پرو ازيول د درو لسيزو راهيسي فعاليت لري. د دغه سازمان د رئيس ګيونتر بورخارد سره د ځانګړې مرکې مهم ټکي دلته لوستلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/R. Schlesinger
اعلان
په آلمان کي د مهاجرو د ملاتړ سازمان پروازيول (Pro Asyl) درې لسيزي تر مخه تأسيس سو. د دغه سازمان اوسني رئيس ګيونتر بورخارد د آلمان ږغ سره په مرکه کي وويل چي ده او نورو ملګرو يې هغه وخت د دغه سازمان د جوړولو اراده وکړه، کله چي د پناه غوښتونکو له پاره په آلمان کي وضعه د تغير په حال کي وه.
د نوموړي په وينا هغه وخت په ټاکنيز کامپاينونو کي د بعضو سياسي ډلو له خوا د مهاجرو پر ضد له توکمپالنې ډک تبليغات شروع سول او د پناه غوښتنې د قانون پر ضد شعارونه ورکول سول. د بورخارد په وينا همدا وجه وه چي دوی د پرو ازيول سازمان د مهاجرو څخه ملاتړ له پاره تأسيس کړ.
بورخارد وايي چي په داسي حال کي چي پخوا يې يوازي په آلمان کي د پناه غوښتونکو په حق کي ږغ پورته کاوه او په ټوله اروپا کي د مهاجرو له حقونو څخه دفاع کوي. د بشري حقونو دغه فعال وايي چي دمګړی د مهاجرت له پاره وضعه ډېره خرابه سوې ده. د هغه په وينا په داسي حال کي چي د آلمان لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل د بشر د حقونو مدافعه او فعاله احساسيږي خو په اصل کي د ترکيې سره د مهاجرو په تړاو تړون یو برعکس خبره ده.د اروپا د مهاجرت قانون سم نه دی طرحه سوی
د آلمان ږغ سره د مرکې پر وخت د پرو ازيول رئيس وويل چي د مهاجرو د روان بحران تر هوده وتلو په لار کي يو لوی خنډ پخپله په اروپا کي د مهاجرت ناسم طرحه سوی قانون دی. هغه هيواد چي ورته مهاجر د لومړي ځل له پاره داخل سي، هغه هيواد د هغه مهاجر له پاره مسؤل دی، چي دا د دې لامل ګرځي چي هغه هيوادونه چي پر لاره يې زيات مهاجر اروپا ته داخليږي، د مهاجرو د منلو، د پناه غوښتنې د دوسيې په د پرمخ بيولو او د ادغام په ترڅ کي بندښونه رامنځ ته کوي.
بورخارد وايي چي په اروپا کي چي بعضي حساسيتونه د مهاجرو د بحران په ترڅ کي رابرسېره سوي دي، د هغه اصلي لامل مهاجر نه دي بلکه دا پوښتنه ده چي اروپا غواړي پر کور لور ولاړه سي او منزل مقصود يې څه شی دی؟
د پرو ازيول رئيس وايي چي په نړيواله توګه د مهاجرينو وضعه ښه نه ده. هغه وايي چي د ترکيې سره د اروپايي اتحاديې تړون د دې لامل سوی چي ترکيې د سوريايانو پر وړاندي د ويزې مکلفيت رامنځته کړی دی. د هغه په وينا له دې کبله سوريايان نور نه سي کولای له جګړې وتښتي ولي چي د ترکيې سرحد پر تړل سوی دی. بورخارد وايي چي د کينيا په داداب کي چي د نړۍ تر ټولو لوی مهاجر کمپ ؤ هغه هم د تړل کېدو د ګواښ سره مخامخ دی. بورخارد وايي چي په داسي حال کي چي د اروپا بډای هيوادونه مهاجر نه مني نو د افريقا هيوادونه او د آسيا هيوادونه لکه پاکستان هم وايي چي موږ يې هم نه منو.
د بورخارد په وينا په نړۍ کي د مهاجرو د حقونو او د هغوی د قبولولو په ترڅ کي پرشاتګ روان دی. خو هغه وايي چي سازمان به يې خپلو مبارزو ته ادامه ورکړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2016):
۲۸ کلن وسيم له پاکستان څخه وايي چې په دريم ځل دی له صربستان څخه بلغاريې ته ولېږل شو. خو «زه به بيا هڅه وکړم. په هره بيه چې وي، خو زه آلمان ته ځم.»
انځور: DW/M. Ilcheva
له چينه راغلي کډوال
د بلغاريې په «پاستروګور» کمپ کې ډېري خلک له افغانستان او پاکستان څخه دي. يوازې دوې کورنۍ له چين څخه دي. هغوی منګوليان دي او وايي چې له دې کبله په خپل هېواد کې تل ځورول کيږي.
انځور: DW/M. Ilcheva
جرمني ته د ټکسي چلولو له پاره
له پاکستان څخه آلمان ته د تګ له پاره علي (کيڼ لاس) ۶۰۰۰ امريکايي ډالر ورکړي دي. دی اوس دې ته انتظار وباسي چې قاچاقبر ورته زنګ ووهي. علي وايي: «زه بايد جرمني ته ځان ورسوم، څو د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم. زه به هلته ټکسي وچلوم.»
انځور: DW/M. Ilcheva
د مسلمانانو په منځ کې يو عيسوي
دغه ۲۲ کلن ډاکټر له ايران څخه وايي: «زه عيسوي يم او په دغه کمپ کې مېشت مسلمانان مې تل پغذابوي. زه شايد په بلغاريا کې پاته شم. زه بايد له هغو خلکو څخه وتښتم چې د بل دين لرلو په خاطر مې تل ځوروي.»
انځور: DW/M. Ilcheva
«خپل وطن ته مې ولېږئ»
دغه پاکستانی زاري کوي چې «خپل وطن، يعنې پاکستان ته مې بېرته ولېږئ.» د ده زوی سخت نارغه شوی دی. «اروپا ته راتګ لويه اشتباه وه.» د ده په څېر نور خلک هم غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي. يو ډله ځوانان غواړي چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي.
انځور: DW/M. Ilcheva
د پوليسو له خوا وهل خوړل
دغه پاکستانی د يو څو ورځو راهيسې د صربستان په «سوبوتيکا» کمپ کې اوسيږي. د هنګري د پولو په اوږدو يې د پوليسو له خوا وهل خوړلي دي. «ولې يې دا کار کړی دی؟ په دې مې سر نه خلاصيږي.»
انځور: DW/M. Ilcheva
د ايټاليا د لارې
۲۳ کلن عمر له پاکستان څخه د يولسو مياشتو راهيسې کډوال دی. دی غواړي چې د صربستان د لارې ځان ايټاليې ته ورسوي. دی هيله لري چې پناه به يې قبوله شي څو بيا کوم بل هېواد ته مخه وکړي.