کله چي یو مسلمان عیسوي کیږي، اکثرأ یو لوی خطر پر ځان باندي قبلوي. که هغوی ردیږي او خپلو اسلامي هیوادو ته اخراجیږي، نو دغه موضوع ورته سخت تاوان رسوي. هلته بیا هغوی د سختو مشکلاتو او تعقیب سره مخامخ کیږي. په اروپا کي هم عیسوي کیدل ورته مشکلات جوړوي، د خپلو ملګرو او حتی کورنيو له خوا یې هم.
پردې سربیره څوک چي د یوه مسلمان په حیث عیسوي کیږي، د آلماني مقاماتو او خصوصأ مهاجرت ادارې لخوا هم تر شک لاندي راځي او ورباندي بې اعتماده کیږي. د هغوی شک دا وي، چي نوی عیسوي سوی شخص فقط غواړي په دې تاکتیک سره یې خپلو هیوادو، لکه ایران یا افغانستان ته د اخراجیدو مخنیوی وکړي.
په ۲۰۱۵ م کال کي د مهاجرت تر بحران سمدستي وروسته د هغو کسانو تعداد لوړ سو، چي د اسلام څخه عیسویت ته ورواوښتل. په ۲۰۱۶ م کال کي حتی خبره د زرهاوو تنو وه، چي عیسویت ته یې رجوع کړې وه. خصوصأ عیسوي پروتستانت کلیسا ډیر کسان راجذب کړل.
دا چي څومره کسان تر ۲۰۱۵ م کال وروسته عیسویان سوي دي، احصاییه یې نه ده موجوده، ځکه کلیساوي یوه مرکزي احصاییه نه خپریوي. دا هم په داسي حال کي ده، چي د پناه غوښتني د پروسې په دلایلو کي د دین څخه اوښتل هم یو دلیل دی، خو دا چي څومره کسان په هم دې دلیل قبول سوي دي، د هغه احصاییه هم نه ده موجوده.
د جرمني د پناه غوښتني او مهاجرت ادارې(بمف) کاتولیکي خبري آژانس،KNA ته ویلي، چي اکثره هغه کسان چي د اسلام څخه عیسویت ته اوښتي دي، هغه ایرانیان دي. په هغه صورت کي، چي یو څوک په خپل هیواد کي د عقیدې او مذهب په دلیل تعقیبیږي، دغه اداره هم اکثره مجبوره ده، چي د جرمني د پناه غوښتني د قانون مطابق هغوی ته مؤقتي پناه ورکړي. خو تر دې د مخه اداره دا دقیق څیړي، چي ایا دغه شخص واقعأ د عقیدوي لحاظه عیسویت ته اوښتی دی او که یوازي د قبولۍ په خاطر.
د بمف د رییس مرستیالي، اورزولا ګرېفین همدې خبري آژانس ته ویلي: «سړی د یوه بالغه شخص څخه دا توقع لري، چي اوس په داسي حالت کي دی چي خپله عقیده، دین او یا مذهب واړوي.»
په دې منځ کي په بمف کي د دغه ډول قضایاو له پاره یوه اختصاصي څانګه موجوده ده، په کومه کي چي اکثره رد سوي او مجبوره دي په محکمه کي عارض سي. خو په محکمه کي هم اکثرأ عیسوي سوي پناه غوښتونکي نه سي کولای قاضیان د خپل دین د جدي تغیر څخه قانع کړي او بیا هم ردیږي. که څه هم عیسوي راهبان د هغوی پر قبلیدو باندي ټینګارکوي.
زموږ له آرشيف څخه:
په آلمان کي د مهاجرو نوی ژوند
آلمان ته د رارسېدلو مهاجرو ځينو يې اوس نوی ژوند پيل کړی دی. دوی فکر نه کاوه چې دغه شان زمينې به ورته برابر شي. په دې انځوريز راپور کي موږ يو افغان او دوه سوريايان در پيژنو چې اوس ډير خوشحاله دي.
انځور: Reuters/A. Cocca
لکه يو سوداگر
کله چې د سوريې يو مهاجر جوسپ ساليبا په برلين کې روان وي نو سړی فکر کوي چې دی يو لوی سوداگر يا تاجر دی. ده په رښتيا هم په سوريه کې يو وخت خپل کاروبار درلود. کله چې دی نهه کلن وو نو پلار یې د خپل يوه دوست سره د کار له پاره دمشق ته وليږه. هغه د لرگيو څخه نوي شيان جوړول. د سالیبا دا کار دومره خوښ شو چې يو وخت یې همدا خپل کاروبار وگرځاو.
انځور: Reuters/F. Bensch
يو هنرمند منبر ته پورته شوی
جوسپ ساليبا په سوريه کې د عسکرۍ له مکلفيت څخه ويره درلودله او له همدې وجې درې کاله دمخه اروپا ته راغی. خو کله چی دی بيا آلمان ته راغی او د ژبې د کورس په ترڅ کې د برلين د مشهورې دوم کليسا ليدو ته ولاړ نو سملاسي یې له دې ځای سره تړون حس کړ. هغه د کليسا د منبر د رغونکي په توگه د وړيا کار وړاندیز وکړ. خو يو کاله وروسته ورته په کليسا کې دنده ورکړل شوه.
انځور: Reuters/F. Bensch
خپله کليسا
د دوم کليسا ډېر ژر د سالیبا له پاره په کور بدله شوه، خو آلمان نه. د پناه غوښتنې ادارې چارواکي نوموړي ته اسناد نه ورکوي او دی په برلين کې د سوریې سفارت ته استوي. خو دی نه غواړي د هغه هيواد سفارت ته ورشي چې دی يې له حکومته تښتيدلی دی. دا چې د هغه راتلونکې به په آلمان کې څرنگه وي، روښانه نه ده.
انځور: Reuters/F. Bensch
د علي د پناه غوښتنه، يوه برخليک ټاکونکې ورځ
افغان علي محمد رضايي ته د خپلې زيږيدنې نيټه نه ده معلومه. مور او پلار یې نه وه ياداښت کړې. خو نوموړي ته يوه بله نيټه ډېره ښه ياد ده: د ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر ۱۵. په دې ورځ نوموړی برلين ته رسېدلی او د پناه غوښتنه یې وکړه. تر يوه اوږده سفر وروسته برلين ته په رسيدو سره علي ډېر څه تجربه کړل چې په هغه کې موسيقي هم شامله ده.
انځور: Reuters/H. Hanschke
موزيک او موټر سايکلونه
علي محمد رضايي د موسيقۍ په يوه ډله (کور) کې شامل شو. نوموړی هلته د کرس واخهولڅ سره بلد شو. هغې دی خپل کور ته دعوت کړ څو يې له ميړه سره يوځای پخلی وکړي او آلماني زده کړي. د کرس له میړه سره تر بلديدو وروسته علي پوهه شو چې دی هم د موټر سايکل ځغلولو سره ليوالتيا لري. دوی دواړه ښه دوستان شول. علي وايي: «دوی زما له پاره لکه مور او پلار دي.»
انځور: Reuters/H. Hanschke
د ژبې کورس
علي محمد رضايي په آلمان کې په څو ځايونو کې عملي کار او نور واړه کارونه لکه له نانوايي سره، په هوټلونو او رستورانتونو کې کار کړی دی. دی په خپل وزگار وخت کې هڅه کوي آلماني ژبه زده کړي. لکه په انځور کې د ژبې په يوه کورس کې ناست دی.
انځور: Reuters/H. Hanschke
له اخراجيدو څخه ويره
علي محمد رضايي د برلين په تيگل هوايي ډگر کې د آلمان د هوايي شرکت «لوفتهانزا» سره کار کوي. هغه هلته خواړه چمتو کوي او پاکي کوي. کله چې وزگار وي نو له خپلو ملگرو سره وخت تيروي. خو د اخراجيدو ويره تل ورسره وي. ځکه د پناه غوښنه یې رد شوې او دی يوازې «موقتي ويزه» لري. دی وايي: «زه دلته يو اپارتمان لرم او ډېر مهربانه خلک پيژنم. کله چې دوی ما بيرته وليږي نو زه هر څه له لاسه ورکوم.»
انځور: Reuters/F. Bensch
له بمونو تر شپني کلبه
حيدر درويش په ۲۰۱۶م کال کې په سوريه کې د جگړې له وجې دغه هيواد پریښود. کله چې دی په ۲۰۱۷م کال کې د برلين د همجنس بازانو په کلب کې په رقص بوخت وو، يوه اسرائيلي محصل جودي لا ديوانه سره یې وپيژندل. هغه درويش ته په خپل شپني کلب کې د کار کولو وړاندیز وکړ. په سوريه کې درويش هيڅکله هم په يوه کلب کې پر دريځ نڅا نه وه کړې.
انځور: Reuters/A. Cocca
خپل هنر نندارې ته وړاندې کول
درويش په برلين کې د همجنس بازانو د یوه محفل په چمتو کولو کې د مرستې په حال کې ليدل کيږي. په سوريه کې به د ده ژوند بيخې بل ډول وای. خو دی اوس په برلين کې يو رنگين، آزاد او له وېرې ترهې پاک ژوند تيروي. دلته دی خپل هنر هر ډول چې غواړي خلکو ته ښکاره کولی شي، او برلين هم د نوموړي په ورتگ يو څه نور هم رنگين شوې دی.