1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو نوي ملگرتياوي

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

آلمان ته تر رسیدو وروسته مهاجرو ته ډېر دفتري کارونه گوري. د دې کارونو او دلته په رښتیا د ادغام له پاره دوی نه یوازي مرسته کوونکو ته اړتیا لري، بلکې نوو دوستانو ته هم. یوه نوې ټولنه اوس دغه دواړي آسانتیاوي وړاندي کوي.

رايتمولر او باضل ولي
انځور: DW/M. Gopalakrishnan

باضل ولي د یوه بل مهاجر ملګري له لاري «له یوه دوست سره پیل» په نامه ټولني په اړه خبر شو. دغه ۲۳ کلن د سوریې له حلب څخه تر آلمانه پر ډیرو سختو لارو رسېدلی دی. هغه تر راجستریدو وورسته د دغه سازمان له مشرتابه سره ولیدل او یوه اوونۍ وروسته له همدې لارې د کاترینه رایتمولر سره معرفي شو.

رایتمولر، چې د کلن په پوهنتون کې د رسنیو په برخه کې زده کړې کوي، له نوموړي سره په دغه ښار کې د بلدیدو په برخه کې مرسته کوي.

د دې پوښتني په ځواب کې چې ولې یې دغه مرسته پیل کړه، نوموړې وویل: «ما تل غوښتل داسې یو څه وکړم چې نورو ته یې ګټه ورسیږي.»

په کلن ښار کې د نوي کال په شپه د څو تنو مهاجرو له خوا د ښځو د زورونو پیښو او د مهاجرو په مقابل کې روانو قضاوتونو هم دا له خپله دریځه پر شا نه کړه. دا وايي: «د فیسبوک په یوه ګروپ کې مې د «له یوه دوست سره پيل» لینک وموند. زه د همداسې یو څه په لټه کې وم. کار هم راته آسان ښکاره شو.»

ساره روزنتال چې د دې ټولني له بنسټ ایښوونکو څخه ده، له مهاجرو سره د دې دوستانه مرستي د طرحي په اړه وايي: «موږ غوښتل د هر مهاجر له پاره داسې څوک ولرو چې مرسته ورسره وکړي او په عین حال کې لیوالیتا درلودونکو خلکو او کورنیو ته له مهاجرو سره د مرستې زمینه برابره کړو.»

په خپله خوښه مرسته کوونکي له مهاجرو سره د فورمو په خانه پوري کولو او یا د کور په موندلو کې مرسته کوي. خو دوی په تیره بیا د یوه ښه دوست په صفت د مهاجرو ترڅنګ ولاړ وي. پخپله خوښه پیل شوې دغي پروژه اوس حکومت هم ملاتړ کوي.

یوه ډيره ښه جوړه

رایتمولر وايي را څخه وپوښتل شول چې په خپل وزګار وخت کې څه کوم او د هغه مهاجر په غوره کولو کې چې مرسته ورسره باید وکړم، کوم شرایط خو نه لرم؟ دا وايي: «هڅه وشوه داسي یو تن له ماسره معرفي شي چې زما سره جوړیږي. یعني ورته لیوالتیاوي ولرو.» لږ وروسته دې ته خبر ورکړل شو چې دا باید له باضل ولي لارښوده شي.

له يوه دوست سره پيل پاڼي انځورانځور: start-with-a-friend.de

د «له یوه دوست سره پيل» ټولني له لاري د مرستندویانو او مهاجرو ترمنځ ملګرتیاوي رامنځته کیږي. ریتمولر او ولي په لومړي ځل د راین د سیند پر غاړه یو له بل سره ولیدل. ریتمولر وايي باضل راته وویل چې له خپل ورور سره د آژې سمندرګي له لارې اروپا ته د رسیدو تر مخه د سوریې په حلب ښار کې د هنرونو او ډیزاین محصل وو. دا زیاتوي باضل هم زما په څير د عکاسۍ سره مینه لري.

اوس په خټه سوریايي مهاجر باضل د رایتمولر یو نژدې دوست دی. «دا د یوه کار غوندي راته نه ښکاري. زه چې کله له خپلو ملګرو سره چکر ته یا په کوم کار په پسې ځم نو باضل هم راسره وي.»

له ښه راغلاست څخه هدف ته د رسیدو تر کلتوره

د باضل سره له دوستۍ او ملګرتیا له لاري رایتمولر هم د سوریې په اړه ډیر څه زډه کړل. دا وايي: «پخوا مې له سیاست سره چنداني علاقه نه درلوده. د سوریې په اړه مې هم معلومات نه لرل. خو اوس چې راته باضل د خپل په بمونو ویجاړ شوي ټاټوبي انځورونه راښيي نو دا پر ما بیخي بل ډول اغېز کوي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب