د اتریش د کورنیو چازو وزیر ولفګنګ زوبوتکا، د پنجشبنې په ورځ (د سپټمبر میاشتې۱۳ ) د «دي ویلټ» رسنۍ ته ویلي دي چې دلته باید «موږ د مهاجرو د چټک ستنولو له پاره یو روښانه تجدید نظر او شرایط ولرو». زوبوتکا زیاته کړې ده : «تر څو پورې چې اروپا ته د رسیدلو له پاره د سمندري ژغورنې او دې ته مترادفې امکانات موجود وي، یونان او ایټالیا ته به د انسانانو د هجوم د راتګ مخه ونه نیول شي.»
زوبوتکا، دي ولټ ته ویلي دي: «د فرونټکس ماموریت پراخول، پر سم لور لومړنې ګام دی چې باید نور تعقیب شي، څو د اروپایې اتحادیې له بهرنيو سرحدونو څخه مو په سمه توګه ساتنه کړې وي.»
د هغه په خبره برخلاف داسې حالتونه هم وي چې ځيني مهاجر چې د پناه غوښتني له پاره قانع کوونکي دلایل هم نه لري، نه شي کیدای خپل هیواد ته بیرته واستول شي.
د اروپایې اتحادیې د کورنیو چارو وزیران غواړي چې نن د پنجشنبې په ورځ په لوکزامبورګ کې د مهاجرو د کړکیچ له امله د سرحدونو د خوندي ساتول او تروریستي ګواښونو په هکله سلا مشورې وکړي.
د دې ترڅنګ د (EBCG) په نوم د اروپایې سرحدونو او ساحلونو د ساتنې نوی ماموریت چې د رواني میاشتې له پیل راهیسې شروع شوی دی د تدریجي پراخونې موضوع هم مطرحه ده. سربیره پر دې چارواکي به د پناه غوښتني پر اروپایې سیستم هم بحث او خبرې وکړي.
د اروپایې کمېسيون هغه وړاندیز شخړه ایز دی چې له مخې یې د اروپایې اتحادیې له یوه غړي هیواد څخه چې کډوال ورته په لومړي سر کې داخلیږي، د یوې متناسبې سهمې له مخې په اوتوماتیک ډول پر نورو غړو هیوادونو وویشل شي. همدارنګه هغه هیواد چې د مهاجرو له منلو څخه انکار کوي باید نقدي جریمه ورکړي.
سربیره پر دې د مهاجرو د کړکیچ په برخه کې له افریقایې هیوادونو سره د ګډې همکارۍ موضوع هم مطرحه ده. د دې تر څنګ ددغې غونډې یوه بله موضوع په یونان کې د مهاجرو نامناسب وضعیت دی، په ځانګړي توګه د دغه هیواد په ټاپوګانو کې چیرې چې پناه غوښتونکي خپل نومونه ثبتوي او د خپلو دوسیو په هکله د پریکړي تر وخته پورې هم هلته پاتيږي.
اروپا ته مهاجرت
پخوانی زندان اوسنی مهاجر کمپ
شازیه لطفي ۱۹ کلنه ده او په زندان کې ده. هغې کوم جرم نه دی کړی، بلکې مهاجره شوې ده. د هغې سر پنا په هالند کې یو پخوانی زندان دی، چې نور د زندان په توگه کارول کیږي. د اې پي خبریال محمد محسن د ځینو انځورونه راښيي. انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen یو کټ، دوې چوکۍ او د موسیقۍ یو کیبورډ دوی له افغانستان څخه راغلي دي. ۲۷ کلن حامد کریمي او د هغه ۲۵ کلنه میرمن فرشته راحیمي د هالنډ په هارلیم کې د زندان په کوټه کې اوسیږي. له دغه زندان څخه نور د زندان په توگه نه، بلکې د مهاجرو د استوگنځای په توگه کار اخیستل کیږي. هغه کیبورډ غږوي او موسیقي اوري. موسیقي، جگړه نه. خو دا چې هغوی به په اروپا کې پاته شي او که نه، معلومه نه ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen د دروازې تر څنگ بله دروازه او وړاندې لږه رڼا د هالنډ په هارلیم کې په لومړي نظر کې زندان دغه ډول ښکاري. څو سوه مهاجر دغه ځای ته د اوسیدو له پاره راوستل شوي دي. له هغوی څخه یو تن ايرانی ۲۵ کلن رضا احسان دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen که څه هم دغه ودانۍ د یادگاري میراث برخه ده او په دغه ځای کې د خلکو ښه پالنه کیږي، خو یو زندان یوازې زندان وي. دغه څه په انځور کې هم صدق کوي. پر دې سربیره په انځور کې کیڼ اړخ ته ۳۶ کلن محمد بن سلیم چې له الجزایره راغلی او ۲۲ کلن امیني اوشي چې د لیبیا هیواد ده هم لیدل کیږي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen د کوټې په خوله کې یو پیاله چای افغان مهاجر سیرت الله حیات الله د یوې کوټې یا سلول مخې ته چای څښي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen یوازې ښځې، په یوه جلا برخه کې دي. د اسوشیتد پرس عکاس د یوې سومالیایي ښځې انځور اخیستی دی. ایاوا محمد ۴۱ کلنه ده او دلته د نورو ډېرو میرمنو په شان یوې نامعلومې راتلونکې په انتظار ده. هغې په خپل ټاټوبي کې تاوتریخوالی تر خپل شا پریښی دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen افغانستان، سومالیا، عراق... د هالنډ په پخواني زندان کې کوچنۍ نړۍ هغه څه ښيي، چې په اروپا کې د «کډوالو د کړکیچ» په نامه یادیږي. د نړۍ د کړکیچ ځپلو سیمو خلک په دغه ځای کې اوسیږي. ۲۴ کلن یاسر حاجي او د هغه ۱۸ کلنه میرمن له عراق څخه راغلي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen مهاجر دلته بیا هم په منظمه نړۍ کې ژوند کوي. جگړه، گډوډي او غیر منظموالی نه شته، بلکې برعکس د کالو پریمنځلو یو سالون چې زیاترو یې په خپل هیواد کې ترې استفاده نه کوله.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen دغه کس نه غواړي چې نوم وښيي او نه یې پوره څیره ولیدل شي. د هغه دلیل هم جنس بازي ده. هغه مراکشی دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen فاطمه حسین چې ۶۵ کاله عمر لري په دغه کمپ کې یوه له هغو زیات عمر لرونکو مهاجرو څخه ده چې د اسوشیتد پرس عکاس پیژندلې ده. هغې عکاس ته د خپلې کوټې د لیدو اجازه ورکړې او آن د دې اجازه چې د لمانځه پر مهال یې انځور واخلي. هغه د عراق ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen ۴۰ کلن ناران بتر، له منگلویا څخه راغلی دی. هغه د باسکټبال لوبه کوي. د دغه سرپنا اداره کوونکي او پالونکي د انسانانو آزاد ژوند ته د مخه کولو هڅه کوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen