1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت د څپې زیاتیدل: پر سربستان د اروپایي اتحادیي فشار

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د بالکان له مسیر څخه د پناه غوښتونکو شمیر د زیاتوالي په پام کې نیولو سره، سربستان باید خپل د ویزې ورکولو قوانین سخت کړي. سربستان ویلي چې په دې اړه به د روان میلادي کال تر پایه پورې اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

Migranten im Grenzgebiet zwischen Serbien und Kosovo
انځور: Jelena Djukic Pejic/DW

د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر په لوګزامبورګ کې د اروپایي اتحادیي د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ویزې د ورکړې په قوانینو کې د بیړنیو تغیراتو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته د اروپا د داخلي سیاست کمیسارې یلوا یوهانسن اروپايي اتحادیي ته د سربیایي اتباعو د داخلیدو د بهیر سختول، د دغه هیواد پر حکومت د فشار د وسیلې په توګه کارول کیدل رد نه کړ. یوهانسن وویل: «مونږ باید د (پناه غوښتونکو) دغه څپه ودروو.»

د اروپا د سرحدونو د ساتنې آژانس (فرانټکس) په حواله د روان میلادي کال د پیل راهیسې ۱۰۶ زره تنه په غیر قانوني توګه د بالکان له مسیر اروپايي اتحادیي ته داخل شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷۰ سلنه زیاتوالی ښيې. دا د ۲۰۱۶ م کال را په دې خوا تر ټولو لوړ رقم دی.

اروپایي اتحادیه، سربستان او د لویدیځ بالکان نور هیوادونه د شینګن حوزې ته د پناه غوښتونکو د ننوتلو قوانینو په کمزورې کولو تورنوي.

اړوند: یونان: سږ کال مو د ۱۵۰ زره مهاجرو مخه نیولې

د لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیر ژان اسلبورن وویل چې د بیلګې په توګه سربستان له هند، تونس او ترکیې سره یي بی له ویزې د سفر کولو موافقتنامه لاسلیک کړې ده. هغه ټینګار وکړ: «البته هغوي هلته نه پاتې کیږي او نورو هیوادونو ته ځي.»

د اروپا په ختیځ کې له بوروندي او حتی اوسمهال له کیوبا څخه د بالکان مسیر د لارې اروپايي اتحادیي ته راځي، چې معمولاً د سوریایي او افغان پناه غوښتونکو له خوا ترې استفاده کیږي. ډیري له دغو تازه راغلو کسانو څخه په اروپا کې د پناهندګۍ هیڅ چانس نه لري. پر المان سربیره فرانسه، ایټالیا او د بلجیم او اتریش په څیر هیوادونه هم پر خپلو اوږدو دروند بار ويني. 

اړوند:په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»

د المان د کورنیو چارو وزیرې پر سربستان د فشارونو او له اروپايي اتحادیي سره یوځای کیدو ته د دغه هیواد لیوالتیا ته اشاره وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د منل کیدو معیارونه هم باید د اروپایي اتحاديي د غړو هیوادونو په وسیله د ویزې د تطبیق سره په همغږې کې وي.

د لویدیځ بالکان له پاره د المان حکومت ځانګړي استازي مانویل زاراسین، د روان کال تر پایه پورې د اروپايي معیارونو سره په مطابقت کې د خپل هیواد د ویزې سیستم برابرولو په هکله د سربستان د ولسمشر الکساندر ووجیچ ژمنې ته اشاره وکړه: زاراسین د «فونکه» رسنیزې ډلې ته وویل: «دا یو مهم ګام دی، ځکه دا د سربستان له لارې د ترانزیت له کمیدو سره مرسته کوي».

آژانسونه: ش.ن/ا. و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب