د آلمان صدراعظمي انګېلا مېرکل د مهاجرو له پاره د خپل سياست په تړاو د خپلو ګوندي منتقيدينو سره تفاهم وکړ. د ګوند په کنګره کي به اوس د «پام وړ» مهاجرو د شمېر کمولو غوښتنه وسي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Kienzle
اعلان
د آلمان د ائتلافي حکومت د مسيحي ديموکرات اتحاد ګوند (CDU) يو شمېر سياستوال د انګېلا ميرکل د مهاجرو له سياست څخه ناخوښه وه. د بېلګي په توګه د آلمان د زاکسن انهالت ايالتي لومړي وزير راينر هسل اوف او په همدې شان د ياد ګوند د ځوانانو څانګي غوښتنه کوله چي د مهاجرو په سياست کي دي بدلون راوستل سي.
يادو اړخونو په زياته بيا دا غوښتنه کوله چي و آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره دي «حد» وټاکله سي او تر هغه دي زيات پناه غوښتونکي نه منل کيږي.
خو د دغه ګوند رئيسي او د آلمان صدراعظمي انګېلا ميرکل نه غوښتل چي آلمان د پناه غوښتونکو د منلو له پاره «حد» وټاکي. د هغې په وينا داسي یوه پوله به د آلمان له اساسي قانون سره په ټکر کي وي.
پر دغه مسوده بايد استازي رايي واچوي او هغه ومني. خو د دې له پاره چي د مهاجرو د سیاست په تړاو د ګوند دننه د نظر دغه اختلافات رابرسېره نه سي، له کنګرې څخه يوه ورځ تر مخه بيا هڅي پېل سوې چي دغه مسوده د يو تفاهم په ترڅ کي بدله کړله سي.
د دغه ګوند مشرتابه بالاخره په رشتيا هم په دغه مسوده کي په هغو برخو کي تغير راوړ چي د لانجې سبب ول.
له ډېر انتظار سره غوسه هم ډیریږي
له هغه راهیسي چې مقدونیا له یونان سره خپل سرحد تړلی دی نو په زرونو مهاجر هلته بند پاته دي. له همدې کبله د هغوی په منځ کی آخ او ډب هم زور اخیستی دی. له آتن څخه مرستندویه ټولنې اوس د مرستې غوښتنه کوي.
انځور: DW/D. Cupolo
ایدومیني ته د کډوالو رارسیدل
حسن او محمد چې دواړه ورونه دي او له پاکستان څخه راغلي، د کثافاتو د یوې کڅوړې په واسطه هڅه کوي چی ځان ته اور بل کړي. مقدونیا، صربستان او سلوانیا یوازې هغو کډوالو ته د وړاندې تگ اجازه ورکوي چې له افغانستان، عراق او یا هم سوریې څخه راغلي وي. له همدې کبله ډیر کډوال د یونان په ایدومیني سیمه کې بند پاته دي. دلته د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کسانو پورې ژوند کوي.
انځور: DW/D. Cupolo
د باندې په سړه هوا کې
که څه هم د بې سرحده ډاکټرانو په نامه مرستندویه سازمان د ۲۰۰۰ انسانانو له پاره لویې او گرمې خیمې برابری کړي دي خو د نوموړي سازمان د مشر انتونیس ریگاز په حواله بیا هم د زرو تنو په شا او خوا کې مهاجر مجبوره دي چې د باندې بیده سي. هغه زیاتوي چې د دولت څخه مو د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه، څو خپلې مرستې دوه برابره کړو، خو تر اوسه مو کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.
انځور: DW/D. Cupolo
هیڅ ډول ملاتړ نه سته
له مراکش څخه یو تنکی ځوان د ټولو کډوالو له پاره د پولې د بیرته پرانیستو په هیله دی. خو د ریگاز په حواله دا کار ناممکنه دی. هغه وایي چې موږ غواړو دولت خپل استازی دغه ځای ته راواستوي، څو نوموړی حالت اداره او مرستې تر سره کړي. ریگاز زیاتوي چې په اوسمهال مرستندویه سازمانونه حالات کنترولوي، په داسي حال کې چې دا د دولت دنده ده.
انځور: DW/D. Cupolo
د تابیعت پر اساس جلا کول
په اوس وخت کې هره ورځ په زرونو سوریایان، عراقیان او افغانان اجازه لري چې مقدونیا ته سفر وکړي. هغه کسان چې اجازه نه لري، ډیر په غوسه دي. له بنگله دیش څخه ۳۲ کلن شایمال ربیع وایی چې «موږ نه غواړو اروپا ته غیرقانوني سفر وکړو . موږ غواړو هلته په قانوني توگه ولاړ سو، موږ هم انسانان یو او له انسانی حقونو څخه برخمن یو. » د هغه په خبره کله چې له دغو درو هیوادونو انسانان اجازه لري نو دوی یې هم باید ولري.
انځور: DW/D. Cupolo
د کډوالو تر منځ شخړې
دغه ډول ناوړه حالت د عصبانیت سبب هم گرځي. په وار وار سره په ایدومیني کې د هغوی ترمنځ نښتې او وهل او ټکول کیږي. له نیپال څخه راج وایي چی یوه ایراني د شخړې پر وخت دی وواهه. تیره جمعه د یوه مرستندویه سازمان ډاکټرانو د شمالي افریقا د دوو مهاجرو چې ټپیان شوي ول درملنه وکړه. په ځانگړې توگه د ډوډوۍ د ویشلو پر مهال دغه ډول نښتې رامنځته کیږي.
انځور: DW/D. Cupolo
سوله ییزه مظاهره په زورزیاتي واوښته
تیره اوونۍ د غذایي اعتصاب له امله ځینو کډوالو خپلی شونډې وگنډلې. خو وروسته بیا یوه سوله ییزه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته. د پراکسیس، په نامه له مرستندویه سازمان څخه فاتیني وایي چې دغه نښتې د مقدونیا له پولیسو سره رامنځته سوې، خلک عصباني دي. هغوی له دوو اونیو راهیسې حمام لا نه دی کړی، ځینې یې آن د ورځې الکهول هم چښي.
انځور: DW/D. Cupolo
اضطراري حالت
په ایدومیني کی د UNHCR د ادارې مشر الکساندروس وایي چې د ۳۰ دقیقو په جریان کې گډوډوي رامنځته سوه، خو وروسته بیرته آرامي سوه. هغه زیاتوي موږ نه سو کولای هر څه پلان کړو. دا یو استثنایی حالت دی. موږ هڅه کوو چې د انسانانو ساتنه وکړو او مهاجر دې ته وهڅوو تر څو آتن ته ولاړ سي، چیرې چې د هغوی له پاره د المپیا په ستودیوم کې سرپناوې برابرې سوي دي.
انځور: DW/D. Cupolo
«هغوی غواړی موږ جنگ ته واستوي»
رامي الطاهرې له یمن څخه دی. دغه ۲۲ کلن په خپل گرځنده تیلیفون کی د صنعا بمبارد سوی ښار راښیي. هغه له ۱۱ تنو خپلو نورو هیوادوالو سره دلته راغلی دی. دوی مجبوره سوي ول چې د حوثي یاغیانو سره یوځای سي. نوموړی وایي : «هغوی غواړي چی موږ بیرته جنگ ته ولاړ سو. خو موږ جنگ نه کوو، سعودیان به موږ ووژني. موږ به دلته تر هغو انتظار باسو چې سرحد بیرته پرانیستل سي.»
انځور: DW/D. Cupolo
نوی «کاله»
د یونان د یوې صنفي اتحادیې غړي پر کډوالو باندې مرستې ویشي. د هغوی په خبره که دوی دغه مرستې ژر تر ژره ونه ویشي، نو دلته به هم لکه د فرانسې «کالا» نومې سیمې په څیر ناوړه حالت رامنځته سي. مرستندویان وایي چې د دوی په نظر به دغه مرستې کافي نه وي. هغوی بیره لري چې کډوال ښایي د ژمي په یخنۍ کې نورو ځایونو ته ولاړ سي، ځکه چې انساني قاچاقبران ډیر فعاله دي.
د دغه مسودې په مرکزي برخه کي اوس راغلي: «موږ ژمن يو چي د اغېزمنو اقداماتو په مرسته د راتلونکو پناه غوښتونکو او مهاجرو په شمير کي د پام وړ کمښت راولو. ولي چي که د اوس په شان د اوږدې مودې له پاره د پناه غوښتونکو راتګ ادامه ولري نو حتی د آلمان په څېر يوه هيواد دولت او ټولنه به د خپلو امکاناتو پولو ته ورسوي او تر اوده وتل بي يې تر وس تېر سي.»
د اعلاميې پر مسوده د تفاهم رامنځ ته کېدو وروسته اوس د دغه ګوند د ځوانانو څانګي هم هغه غوښتنه بېرته اخيستې ده چي پر دغه موضوع يې د مېرکل د نظر خلاف په کنګره کي د بحث کولو غوښتنه کړې وه.