د آلمان ښارونو د مهاجرو له پاره د لا زياتو پيسو غوښتنه کړې
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه
د مهاجرو په تړاو د آلمان فدرالي حکومت، ایالتي او سيمه ایزو حکومتونو ترمنځ غونډه کې د زياتو مهاجرو د منلو په بدل کې د ډېرو پېسو غوښتنه نه ده منل شوې. دلته په تېره بيا د کابو يو میليونو اوکرايني مهاجرو موضوع مطرح ده.
اعلان
د آلمان د کورنيو چارو په وزارت کې د دې خبرو اترو له پاره دوه ساعته په نظر کې نيول شوي ول خو په پای کې یې څلور ساعته دوام وکړ. دا په تېره بيا د دې ښکارندويي کوي چې د ښارونو او ناحيو له خوا په دې موضوع څومره ډېر بحث ته اړتيا وه او اوس هم شته.
د آلمان صدراعظم ته د يو شمير ښارونو ښاروالانو په بيړنيو ليکونو کې ويلي ول چې د دوی ظرفيتونه ختم شوي او د مهاجرو د منلو په برخه کې پر دوی بار تر حده ډېر لوړ شوی دی.
د پنجشنبې ورځې په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزيرې نينسي فايرز د مهاجرو د سرپناو له پاره د لا زياتو دولتي ځايونو او ملکيتونو د ورکړې، د همکارۍ له پاره د يوې کاري شبکې او په پسرلي کې د يوې بلې غونډې د رابللو وړاندیز وکړ.
خو نوموړې د آلمان د ایالتونو، ښارونو او ناحيو له پاره نورې مالي مرستې وړاندیز نه کړې او په دې خبره یې ټينګار وکړ چې فدرالي حکومت لا دمخه سږ کال د ۲،۷۵ ميليارده يورو د ورکړې ژمنه کړې ده.
«د مهاجرت په موخه سمندر ته ځان سپارل مرگ دی»
02:00
د آلمان د سيمه ایز ادارو د ټولنې مشر راينهارد زاګر دا غونډه مايوسه کوونکې وبلله او د صدراعظم اولاف شولڅ پر نه ګډون یې هم نيوکې وکړې. زاګر وويل: «موږ سملاسي مرستې ته اړتيا لرو.»
په کرواشيا کې د اروپا د خارجي پولې څخه په څو کيلومترۍ کې، د مهاجرو د پښو نخښې. د بوسنيا سرحدي پولیس هم د خپلو ګزمو پر وخت په منظم ډول د مهاجرو د پلونو د نخښو سره مخ کیږي. هغوی د کروشيا د پوليسو له خوا په غير قانوني توګه د شړل شويو کسانو اسناد ثبتوي او چارواکو ته یې سپاري. دا چې بيا له دغو معلوماتو سره څه کيږي، دوی نه پوهیږي.
انځور: Dirk Planert/DW
«زما تراوما، ما نور هم قوي کوي»
د بوسنيا پوليس د مريضو يا ټپي مهاجرو د موندنې په صورت کې د اس او اس بېهاج ټولنې ته خبر ور کوي. دا کار په ځانګړي توګه په ژمي کې د مهاجرو ژوند ژغوري. د دې ټولنې مشر زلاتان کواچویچ پخپله هم د جګړې يو قرباني دی. نوموړي د ۱۵ کلنې په عمر د بوسنيا په جګړه کې د يوه لاسي بم په چاودنه کې خپله کيڼه پښه بایللې وه. زلاتان وايي: «زما تراوما ما نور هم قوي کوي.»
انځور: Dirk Planert/DW
د مرګ او ژوند لوبه
کوواچويچ ځيني وخت په مهاجرو پسې د لټون له پاره بې پېلوټه الوتکه کاروي. دا په دې معنا ده چې د غرونو په منځ کې په لا ډېره پراخه ساحه کې لټون وکړي. هغه وايي: «موږ هره ورځ په داسې خلکو پسې لټه کوو چې مرستو او رسېدګۍ ته اړتیا لري. د پسرلي په رسېدو سره هغوی يو ځل له سرحده د اوښتو هڅه کوي. ډېری یې نه پوهيږي چې له سرحد څخه د تېريدو هڅه د مرګ او ژوند لوبه کیدلی شي.»
انځور: Dirk Planert/DW
انځورونه1 | 12
هغه وويل چې له دې مهاجرو څخه تر نیمايي ډېر له خپلو خپلوانو او يا دوستانو سره اوسي او اوس هيڅوک هم مجبور نه دي په ښوونځيو کې په رامنځته کړل شويو موقتي کمپونو کې ژوند وکړي. کلاوسن وويل چې د اوکرايني مهاجرو ټول ماشومان په وړکتونونو او ښوونځيو کې هم شامل کړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: «په اصل کې سیسټم ټول راتلونکي کسان مدغم کړي دي او ټولو ځایونه موندلي. لا دمخه راغليو کسانو کارونه هم موندلي دي.»
په آلمان کې تقريباً ۱۱ زره ښارونه او سيمې شتون لري. له دوی څخه ډېر لږ د بېلې فيلد ښار په څېر مثبته تجربه لري. په ۲۰۲۲م کال کې آلمان ته د يو میلیون اوکرايني مهاجرو ترڅنګ کابو دوه لکه او ۴۴ مهاجر له سوریې، افغانستان، ترکیې او عراق څخه هم راغلي دي.
دا چې له اوکراين څخه نارينه يوازې تر ځانګړو شرائطو لاندې د وتلو اجازه لري نو آلمان ته له راګډه شويو اوکرايني مهاجرو څخه یې ۶۳ سلنه ښځې وې. د مهاجرو زياتره یې تر ۱۸ کلنۍ ښکته عمرونه لري.
د کار په بازار کې ادغام
مهاجرين بايد د کار په بازار کې هم مدغم شي. د آلمان د کار د فدرالي ادارې په حواله د هغو اوکرايني مهاجرو شمير چې په کار بوخت دي د ۲۰۲۱م کال د نومبر څخه د تېر کال تر نومبر میاشتې پورې له ۵۷۰۰۰ څخه ۱۲۵۰۰۰ ته لوړ شوی دی.
دا چې د آلمان د مهاجرو د منلو جوړښتونه به دا څه وغملی شي او که نه ښايي په راتلونکو اوونيو کې واضح شي. امکان لري چې په پسرلي کې د روسیې احتمالي عمليات يو ځل بيا خلک پناه اخیستو ته اړ کړي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت وياند ماکسيميليان کال په دې اړه وويل: «ډېرو د اوکراين پر ولسي خلکو، زیربناو او د استوګنې پر سيمو د بريدونو په چټکيدو سره وېره درلودله چې په ژمي کې به د مهاجرو يوه بله ستره څپه ووينو. خو تر اوسه دا څه نه دي پېښ شوي.»
د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نينسي فايزر وويل چې د اوکراين د جګړې له وجې د مهاجرو شويو پر ويش سربیره دا هم مهمه ده چې آلمان ته مهاجرت په اساسي توګه کنترول او منظم شي. نوموړې وويل: «موږ له اتريش سره پر سرحد د کنترول ساحه غځولې ده او له چيک جمهوريت سره پر سرحد د لټون په برخه کې مو پانګونه کړې ده.»
هغې همدا راز وویل: «له سويس سره پر پوله ما په سويسي ريلونو کې او پر پوله د کډ کنترول زمينه برابره کړې او موږ د رد شويو پناه غوښتونکو د اخراج پروسه هم قوي کوو.»