په نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، شیکاګو او د امریکا متحدو ایالاتو په نورو ښارونو کې په سونو کسانو د ولسمشر دونالد ترمپ د هغې پرېکړې پر ضد مظاهرې وکړې چې په پایله کې یې یو پروګرام چې د ماشومانو په توګه راغلو غیر قانوني کډوالو ته په امریکا کې د پاتېدو اجازه ورکول کیږي، پای ته رسیږي.
دغه پروګرام د «DACA» په نوم یادیږي چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا رامنځ ته شوی وو. دغه پروګرام هغو کسانو ته چې د ماشومانو په توګه امریکا متحدو ایالاتو ته راوستل شوي ول، په دې هیواد کې د پاتېدو او کار اجازه ورکوي.
اوباما په ۲۰۱۲م کال کې دغه قانون د تقنیني فرمان پر اساس رامنځ ته کړ. تر دې مخکې هغه د کانګرس له خوا د مهاجرت په برخه کې د اصلاحاتو رامنځ ته کیدو غوښتنه هم کړې وه، خو دغه څه په عمل کې و نه شول.
د ترمپ ټاور مخکې ته مظاهرې
د ولسمشر ترمپ د دغه فرمان تر صادریدو وروسته، د مهاجرو د حقونو یو شمیر فعالانو په منهاتن کې پنځم سړک چې ترمپ ټاور ته رسیږي، بند کړ. پولیسو تر دې وروسته تر لسو ډیر فعالین ونیول، لاسونه ولچک کړل او له سیمې یې بل ځای ته ولیږدول.
په لاس انجلس کې هم پولیس اړ شوي دي چې څو ډیر ګڼه ګوڼه واټونه وتړي څو مظاهره کوونکي ترې تیر شي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې پروګرام د بندولو د پریکړې پر ضد پراخ غبرګونه شوي دي. ډیرو دیموکراتانو او سوداګرو چې د دغه پروګرام ملاتړ یې کړی وو، نوې پریکړه غندلې ده.
په کانګرس کې د دیموکراتانو مشر ننسي پلوسي، د ترمپ دغه پریکړه شرمناکه او سیاسي بزدلي، بللې ده. د مکسیکو ولسمشر هم په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې هیواد به یې په مکسیکو کې د هغو زیږدلو ځوانانو تر څنګ ودریږي چې د دې پروګرام په واسطه اغیزمن کیږي.
ترمپ له خپلې پریکړې دفاع کړې
خو ولسمشر ترمپ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې هغه هیڅ لیوالتیا نه لري چې د والدینو د اشتباهاتو جزا هغو ماشومانو ته ورکړي چې اوس ځوانان شوي دي. هغه په عین حال کې ټینګار کړی دی چې د دغې پریکړې عملي کول ځکه اړین دي، چې امریکا متحد ایالات د قانون هیواد دی.
خو پخواني ولسمشر بارک اوباما بیا دغه پریکړه «ظالمانه» بللې ده. هغه ویلي دي: «راځئ چې روښانه خبري وکړو، ننی کار د قانون له مخې اړین نه دی. دا یو سیاسي پریکړه او په اخلاقو پوري تړلې موضوع ده.»
اوباما ټینګار کړی دی چې د مهاجرت د سیاست په پایله کې باید داسې په زرونو کسان بې سرنوشته نه شي چې امریکا ته راتلل یې خپله پریکړه نه ده او دلته په دې هیواد کې کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي.
زموږ له ارشيف څخه:
د ترمپ د فرمان پرضد د امريکا په هوايي ډگرونو کي مظاهرې
د امريکا په بېلابېلو هوايي ډگرونو کي د ترمپ د فرمان پرضد اعتراضونه وسول. د دغه فرمان له مخي امريکا ته د ۷ هيوادونو د وگړو ورتگ ځنډول سوی دئ. پر دې سربيره د پناه غوښتونکو منل هم ځنډول سوي دي. انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle د امريکا په بېلابېلو هوايي ډگرونو کي په سونو فعالانو د دونالد ترمپ د فرمان پرضد اعتراض وکړ.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ د جمعې په ورځ ماښام د يوه اجرايي فرمان په لاسليکولو سره سخت محدوديتونه رامنځ ته کړل. د هغه په خبره په دې سره به دغه هيواد ته د «افراطي تروريستانو» د ننوتلو مخنيوی وسي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle د دغه فرمان له مخي به امريکا متحدو ايالاتو ته درې مياشتي د ۷ هيوادونو وگړي نه سي ننوتلای. دغه راز امريکا ته ۹۰ ورځي د نورو ۷ اسلامي هيوادونو د وگړو ورتگ هم منع سوی دئ.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle دغه راز د امریکا د جمهوررئيس د دغه فرمان له مخي تر امرثاني پوري د سوريې هيڅ پناه غوښتونکي به په امريکا متحدو ايالاتو کي ونه منل سي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle پر دې سربيره د ۱۲۰ ورځي له پاره د نورو هيوادونو پناه غوښتونکي هم امريکا ته ننوتلای نه سي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle د شنبې په ماښام د نيويارک يوې محکمې په يوه بېړني حکم سره له امریکا متحدو ايالاتو څخه د بېگانه وگړو ايستل موقتي ممنوع کړي دي. دغه حکم د هغو کسانو له پاره دئ چي د دونالد ترمپ په فرمان سره ځيني وگړي د دغه هيواد په هوايي ډگرونو کي د ورننوتلو پرمهال بند پاته سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/Bryan R. Smith د محکمې د يوې قاضۍ مېرمن آن دانلي، له حکم سره سم هيڅوک اجازه نه لري، څو هغه څوک اخراج کړي چي د امريکا په وېزه دغه هيواد ته راځي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle مېرمن دانلی په دې حکم سره په امریکا کي د مدني حقونو د ځينو سازمانونو شکايتونه موجه بللي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle د قاضۍ استدلال دا دئ چي خپلو هيوادونو ته ددغو کسانو بيرته لېږل کيدای سي «د پام وړ زيانونه» ولري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle خو مېرمن دانلی په دې اړه چي د ترمپ دغه فرمان د امريکا متحدو ايالاتو له قانون څخه سرغړونه ده، حکم نه دی صادر کړی. پتېيل سوې ده چي دغه محکمه به په فيبروري مياشت کي بيا سره کښېني.
انځور: picture alliance/AP Photo/Jae S. Lee په امریکا کي د مهاجرو په برخه کي يوه وکيل ځينو رسنيو ته ويلي دي چي د هغو کسانو فېسبوک پاڼي هم کتل سوي دي چي د ترمپ له فرمان سره سم په هوايي ډگرونو کي بند پاته دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle د اينديپندنت ورځپاڼي د راپور له مخي د امريکا سرحدي مسئولان په هوايي ډگرونو کي د ورننوتونکو کسان فېسبوک پاڼي د هغوی د سياسي درځ په موخه گوري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle د مهاجرو چارو يوې وکيلي اينديپندنت ورځپاڼي ته ويلي دي چي دا خبره ده چي امریکا ته حتی د داسي کسانو د ننوتلو مخنيوی سوی دی چي گرين کارت، اقامت او د کار اجازه ئې لرله.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle هغې دغه وضعيت ډېر «دردوونکی» بللی. په امریکا متحدو ايالاتو کي د مهاجرو په برخه کي څو سازمانونو او د مدني آزاديو اتحاديې (ACLA) د دوو عراقیانو چي په امریکا کي د اقامت اجازه لري، پر ترمپ باندي دعوی کړې. د دغو دوو عراقيانو يو ئې د دولت کارکوونکی دی. دغه دواړه عراقيان د نيويارک په جان اف کندي هوايي ډگر کي د ترمپ د فرمان له مخي نيول سوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle