کله چې د آلمان په فرایبورګ، کې د یوې آلمانۍ محصلې د قتل په تور یو شکمن ۱۷ کلن افغان مهاجر ونیول شو، په انټرنټ کې د مهاجرو په هکله د آلمان د سیاست په باب بحثونه تاوده شول. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال د دوشنبې په ورځ آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «ډیره ترخه ده چې دا ډول کرکجن قتلونه، تر ټولو په لومړي قدم کې د مهاجرو په شکل له افغانستان او سوریې څخه موږ ته رازي.»
نوموړي زیاته کړه: «موږ به د داسې زورپالونکي جنایت پر وړاندي هیڅ کله ولس لمسوني ته اجازه ور نه کړو، بې تفاوته ده چې دغه جنایت چا کړی دی.»
د مسیحي دیموکرات اتحاد CDU د مشر مرستیالي یولیا لوکنر، نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي: «له بده مرغه په آلمان کې دا ډول ظلمونه چې د خارجیانو له خوا ترسره کیږي کومه نوې پدیده نه ده.»
همدارنګه د دغه ګوند د کورنیو چارو کارپوه شټیفن مایر، په دغه هیواد کې په عمومي توګه ټول مهاجر ترشک لاندې نیولو څخه خبرداری ورکړی دی.
د اکتوبر میاشتي په نيمايي کې تر جنسې تیري وروسته د دغې نجلې مړی په سیند کې موندل شوی. د طب پوهنځي دغه محصله د پوهنتون له یوه محفل څخه د کور پر لور روانه وه چې د دا ډول جنایت قرباني شوه.
د پولیسو په حواله د پېښې ځای ته نږدې په نصب شوي پټه کمره کې دغه افغان مهاجر لیدل شوی وو. وروسته بیا د پيښې په ځای کې د انسان یو تار ویښته هم موندل شوی وو چې پولیسو شک وکړ دغه ویښته به د قاتل د سر ویښته وي.
د پولیسو په حواله کله چې د دغه ویښته د DNA معاینه وشوه، معلومه شوه چې دا د هم هغه مهاجر د سر ویښته دي چې د دغې محصلې له وژل کیدو څخه لږ مخکې د پيښې په ځای کې لیدل شوی وو. په اکتوبر میاشت کې د دغې نجلې جسد په یوه سیند کې موندل شوی وو چې وروسته بیا پولیسو په دې هکله څیړنې پيل کړي دي.
دغه شکمن کس په ۲۰۱۵ کال کې د (قانوني سن ته نه رسیدلي بې سرپرسته) مهاجر په توګه آلمان ته راغلي وو او له هغه وخت راهیسې له یوې آلمانۍ کورنۍ سره اوسیږي. د تحقیق کونکو په حواله دغه افغان مهاجر چې د جمعې په ورځ نیول شوی، تر دې دمخه یې هیڅ ډول جرم نه دی کړی.
نور مطالب:
د آلمان ږغ د نړۍ په بيلو برخو کي د مهاجرو کمپونو ته لنډه کتنه کوي. دا په داسي حال کي چې د مهاجرو بحران په نړيواله توګه ادامه لري.
انځور: picture-alliance/AP/R, Adaylehفرانسه کې د مهاجرو لمړنۍ کمپ
مهاجر تر فرانسې هم ورسیدل. دا د فرانسې په شمال کې د ګرنتي ساینته (Grande-Synth) نومې سیمه کې د مهاجرو لمړنی کمپ دی. دغه کمپ د مارچ میاشت په سر کې پرانیستل شو چې د پلان له مخې له ۲۰۰ څخه تر ۳۷۵ تنه کسانو لپاره په کې د لرګو کابینونه یا کوټې جوړې شوي دي.
انځور: Reuters/P. Rossignolدرې کلنه تینا یوه عراقي کوردۍ مهاجره ده، تینا د فرانسې په ګرنتي ساینته کمپ کې اوسیږي. په دغه کمپ کې د نارینه ۴۷ تنه ماشومان او ۶۰ تنه ښځې په یو نامناسب حالت کې ژوند کوي. له لرګیو څخه جوړ دغه کمپ کې میشت ډیری مهاجر عراقي کردان دي.
انځور: Reuters/P. Rossignolد یوې امیدواره راتلونکې لپاره
یوه کلیواله ښوونکې مهاجرو ته د تدریس پر مهال. دا د سویلي الجریا په تیندوف سیمه کې د بوجدور کمپ ښوونځی دی. په دغې صحرایی سیمه کې د مهاجرو پنځه کمپونو شتون لري، چې شاوخوا ۱۶۵۰۰۰ مهاجر په کې ژوند کوي. د کمپ پر یوه دیوال لیکل شوي: که مبارزه همدا وي نو راتلونکې زمونږ ده.
انځور: Reuters/Z. Bensemraپه صحرايي سیمو کې د مهاجرو په کمپونه کې ژوند
په السمرا کمپ کې یو مهاجر د خپل نړیدلي کور د بیارغولو په حال کې. د دغه مهاجر کور تیر اکتوبر میاشت کې د راوتلو سیلابونو له امله ویجاړ شوی وو. د السمرا کمپ اوسیدونکي شپې د رڼا په موخه د موټرو له بطریو څخه کار اخلي.
انځور: Reuters/Z. Bensemraیوه مهاجره نجلۍ چې د مقدونیې او یونان تر منځ بنده پاتې ده له خپلې کیږدۍ څخه په دې تمه څار کوي چې کله به یې پر مخ لاره خلاصیږي. دا د یونان د ایډیوماني سیمه ده، چې ډیر مهاجر په کې اروپا د تلو په نیت تم دي.
انځور: Reuters/A. Avramidisد یونان په ایډیوماني سیمه کې د بند پاتې شویو مهاجرو ماشومان د ساعتیرۍ او وخت تیرولو په موخه لوبې کوي. له بلخوا ډاکترانو کمپ کې د ناسم وضعیت د شتون له کبله د ناروغیو د خپریدا خبرداری ورکړی. د ایډیوماني سیمه ته له آتن او د یونان له ټاپو ګانو څخه په زرګونه مهاجر راوړل شوي دي.
انځور: Getty Images/D. Kitwoodد ترکیې په سوروچ سیمه کې د مهاجرو یو کمپ. په دغه کمپ کې نژدې۲ اعشاریه ۷ میلیونه سوري مهاجر میشت دي. ترکیه کې لا هم سوري کډوال د کار کولو اجازه نلري. نارینه مهاجر له بیکارۍ ناهیلي بریښي، خو یوې ښې راتلونکې ته په انتظار کې دي.
انځور: Getty Images/C. Courtتعلیم او ستونزمن چاپیریال
افغان مهاجر ماشومان د پاکستان په کلبات کمپ کې د ښوونځي په یوه ټولګي کې د درس ویلو پر وخت. ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې دغه هیواد کې میشت دونیم میلیون افغان مهاجرو ته دې د تعلیم اسانتیاوی برابرې کړي.
انځور: Reuters/C. Firouzد سوډان شمال په واد سیمه کې ستړي ستومانه اریتریایی کډوال له ډیرو مزلولونو وروسته په درانه خوب کې. اریتریا یو افریقایي هیواد دی.
انځور: Reuters/M. N. Abdallahماشومانو ته د لوبو یوازنی سامان
یو سوري مهاجر ماشوم د اردن په مفروق نومي کمپ کې د موټر له یو ټایر سره د لوبو کولو په حال کې. دغه کمپ په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغې چې سوریه کې تاوتریخوالو زور واخیست جوړ شو. اوسمهال په دغه کمپ کې څه د پاسه ۸۳۰۰۰ کډوال ژوند کوي. سوریه کې جګړې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوي.
انځور: picture-alliance/AP/R, Adayleh