د مهاجرو په کمپ کې ډله ييز اخ و ډب رامنځته شوی
۱۳۹۵ آذر ۲۲, دوشنبهد پولیسو یوه ویاند د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د ډله ییزو فزیکي شخړو خبر ورکړی دی. پولیسو د میلادي اونۍ په ورستیو ورځو کې له یولسو موټرو سره په دوامداره توګه ماموریت ترسره کړی.
د دغو شخړو په پایله کې دری تنه ټپیان شوي چې د یوه تن ټپونه ډیر جدي دي. ویل شوي چې په دغو اخ و ډبونو کې د سوریایې مهاجرو دوو ډلو برخه درلوده. پولیس نه دی توانیدلی چې د شخړې د رامنځته کیدو اصلي دلیل پیدا کړي، خو اټکل کوي چې دغه شخړه به د دوی تر منځ د لومړي توب حق پر سر رامنځته شوی وي.
پولیس د شنبې په ورځ( د دسمبر میاشتې په۱۰) وروسته تر غرمې دغه کمپ ته ور وغوښتل شول. کله چې د پولیسو افسران دغه کمپ ته ورننوتل، څو تنه ټپیان شوي ول او یو تعرضي حالت او تاوتریخوالي فضاء حاکمه وه. وروسته تر دې چې د شنبې په شپه وضعه یو څه آرامه شوې وه، د یکشنبې په ورځ یو وار بیا مخ پر خرابیدو شوه. په دغو دوو فیزیکي نښتو کې یو وار بیا څو تنه مهاجر ټپیان شول.
د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې «په ظاهره کې دغه کمپ ته له نورو کمپونو څخه مهاجر راوړل شوي ول چې دا کار د مخلتفو ملیتونو تر منځ د شخړې رامنځته کیدو سبب شو.» زیاته شوې ده چې په دې اړه څو تنه نیول شوي هم دي.
تیروه اونۍ هم د دغه ایالت (بادن-وورتمبرگ) د مهاجرو په یو بل کمپ کې یوه خواشينې کوونکې پيښه رامنځته شوې وه. د وایل شونبوخ د مهاجرو په کمپ کې یوه ۳۱ کلن افغان مهاجر خپله ښځه په چاقو وهلې وه.
دغه ۲۱ کلنه میرمنه چې روغتیایې وضعه یې ډیره خطرناکه وه د دوشنبې په ورځ په عاجل ډول د چورلکې په وسیله د لوډ ویګز روغتون ته ولیږدول شوه. نوموړۍ میرمنه باید په بیړني شکل عملیات شوې وای چې له نیکه مرغه دا کار وشو. همدارنګه دغه افغان مهاجر چې د جرم تر ترسره کولو وروسته یې تیښته کړې وه، څو ساعته وروسته د بوبلینګین د اورګاډي په تم ځای کې د پولیسو له خوا ونیول شو.