د " InfoMigrants" په نوم دغه پلتفورم چې په درو ژبو(انګلیسي، فرانسوي او عربي) وړاندي کیږي مهاجرو ته هر اړخیز اطلاعات رسوي. دا پروګرام د مهاجرت په برخه کې د وروستیو تحولاتو، پخپله خوښه د مهاجرو د بیرته ستنیدني او یا هم د نړیوالو موافقتنامو او تړونونو د بیلګې په توګه له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د موافقې په هکله د پوهاوي پروګرامونه په بر کې نیسي.
د دویچه ویله، د فرانسې بهرني رسنۍ (France Médias Monde) او د Ansa په نوم د ایټاليا خبري آژانس د آنلاين رسنیو دغه پروژه، د سویلي افریقا صحرایې هیوادونو، منځني ختیځ، افغانستان او پاکستاني مهاجرو ته معلومات وړاندي کوي.
درې رسنۍ، یوه موضوع
د دویچه ویله عمومي مشر پيتر لیمبورګ، د موند فرانسوي رسنۍ رئیس ماري کریستین رازګوسه او د ایټاليا د آنسا خبري آژانس مشر جوزپه کیربونه، په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي دي:
« د "InfoMigrants" پروژې د مفکورې تر رامنځ ته کېدو څو میاشتې وروسته، کله چې په لسونو زره کسان په مدیترانه سمندر او بالکان په مسیر کې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، انساني ناورين لا زیات شو. موږ پریکړه وکړه چې خپل مسلکي همکاري سره شریکه کړو او په عمومي ټولنیز کار سره د خلکو له پاره یو د باور وړ اطلاعاتي سرویس ته پراختیا ورکړو. د دغو اروپایې رسنیو همکاري یو بې ساری پرمختګ دی او د اروپایې اتحادیې کمیسیون له هم هغه پيل څخه د دې پروژې ملاتړ کوي.»
د دروغجنو داستانونو بربنډول
د دویچه ویله د پروګرامونو مشره ګرد مویر، وایې چې ټاکل شوې ده چې له دغو انلاين پروژو خپواک او مستقل اطلاعات وړاندي شي او د انساني قاچاقبرانو ناسم او د درواغو پر مبنا وړلاړي کیسې افشاء کړای شي. میرمن مویر، زیاتوي چې له مهاجرو څخه غوښتل شوي دي، څو خپل نظرونه وړاندي کړي او له خپلو تجربو څخه د بیلګې په توګه د انځورونو او ویډیوګانو په وسیله رپوټ ورکړي.
په هغو پروګرامونو کې چې دویچه ویله یې همدا اوس د تازه راغلو مهاجرو له پاره لري عبارت دي له: په آلماني او انګلیسې ژبو «په آلمان کې لومړني ګامونه»، په پښتو، دری او اوردو ژبو «اروپا ته مهاجرت»، او یا د آلماني ژبې د زده کړې پروژې.
د روان میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په دغو درو واړو بین المللي رسنیو کې په دې اړه پر دغو رپوټونو کار کیږي. د دغو دریو رسنیو آلماني، فرانسوي او ایټالیاوي تر منځ همکاري په اوس وخت کې د یوه کال له پاره په پام کې نیول شوې چې مالي امکانات یې د اروپایې اتحادیې د کمېسيون له خوا تامینیږي.
نور مطالب:
آلمان ته د نویو مهاجرو شمیر کم شوی خو د پناه غوښتنه ډېره شوې
په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د نویو مهاجرو په راتګ کې د پام وړ کمښت راغلی، خو د سیاسي پناه غوښتني شمیر بيا تر ۲۰۱۵م کال ۵۶ سلنه لوړ شوی دی. انځوريز راپور ئې دلته کتلای سئ.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kummپه ۲۰۱۶م کال کې پناه غوښتنه
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني د فدرالي ادارې د معلومات پراساس د ۲۰۱۶م کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۷۲۲،۳۷۰ نوي غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دغه شمیر د تیر میلادي کال په پرتله ۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د تیر کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۴۴۱،۸۹۹ کسانو د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنه کړې وه.
انځور: picture-alliance/arifoto UG/M. Reichelد دوهم ځل پناه غوښتنې په شمیر کې ۳۳،۳ سلنه کمښت
په دوهم ځل پناه غوښتنه کې د پام وړ يعنی ۳۳،۳ سلنه کمښت راغلی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د دوهم ځال پناه غوښتونکو شمیر۳۴،۷۵۰ کسان وو او دغه شمیر بیا په ۲۰۱۶م کال کې ۲۳،۱۷۵ کسانو ته راکښته شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsenد پناه غوښتونو په شمیر کې ۵۶ سلنه زیاتوالی
په ۲۰۱۶م کال کې د نویو پناه غوښتني او د دوهم ځل پناه غوښتني مجموعي شمیر ۷۴۵،۴۵۴ کسانو ته رسیږي. په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمیر ۴۷۶،۶۴۹ کسان وو. په دې ترتیب سره د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخي د پناه غوښتنې په شمیر کې د تیر کال په پرتله ۵۴،۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hademد سوریې، افغانستان او عراق پناه غوښتونکي
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني فدرالي ادارې د رپوټ پراساس د منځني ختیځ له جنګ ځپلو هیوادونو څخه تولټال ۲۶۶،۲۵۰ «۳۶،۹سلنه» نوي د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي. د افغانانو شمیر ۱۲۷،۰۱۲ «۱۷،۶سلنه» ته رسیږي چې دویم ځای لري او ورپسې د عراق کډوال دي چې شمیر یې ۹۶،۱۱۶ «۱۳،۳سنله» کسان ښول شوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurelد ایراني وګړو د پناه غوښتنلیکونو شمیر ۲۶،۴۲۶ ښول شوي چې ۳.۷ سلنه دي. د ایریتیریا د غوښتنلیکونو شمیر ۱۸،۸۵۴ «۲.۶ سلنه»، البانیا ۱۴،۸۵۳ «۲،۱ سلنه»، پاکستان ۱۴،۴۸۴ «۲ سلنه»، نایجیریا ۱۲،۷۰۹ کسانو «۱.۸سلنه»، په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kummځوانان د پناه غوښتونکو په ډله کې لومړی ځای لري
په ۲۰۱۶م کال کې کابو د دریمه برخه پناه غوښتونکو سن تر۳۰ کلونو ټیټ ښول شوی دی. د ۱۸ او ۲۵ کلنو ترمنځ کسانو شمیر ۱۹۶،۸۵۳ دی چې د ټولو پناه غوښتنلیکونو ۲۳،۵ سلنه ده او په دې ډول سره تر ټولو ستره ډله کسان دي. د ماشومانو چې عمرونه یې د ۴ کلونو څخه کم وی شمیر ۷۸،۱۹۲ دی چې ۱۰،۸ سلنه کيږي.
انځور: Reuters/Kai Pfaffenbachپه ۲۰۱۶م کال کې کابو ۷۰۰ زره غوښتنلیکونه څیړل او فیصله شوي
د آلمان چارواکو په ۲۰۱۶م کال کې له ټولو ۶۹۵،۷۳۳ کسانو څخه ۴۳۳،۹۲۰ کسانو ته په دې هیواد کې د اوسیدو اجازه ورکړې او د هغوی د پناه غوښتني ته یې مثبت ځواب ورکړی دی.
انځور: Reuters/S. Loosد مهاجرو پر مرکزونو بريدونه
د آلمان د جنايي جرمونو ادارې خبر ورکړی چې د ۲۰۱۶م کال په اوږدو کې د مهاجرو د اوسیدو پر مرکزونو د قصدي او نفرتي جرمونو په ګډون شاوخوا ۹۰۰ بریدونه شوي دي. دغه شمیر بیا په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۳۱ پیښې ښوول شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz