د مهاجرواو یونان ساحلي ځواک د کښتیو په ټکر کې ۱۵ تنه وژل سوي
۱۴۰۴ بهمن ۱۵, چهارشنبه
لکه څنگه چې ځايی ساحلي ساتونکو خبر ورکړی دی، دغه ناوړه پیښه د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۳) په اگیوس کې د خیوس د ټاپو مخې ته رامنځته سوې ده.
چارواکو رویترز خبري آژانس ته ويلي دي چې قاچاقچیانو خپله کښتۍ د گزمې د کښتۍ خواته وگرځوله چې له امله یې دغه پیښه رامنځته سوه.
له هغې کښتۍ څخه چې د ترکیې له نږدې ساحل څخه راغلې وه، مخکې له دې غوښتل سوې وه چې بیرته وگرځي. د دغه ټکر د رامنځته کیدو اصلي علت لا په خپلواکه توگه نه دی معلوم سوی.
د ساحلي ساتونکو په خبره، ژغورونکې عملې وکولای سول ۲۵ مهاجر وژغوري. خو یوې ښځې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د عیني شاهدانو په خبره په دغه ربړي کښتۍ کې څه ناڅه ۳۰ تر ۳۵ مهاجر سپاره ول. په دغه پیښه کې د ساحلي ساتونکو دوه مامورین هم زخمیان سوي دي چې روغتون ته انتقال سول. د قربانیانو هوئیت لا تراوسه معلوم نه دی. د پیښې په سیمه کې لا د ژغورنې عملیات ادامه لري.
یونان له منځني ختیځ، افریقا او آسیا څخه اروپايي ټولنې ته د مهاجرو د ننوتو تر ټولو مهم هدف دی. له هغه وخته چې محافظه کاره حکومت په ۲۰۱۹ کال کې واک ترلاسه کړ، نوموړی هیواد د سرحدي کنټرول کچه ډیره لوړه کړې ده. آتن له مهاجرو سره د چلند له امله له نړیوالو انتقادونو سره مخامخ دی.
په ۲۰۲۳م کال کې د یوې کښتۍ د چپه کیدو له امله، پس له هغه په سلونو کسان مړه سول، چې د عیني شاهدانو په حواله ساحلي ساتونکو هڅه کوله دغه کښۍ راکش کړي. سربیره پردې په تکرار سره په پوله کې د غیرقانوني بیرته لېږلو په هکله هم رپوټونه موجود دي. د یونان حکومت د بشري حقونو د سرغړونو تورونه ردوي.