د مهاجرو په برخه کي د ترکيې پر وړانديز سختي نيوکي
۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سهشنبهد پناه غوښتني پلوي سازمان پرو ازول مشر گونتر بورکارد، د دوشنبې په ورځ په بروکسل کي د مهاجرو په اړه د اروپايي ټولني او ترکيې تر غونډي وروسته فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «دا يو شيطاني وړانديز دی چي د يوه انسان ژوند د بل په هغې لوبوي.»
هغه ويلي دي چي اروپايي ټولنه بايد په دغي «زهرجني مڼې» غاښ ونه لگوي.
بورکارد خبرداری ورکړی چي د داسي هيوادونو لکه افغانستان او عراق مهاجر بايد د سوريايي مهاجرو قرباني نه سي: «دا يو غير اخلاقي او غير قانوني کار دئ.»
هغه ټينگار کړی دئ چي د هر يوه مهاجرت ځان ته دلايل لري. بورکارد دغه راز زياته کړه چي پر دې سربيره ترکيه يو «دريم خوندي هيواد» هم نه دئ.
ترکيې د دوشنبې په ورځ په بروکسل کي له اروپايي ټولني سره په غونډه کي نوی وړانديز وکړ. د ديپلوماتانو د معلوماتو له مخي، ترکيه تيار دئ چي يونان ته ټول نوي رسېدونکي مهاجر بيرته ومني. د دې په بدل کي بايد اروپايي ټولنه ترکيې ته د بيرته لېږل سوي هر يوه مهاجر په بدل کي يو بل له ترکيې څخه ومني.
په دې سره به نو ډېرو مهاجرو ته دا فکر پيدا سي چي يووار بيا د آژه درياب له لاري يونان ته د رسېدو تلاښ وکړي، ځکه سوريايي کډوال به د بيرته راگرځېدو په صورت کي په دې تمه وي چي اروپايي ټولني ته به بيا د قانوني سفر په تمه وي.
ترکيې ويلي دي بې له سوريايي مهاجرو به نور مهاجر بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږي.