1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو راتګ نه، بلکې داخلي مهاجرتونو ډیر اندیښمن کړیو یو»

۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

له ۲۰۱۵م کال راپدیخوا په اروپا کې مهاجرت یو له مهمو سیاسي موضوعاتو څخه دی. خو د اروپایي شورا د یوې نوې څيړنې له مخې اروپایان دغې وچې ته د مهاجرو د راتګ د بهير په پرتله، نورو هیوادونو ته د اروپایانو مهاجرت انديښمن کړي دي.

Symbolbild Reisepass Ungarn Archiv
انځور: AP

د بهرنیو اړيکو له پاره د اروپایي شورا د ارزونې له مخې چې د دوشنبې په ورځ په بریتانوۍ ورځپاڼه «ګارډین» کې خپره شوې ده، بهرنیو هیوادونو ته د مهاجرت لړۍ، د ختیځ او سویلي اروپا د شپږو هیوادونو اوسیدونکي له بهرنیو هیوادونو څخه د مهاجرو د راتګ په پرتله، ډیر انديښمن کړي دي.

د رومانیي، هنګري، یونان، پولنډ او هسپانیي هیوادونو څخه په دې نظر پوښتنه کې ګډون کونکو کسانو ویلي دي چې د دوی له هیوادونو څخه بهر ته مهاجرت، د هغو کسانو په پرتله چې له بهر څخه دغو هیوادونو ته مهاجر کیږي ډیر اندیښمن کړي دي.

دغه دری واړه هیوادونه د نفوسو د شدید کمښت سره مخامخ دي. په تیرو ۱۰ کلونو کې د رومانیي نفوس ۱۰ سلنه کم شوی دی. د نظر پوښتنې په ترڅ کې په هسپانیي، ایټالیي او یونان کې پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې له هیواد څخه بهر ته د مهاجرت د کنترولولو د بهیر ملاتړ کوي.

خو سره له دې هم، د اروپایي اتحادیي په شمالي او لویدیځو هیوادونو کې بهر ته د خلکو د مهاجرت په پرتله، دغو هیوادونو ته د مهاجرو د راتګ بهیر په اړه اندیښنه زیاته شوې ده. د دغې نظر پوښتنې ۲۰ سلنه ګډون کونکو بهرنیو هیوادونو ته د مهاجرت او ۳۲ سلنو یې له بهرنیو هیوادونو څخه د مهاجرو د راتګ د بهير په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په وینا، په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د بحران له پيل راهیسې اوس اروپایي اتحادیي ته د مهاجرت بهیر ۹۰ سلنه کم شوی دی.

د اروپایي اتحادیي د پارلماني ټاکنو مهم موضوعات

د ۱۴ هیوادونو نږدې ۵۰ زره کسانو په دې نظرپوښتنه کې چې د «YouGov» له خوا ترسره شوې ده ګډون کړی وو. د اروپایي اتحادیي د پارلماني ټاکنو په درشل کې د دې نظر پوښتنې د ترسره کولو هدف، د هغو موضوعاتو معلومول وو چې په دغو هیوادونو کې یې د خلکو ذهنونه له ځان سره مصروفه کړي دي.

د دې ترسره شوې نظر پوښتنې په حواله، فساد او بډې اخیستنه، توکمپالنه، ترهګري او اقليمي تغیرات له هغو موضوعاتو څخه دي چې خلک یې انديښمن کړي دي. 

ش. ن/مهاجر نیوز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل