1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کار د بازار له پاره کډوال ډېر مهم دي»

۱۴۰۰ آذر ۲۶, جمعه

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي دي چې په تېرو کلونو کې د هغو کډوالو شمير چې له خپل ټاټوبي لېرې په نورو ځایونو کې په کار بوخت دي، په چټکۍ سره لوړ شوی. زياته شوې چې کډوال د خپل اصلي هېواد د اقتصاد په قوي کولو کې مهم نقش لري.

Symbolbild Jobsuche Jugendliche
انځور: Rainer Weisflog/imago images

په برلين کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال سازمان «آی او ام» د مهاجرت د ارزونې مرکز ويلي چې پر دې سربیره د کډوالو له خوا خپلو هېوادونو ته استول کیدونکې پېسې د بهرنيو پانګوالو له پانګونو او د هغو مرستو ډېري دي چې د پراختيايي پروګرامونو له لارې ترسره کيږي.

«آی او ام» همدا راز د کار د نړيوال سازمان «آی ايل او» په حواله ويلي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې په ټوله نړۍ کې په کار د بوختو کډوالو شمير د ۱۷۰ ميليونو په شا او خوا کې وو. دا شميرې د ۲۰۱۰م کال په پرتله درې چنده لوړې دي، يعني هغه وخت ۵۳ ميلیونه کډوال په کوربه هېوادونو کې په کار بوخت ول.

همدا شان زياته شوې چې بهرنيان يا کډوال د نړۍ د شاغل نفوس پنځه سلنه برخه جوړوي. د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا زياته شوې چې د کرونا وبا وښووله چې ميلمه کارکوونکي د کوربه هېوادونو له پاره څومره مهم نقش لري. دغه سازمان د اقتصادي ګډکار او پراختيا سازمان «او اي سي دي» د شميرو په حواله ویلي چې په دې ترتيب يوازې په بريتانيا کې په کار د بوختو ډاکترانو څخه یې درې سلنه بهرنيان ول.

تازه آلمان ته راغلي افغانان د کار په بازار کې ښه چانس لري

د آلمان، امريکا متحده ايالاتو، فرانسه، ايتاليا او هسپانيا د روغتيا په برخو کې هم د بهرنيانو د پام وړ لوړ شمير په کار بوخت دي. 

د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا همدا راز ویل شوي چې په ۲۰۲۰م کال کې ښځينه او نارينه کډوالو په ټولیزه توګه کم او منځني عايد لرونکو کابو ۵۰ هېوادونو ته ۵۴۰ میليارده ډالر استولي دي. دا هغه هېوادونه دي چې سړي سر عايد پکې د کال کابو ۴۰۰۰ ډالر دي.

په ۲۰۲۰م کال کې بيا د پانګونو او د پراختيايي پروژو له لارې دغو هېوادونو ته کابو ۴۴۰ ميليارده ډالر انتقال شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان د نړيوال بانک د معلوماتو په حواله وايي چې د السلوادور، لبنان، کرغيزستان، تاجيکستان او تونګا په څېر هېوادونو د کار کوونکو کډوالو له خوا ليږدول شوې پېسې بيا د مجموعي ناخالص توليد له څلورمې برخې څخه ډېرې دي.

ب. ص/ س. ر (DPA)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب