د نوي ائتلافي حکومت د جوړيدو په مذاکره کوونکې ډله کې د مهاجرت په چارو کې د آلمان د سوسيال دموکرات (اس.پې.دې) ګوند له خوا رالف شتيګنر استاځيتوب کوي. هغه د جمعې په ماښام په برلين کې تر مشاورتي غونډي وروسته وويل چې د مهاجرت اړوند کاري ډله جوړجاړي ته ورسيده.
شتګینر همدا ډول د مسلکي کسانو اړوند د مهاجرت د يو قانون د تصويبيدو څخه هم هرکلی وکړ. هغه وويل: «موږ پر چارچوکاټ سره تفاهم وکړ چي په راتلونکې تقنيني دوره کي به رامنځ ته کيږي.» نوموړي دغه راز زياته کړه: «په دې برخه کې زموږ تصورات په بشپړه توګه عملي شوي دي.»
د شتيګنر په وېنا، د پناه غوښتنې د سياست په تړاو په شويو توافقاتو کې، آلمان ته د بشردوستانه مهاجر په توګه د راغليو ۱۸۰ تر ۲۲۰ زرو پورې مهاجرو موضوع په خپل حالت پاتې ده. دغه موضوع، د ائتلافي حکومت د جوړيدا په لمړنيو بحثونو کې هم يوه له مهمو موضوع ګانو څخه وه. د سوسيال دموکرات ګوند دغه استاځی وايي چې دغه موضوع له سره جمله بندي کيږي او زياتوي چې دا ارقام د انتظاراتو ښکارندويي کوي نه د يوه نهايي شمير.
رالف شتيګنر د نوي ائتلافي حکومت د جوړيدو په مذاکره کوونکې ډله کې د سوسيال دموکرات ګوند استاځیانځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz ورته مطالب:
په آلمان کې د ائتلافي حکومت پر سر خبرې د مهاجرت پر سر د مخالفت له کبله وځنډیدې
آلماني ګوندونه د مهاجرت سياست په اړه څه دريځونه لري؟
د آلمان پارلمان د پناه غوښتني سخت قانون تصویب کړ
د نوي ائتلافي حکومت د جوړيډو په بحثونو کې يوه مهمه مسئله د پناه غوښتونکو د کلنۍ نهايي شميرې تعينولو موضوع وه، کوم چې د سوسيال او مسيحي دموکرات اتحادي ګوندونو له خوا يې وړانديز شوی وو.
رالف شتیګنر پر هغه څه نيوکه کوي چې ويل کيږي «ګواکې سوسيال دموکرات ګوند د نهايي شمير تعينول منلی دی» هغه وايي: «مونږ داسې يو څه نه دي منلي». د «اس.پې.دې» ګوند د رئيس دغه مرستيال زياته کړې: « د آلمان دموکرات او مسيحي سوسيال اتحادي ګوندونه يا(سي.دي.يو) او (سي.اس.يو) رهبرۍ دا ځل منلې ده چې په دې تړاو د هغو ناسمو اطلاعات څخه به ډډه کوي کوم چې لګښت يې (اس.پې.دې) له خوا پرې کيږي.»
تر دې مخکې د انګلا مرکل د (سي.دي.يو) ګوند ائتلافي شريک (سي.اي.يو)، د ابتدايي خبرو اترو له ختميدو وروسته ويلي وو چې د نهايي شميرې د تعينولو په موضوع کي يې خپله غوښتنه عملې کړې ده. په عين وخت کې د (سي.اس.يو) سکرتر جنرال اندرياس شوير هم د جمعې ماښام تر مذاکراتو وروسته وويل چې، «موږ ډیر راضي يو». هغه د (اس.پې.دې) ګوند د استاځي رالف شتیګنر په اړه څه ونه ويل.
پر ورته موضوع يو انځوريز البوم:
په آلمان کې د ائتلافي حکومت په سر خبرې اترې ډېرې اوږدې شوې. اصلي ستونزه اوس د سوسيال دموکراتانو په منځ کې راغلی درز دی. په دغه انځوريز راپور کې د حکومت جوړولو په سر روانې ناندرۍ تشريح شوې دي. انځور: Getty Images/AFP/P. Stollarz د سوسيال دموکراتانو مهمه پرېکړه نن (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۲۱مه) د آلمان په بن ښار کې د سوسيال دموکرات ګوند يوه ځانګړې کنګره نيول شوې ده. هغه د ټول آلمان په سطح د حکومت د جوړېدلو پر بهير باندې تاثير لري. که سوسيال دموکراتان له ازمايښتي خبرو اترو وروسته اوس د لوی ائتلاف په سر خبرو اترو ته مثبته رايه ورکړي، به د حکومت جوړېدلو په لور لاره هواره شي. په انځور کې دغې کنګرې ته چمتووالی ليدل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld سوسيال دموکراتان په دې ترتيب د ازمايښتي خبرو اترو پايلو ته مثبته يا منفي رايه ورکوي. په دې به د ائيتلافي حکومت د جوړولو په سر خبرو اترو ته لاره هواره يا بنده شي. په انځور کې د سوسيال دموکرات ګوند مشر، مارتين شولڅ د سوسيال دموکراتانو له نوي شعار سره ليدل کيږي: «دا زموږ لاره ده: عصريتوب او عدالت». خو آيا دغه لاره به نوي حکومت ته هم ورسيږي؟
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler په ګوند کې دننه هم اختلافات موجود دي. کېوين کوينرت ۲۹ کلن او د ځوانو سوسيال دموکراتانو مشر دی. هغه د سوسيال دموکراتانو او اتحادي ګوندونو تر منځ د لوی ائيتلاف د جوړېدلو مخالف دی. د هغه په نظر بايد سوسيال دموکراتان په اپوزيسيون کې پياوړی موقف خپل کړي.
انځور: Imago/R. Zensen د راينلنډ فلڅ آيالت صدراعظمه، مالو دراير، اوسمهال په خپل ګوند کې يوه تر ټولو محبوبه مخکښه سياستواله ده. هغې لومړی د لوی ائيتلاف جوړېدلو ته د شک په سترګه کتل، خو اوس ورڅخه په زغرده ملاتړ کوي. هغه له خپل ګوند څخه دغه غوښتنه لري: «موږ بايد حقيقت ته مخامخ وګورو.»
انځور: picture alliance/dpa/A. Arnold د سوسيال دموکراتانو په تېره ځوان او چپي افکار لرونکي غړي لوی ائيتلاف ته د شک په سترګه ګوري. ټول واک اوس له ۶۰۰ استازو او ۴۵ تنو د ګوند د مشترتابه له غړو سره دی. که هغوی نورې خبرې رد کړي، بايد بيا په آلمان کې پارلماني انتخابات راوغوښتل شي. د تازه ټولپوښتنو له مخې ښايي دغه ګوند په بيا ځلو انتخاباتو کې لا کمې رايې تر لاسه کړي.
انځور: picture-alliance/dpa نورې ازمايښتي خبرې اترې هم ناکامه شوې دي د لوی ائيتلاف له مفکورې مخکې اصلي هيله دا وه چې اتحادي، ليبرال دموکرات او زرغون ګوندونه به ښايي د جمايکا په نوم ائيتلاف جوړ کړي. خو دغه ازمايښتي خبرې اترې هم د ليبرالانو له کبله ناکامه شوې. د «جمايکا ناکامي» په نوم لغت د ۲۰۱۷ کال د غوره لغت او ترکيب په توګه هم وټاکل شو.
انځور: picture alliance / Frank Rumpenhorst/dpa شولڅ به د سوسيال دموکراتانو مشر پاته شي؟ ډېری کتونکي داسې انګېري چې د لوی ائتلاف د جوړولو په سر د خبرو اترو پيلول يا ردېدل د سوسيال دموکراتانو د مشر، مارتين شولڅ، پر سياسي برخليک باندې هم تاثير لري. دا په دې معنی چې که سوسيال دموکراتان له اتحادي ګوندونو سره نورې خبرې اترې رد کړي، به شولڅ هم ښايي استعفا ورکړي او د ګوند له مشرۍ څخه به لاس په سر شي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Stollarz