1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو ډکي کښتۍ ته د لنګر اچولو اجازه ورکړل شوې

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

په مدیترانه کي مرستندویه سازمان «اس او اس» ویلي دي چې د ژغورنې کښتۍ ته اجازه ورکړل شوې ده چې ژغورل شوي کسان د ایټالیا شمال ختیځ بندر ته ورسوي.

Abfahrt der «Ocean Viking» in Marseille
انځور: Gilles Bader/Le Pictorium Agency/ZUMA/dpa/picture alliance

په مدیترانه کي مرستندویه سازمان «اس او اس» ویلي دي چې د ژغورنې کښتۍ ته اجازه ورکړل شوې ده چې ژغورل شوي کسان د ایټالیا شمال ختیځ بندر ته ورسوي.

د ایټاليا چارواکو د «اوشین ویکینګ» بیړۍ په واسطه د کښتۍ ۱۱۳ کسانو له ژغورلو وروسته، د ژغورنې کښتۍ ته یوه خوندي ځای وټاکه. خو د «مدیتراني اس او اس» مرستندویه سازمان  په وینا، دا ځای لا اوس هم کابو ۱۷۰۰ کیلومتره لرې دی.

که څه هم دوی ته اسانه شوه، ورسره اندېښنه هم شته. ځکه چې دا سفر د کډوالو له پاره د «څلور ورځو اوږد سفر» په معنی دی چې د دغه پناه غوښتونکو په منځ کې څو ماشومان او ميندواره ميندي دي.

دا حقیقت چې بندر دومره ليرې دی، د دې ویره هم رامنځته کوي چې «اوشین ویکنګ» د ژغورنې بيړۍ به ونه شي کولی په نورو کښتیو کي سفر کوونکو خلکو ته چې مرستې ته اړتیا لري، مرسته وکولای شي. د مرستندویه سازمان په وینا، ځکه چې «اوشین وائکینګ» اوس د ژغورنې یوازینۍ بیړۍ ده چې په مرکزي مدیترانې کې د یوې غیر دولتي موسسې له خوا فعاليت کوي.

جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي

د سازمان په وینا، عملې د سه شنبې په شپه «په بشپړ تیاره کې» له ګڼې ګوڼې څخه ۱۱۳ کسان وژغورل. د دغه سازمان څخه مارسییل میشته وویل: «په دوی کې ۲۳ مېرمنې، ځینې ميندواره، شاوخوا ۳۰ بې سرپرسته کوچنيان او درې شیدې خوړونکي کوچنيان ول. تر ټولو کوچنی ماشوم یوازې د درو اونيو دی.»

ایټالیا په سمندر کې د ژغورنې نوي مقررات پلانوي

په پاریس او روم کي په نومبر میاشت کې فرانسې ته د اوشین وايکینګ له رسیدو راهیسې د دغو هيوادونو د حکومتونو تر منځ د دیپلوماتیکو شخړو وروسته د ژغورنې لومړي عملیات ول. د ايټاليا او ليبيا تر منځ د ۲۳۰ مهاجرو په ژغورلو سره، کښتۍ وتوانېده چې د فرانسې په جنوب ختيځ تولون کې لنګر واچوي.

انځور: Vincenzo Circosta/AP/picture alliance

د «اوشین وایکینګ» عمله دمخه د دریو اونیو له پاره د خوندي بندر په لټه کې وه. په روم کې د لومړي وزیر جورجیا میلوني په مشرۍ نوي ښي اړخي حکومت د ایټالیا په یوه بندر کې د ژغورنې کښتۍ ته د ورتلو او لنګر اچولو اجازه نه ورکوله.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ایټالیا حکومت اراده لري چې په نږدې راتلونکي کې د ملکي سمندري ژغورنې له پاره نوي مقررات معرفي کړي دي چې دغه عملیات یې په پرله پسې ډول تر انتقاد لاندي راغلي.

انځور: CHRISTOF STACHE/AFP

په ۲۰۲۲م کال کې په مدیترانه کې نيږدې ۲۰۰۰ کسان ورک شوي

د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا دوه زره کډوال په مدیترانې سمندرګي کې ډوب شوي او یا هم ورک دي. د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) په وینا، مرکزي مدیترانه په نړۍ کې د تېښتې تر ټولو خطرناکه لاره ګڼل کیږي.

په ځانګړې توګه په ژمي کې، د خرابې هوا او د سمندر د ناوړه شرایطو له کبله د تیریدو خطر لا ډير او خطرناک دی. د نورو لارو د نشتوالي له امله، زيات شمير کډوال ډېر وختونه په کوچنيو کښتیو کې سپریږي. اکثریت ایټالیا ته رسیږي، چیرې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې تر اوسه له ۹۸۷۰۰څخه ډیر خلک ورته رسیدلي چې د تیرکال د ورته مودې په پرتله ۳۵۰۰۰ ډېر دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل