د مهاجرو په کورسونو کي «د ۱۰۰ ميليونو يورو اختلاس»
۱۳۹۶ فروردین ۹, چهارشنبه
د آلمان د «محاسبو ديوان» د کار پر آژانس نيوکه کړې ده چي په سونو ميليونه يورو يې بې له کوم کنټروله مصرف کړي دي. په زياته بيا د مهاجرو له پاره د ژبو پر کورسونو نيوکي سوي دي.
انځور: Getty Images/S. Gallup
اعلان
د آلمان د (Bundesrechnungshof) يا «د محاسبو ديوان» په نوم نظارتي ادارې د خپلي ېوې پلټني پايلي رسنيو ته وړاندي کړي دي. د يادي ادارې محاسبينو په آلمان کي د کار موندنې له پاره د ځانګړي آژانس هغه مصارف محاسبه کړي چي د نورو تر څنګ د مهاجرو د ژبو د کورسونو په برخه کي سوي دي.
د آلمان د اېن ډي آر اينفو او د تاګس شاؤ رسنيو د راپور پر اساس په ياده پلټنه کي د کار آژانس په هغه پروګرام کي نيمګړتياوي په ګوته سوي دي چي پکښي مهاجرو ته د ژبو د کورسونو پروګرامونه تمويل سوي دي. اپوزيسيون هم د کار پر آژانس نيوکي کړي دي.
د پلټنې په ترڅ کي د مهاجرو له پاره د هغو لومړني کورسونو پروګرامونه او ورباندي راغلي مصارف يې محاسبه سوي چي د ۲۰۱۵م کال په پای کي د مهاجرو د بحران د اوج پر وخت يې د تمويل پريکړه سوې وه. د دغو کورسونو له پاره۴۰۰ ميليونه يورو ولګول سوې. د محاسبه کوونکو په راپور کي راغلي دي چي «څوک دا اټکل کولای سي چي له دغو مصارفو څخه زياته برخه بې فايدې لګول سوي دي.»
د بريا نه ارزيابي
په راپور کي راغلي دي چي «د کار فدرالي آژانس هيڅ داسي اقدامات نه دي کړي چي د لومړنيو دغو کورسونو لاس ته راوړني ارزيابي کړي.» په راپور کي زياته سوې ده چي د ارزوني د ناکامۍ يو لامل دا هم دی چي په دغو کورسونو کي د حاضرۍ ليستونه نه دي جوړ کړل سوي. د راپور له مخي د مهاجرو له پاره په دغو کورسونو کي د معيار د خرابوالي او د اړينو موادو د نه موجوديت له کبله د برخه والو شمېر له وخت سره کم سوی يا حتی په ځينو مواردو کي صفر ته رسېدلی دی.
د «محاسبو دېوان» رئيس کې شېلر ويلي دي چي د مصارفو په رسيدونو کي هم ځيني نيمګړتياوي موندل سوي دي. شېلر زياته کړې: «په عمل کي موږ داسي موارد هم موندلي دي چي پکښي د يو پر ځای دوه ځله رسيدونه وړاندي کړل سوي او په دې توګه د يوه خدمت غبرګ مصارف اخيستل سوي دي.» د شېلر په وينا په ځينو مواردو کي د کار آژانس د ناحقه اخيستل سوو زیاتو پيسو د بېرته ادائيې غوښتنه کړې ده. د هغه په وينا دا ډول اصولو ته بايد له اوله سر پام سوی وای.
د ۱۰۰ ميليونو يورو «اختلاس»
د آلمان د کيڼ ګوند سياستوالي او د مهاجرت له پاره د ياد ګوند استازي سېويم داګدېلېن ويلي دي چي د کار آژانس «۱۰۰ ميليونه يورو» د ماليه ورکونکو او د مهاجرو په تاوان «تقريبا اختلاس کړي دي». دغې سياستوالي په ياد آژانس کي د ځينو کسانو له پاره د عواقبو غوښتنه کړې ده.
د کار آژانس و اېن ډي آر اينفو رسنۍ ته ويلي دي چي د ژبي دغه کورسونه بايد د دوو نيمو مياشتو په جريان کي پېل سوي وای چي دغه يوه ډېره لنډه موده وه.
خو د «محاسبو دېوان» په خپل راپور کي ليکلي دي چي د وخت پر ټولو فشارونو سربيره بيا هم د کار آژانس بايد حداقل اصول او کنټرول تعريف کړی وای.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.10.2016):
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
څوک چي یوه نوې ژبه زده کوي، ډیر وخت او آرام فکر ته اړتيا لري. سړی خصوصأ هغه وخت ډیر مایوسه کیږي، کله چي زحمت یې نتیجه ورنه کړي. ددې له پاره چي ستاسي کار نتیجه ورکړي، تاسي ته مو دلته یو څو سپارښتني راټولي کړي دي.
یو ښه امکان دادی، چي تاسي یو داسي څوک پیدا کړی، چي غواړي ستاسي ژبه زده کړي او متقابله همکاري سره وکړئ. پدې ترځ کي د سړی نه یوازي دلغاتو او جملو استعمال زده کیږي، بلکه د ژبي شکل او طرز هم.
انځور: Colourbox
هغه کسان چي ژبه یې زده وي، په پخولو کي د الماني نسخو څخه استفاده وکړي
غذا نه یوازي د بدن د تقویې او سلامت دپاره ده، بلکه هغه د اجتماعي ژوندانه یو مهم جزء هم دی. په همدې خاطر ښه دی،چي د چا د غذايي موادو نومونه هم زده وي. تر ټولو ښه لار یې داده ، چي سړی هغه د اشپزۍ پر وخت عملأ زده کړي. که ستاسي الماني غذاوي او خورکونه نه خوښیږي ، بیاایټالوۍ او نوري پخې کړئ، مهمه داده چي نخسې یې په الماني باندي وي.