د برلین ښاروال «دې وېلت» په نامه ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل باید د مهاجرو د ادغام له پاره لا زیاتې هڅې وکړي. هغه د داسې یوې پالیسۍ غوښتنه کړې چې کار ورکړي.
انځور: Reuters/F. Bensch
اعلان
د آلمان د پلازمېنې برلین ښاروال میشایل مولر «دي وېلت» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «انګلا مېرکل باید هر څه ژر د ادغام یوه داسې پالیسي جوړه کړي چې د عملي کیدو امکانات یې وي، خو په دې هکله تر اوسه هیڅ کار نه دی شوی.»
هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې فدرالي حکومت تر اوسه د کړکیچ په کابو کولو کې بوخت دی خو په وینا یې د ادغام په پروسه کې پاتې راغلی دی.
مولر د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند غړی دی چې په حکومت کې د مېرکل د مسیحي دیموکرات ګوند سره په ائتلاف کې شامل دی.
د برلین ښاروال له فدرالي حکومت څخه وغوښتل چې د ښوونکو، ژباړونکو او د ادغام په اړه مشوره ورکوونکو کسانو ته روزنیز پروګرامونه برابر او تمویل کړي.
له مهاجرو سره د چلن له کبله د برلین ښار اداره تر سختو نیوکو لاندې راغلې ده او په دې هکله تیره میاشت نیویارک تایمز ورځپاڼې د «ګډوډ هرکلي» تر نوم لاندې یو رپوټ خپور کړی وو چې آلمان کې هم په پراخه کچه خپور شو.
د برلین ښار پر چارواکو [او ادارې] دا تور لګول شوی چې په دې ښار کې مهاجر دې ته اړ کیږي چې د ثبتیدو له پاره څو ورځې او یا هم څو اوونۍ انتظار وباسي خو مولر بیا د دې ښار د چارواکو څخه دفاع وکړه.
مولر وایي چې برلین په اروپا کې تر هر بل ښار څخه ډیرو مهاجرو ته ځاې ورکړی دی او يوازې سږ کال یې ۷۰زره کسانو ته پناه ورکړې ده. خو سربیره پر دې هم هغه وايي چې حالاتو کې باید مثبت بدلونونه راشي.
د برلین ښاروال همداراز وايي: «موږ اضافي خیمي درولي دي او د اوونیو په اخرو ورځو کې [چې رخصتي وي] هم موږ نوکریوالان ګمارلي دي. موږ د استوګنځاې برابرولو او د نومونو د ثبت په پروسه کې ډیرې لاس ته راوړنې لرو او همداراز د مهاجرو ماشومان هم ښوونځیو ته لیږو.»
په اتن کې د مهاجرو ستونزي
هغه پناه غوښتونکي په یونان کې بند پاته دي چې په اصلي هیوادونو کې یې جګړه نشته. هغوی ته ۳۰ ورځې وخت ورکول کیږي چې خپل هیواد ته د بیرته تګ او یا هم د توربازار تر منځ یو انتخاب کړي.
انځور: DW/D. Cupolo
یونان ته رسیدلي مهاجر لا هم له ستونزو سره مخ دي
تر سختيو او د سیندونو پر خطرونو سربیره بیا هم د یونان پایتخت اتن ته نږدي پوریس بندري سیمې ته هره ورځ له دوو زرو څخه تر څلور زرو پوري کسان ځانونه رسوي. دې هیواد ته تر رسیدو وروسته مهاجر او کډوال ځان د دې هیواد له حکومت سره ثبتوي او هغوی ته ۳۰ ورځي وخت ورکول کیږي چې په دې موده کې یا له یونان څخه ووځي او یا هم په دې هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.
انځور: DW/D. Cupolo
د یونان په اتن ښار کې بند مهاجر
د بالکان سیمي هیوادونه یوازي افغان، سوریایي او عراقي مهاجرو ته د دې هیوادونو له پولو څخه د تیریدو اجازه ورکوي او له همدې کبله د نورو هیوادونو مهاجر په یونان کې بند پاته دي او غواړي د ۳۰ ورځو په موده کې له دې هیواد څخه ووځي. ډیر شمیر کډوال د اتن ښار په یو لوبغالي کې استوګن دي چې هڅه کوي د قاچاقبرانو په مرسته ځان د اروپایي اتحادیې نورو غړو هیوادو ته ورسوي.
انځور: DW/D. Cupolo
د انساني قاچاقبرانو ګرم بازار
ویکتورس څلورلارې د یونان په اتن ښار کې د انساني قاجاقبرانو مرکز ګرځیدلی دی او د پیسو په بدل کې دا قاچاقبران په جعلي اسنادو جوړولو سره مهاجر د اروپایي اتحادیې نورو غړو هیوادونو ته رسوي. تیره اونۍ له یونان څخه تر اتریش پورې د قاچاقبرانو له خوا د لاري کرایه ۱۵۰۰ یورو وه. خو اوس ځینې قاچاقبران تر سربستان پوري له مهاجرو څخه ۲۰۰۰ یورو اخلي.
انځور: DW/D. Cupolo
د سوریایي تابعیت دعوی
د هرې ورځي په تیریدو سره په یونان کې د بندي پاتو مهاجرو او کډوالو رسمي وخت هم کمیږي. له دې ډلې څخه ډېر یې د ایران او مراکش هیوادونو دي. دوې د لوږي مظاهرې کوي او ځینې یې بیا لیسبوس ټاپو ته ځي او هلته وايي چې له سوریي څخه دي. بیجان مرتضوي چې له ایرانه راغلی دی وایي څلور ملګري یې اوسمهال په لیسبوس کې دي او ځان په غلط نوم ثبتوي.
انځور: DW/D. Cupolo
اضطراري استوګنځایونه
د یونان د مهاجرت چارو وزیر وویل چې دا ستدیوم چې اوسمهال مهاجر پکښې اوسیږي د دیسمبر میاشتې پر ۱۶ نیټه خالي کیږي خو هغه دا و نه ویل چې دا مهاجر به چیرته انتقالیږي.
انځور: DW/D. Cupolo
ناروغۍ او نوي کمپ ته تګ
په دې لوبغالي کې استوګنو مهاجرو له پاره به دوم ځل وي چې ځاې یې بدلیږي، ځکه ډیر مهاجر له مکدونيا سرحد سره نږدي له ادومیني سیمې څخه دې لوبغالي ته راوستل شوي وي. له یو ځاې څخه بل ځاې ته تګ د ناروغیو لامل هم شوی دی.
انځور: DW/D. Cupolo
په اصلي هیواد کې له ژوند څخه ناهيلي
خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې دې لوبغالي ته ولاړ شي خو د لوبغلي وړاندي ډیر خلک له کمرو سره ولاړ وي. له مراکش څخه یو مهاجر وايي: «موږ ښه ژوند او کار غواړو. مراکش له نشه يې توکو او مافیا څخه ډک دی. موږ هغه شان ژوند نه غواړو.»
انځور: DW/D. Cupolo
غلط معلومات
د یکشنبې په ورځ د دې سیمې یو چارواکي وویل چې له مکدونيا سره به خبري وکړي، څو خپلي پولې پرانيزي او له همدي کبله ځیني کورنیو د دې هیواد پر لور مزل پیل کړ خو له خپلو ماشومانو سره په یخنیو کې بند پاته شول.
انځور: DW/D. Cupolo
په اتن ښار کې یوازي
د پولیسو او اصلي هیواد ته د بیا استولو له ویري ځیني مهاجر خپل ملګري او د کورنۍ غړي په اتن ښار کې یوازي پرږدي او خپله نورو هیوادو ته ځي. د سوریي دغه معیوب مهاجر هم له خپلو ملګرو او کورنیو څخه جلا شوی دی.
انځور: DW/D. Cupolo
اوږدمهاله د حل لاره
د یونان ښار له ځینو کمپونو څخه مهاجر ایستل کیږي چې مهاجر یې اندیښمن کړی دي. ماشومان، ښځینه او نارینه د اروپا په یخنیو کې د سختیو شپې سبا کوي او له اروپایي اتحاديي غواړي چې ستونزو ته یې د حل لاره پیدا کړي.