي، نو زه فکر کوم چې د دې هيواد د هلو ځلو د ناکامې وروسته د سولې هيڅ پروسه وجود نه لري.»
مصطفي برغوثي دا وړانديز وکړ چې د فلسطين آزادي بښونکي سازمان (PLO) دي اوس په يو اړخيزه توګه د«فلسطيني دولت» اعلان وکړي او د نړۍ والې ټولنې څخه د دي د رسميت پيژاندنو غوښتنه وکړي.
د فلسطين لومړي وزير سلام فياض په راتلونکي اګست کې د دې ګام د اوچتولو اعلان په څو څو ځلي وکړ. په حيرانوکي ډول ارجنټياين او برازيل همدا دوه ورځي مخکي کې د فلسطين دولت په رسميت هم وپيژانده که څه هم تر اوسه پوري دغه دولت لا جوړ شوي هم نه دي.
خو د امريکې د متحده ايالتونه د داسې يوې بديلې لارې د غوره کولو اخطار ورکړي دي او د خبرو اترو د لارې د فلسطين او اسراييل تر منځ د سولې هيله من دي.
سبستيان انګلبرشت/ بريښنا صابر
کتونکي: عبدالباري حکيم