لبنان داسې هيواد دی چې خپل ټول نفوس ته په کتو يې تر ټولو ډیرو مهاجرو ته ښه راغلاست ويلی دی. په دې هيواد کښې شاوخوا هر پنځم کس مهاجر دی.
د نړۍ له هرو ۲۰۰ماشومانو څخه يو يې مهاجر دی. د تيرې لسيزي په پرتله د مهاجرو ماشومانو شمېر تر دوه برابره هم ډېر لوړ شوی دی.
د داسې ماشومانو په شمېر کښې هم ډېروالی راغلی چې پرته له کورنۍ او په يوازې سر د هيوادونو له پولو تيريږي او نورو هيوادونو ته مهاجر کیږي. تیر کال تر يو لک زياتو ماشومانو په ۷۸ مختلفو هيوادونو کښې د پناه غوښتنه کړې ده. د ۲۰۱۴م کال په پرتله دغه شمېر تر درې برابره هم اوښتی دی.
مهاجرت
د مهاجرتونو کال
هیڅکله هم دومره زیات انسانان مهاجر سوي نه ول، لکه په ۲۰۱۵م کال کي. د هغوی زیاتره یې جرمني او اروپا ته راغلل. د انگیلا میرکل په نظر دا یو لوی چلينج وو. د کال هیجاني انځورونو ته یوه لنډه کتنه.
انځور: Reuters/O. Teofilovski
هدف ته ورسیدل
دغو سوریایانو خپل د ژوندانه تر ټولو خطرناکه حالتونه تیر کړل. هغوی لومړی یونان او وروسته بیا اروپايي ټولني ته داخل سول. خو بیا هم خپل اصلي هدف ته نه دي رسیدلي. دوی غواړي د اروپا شمال او په دې وسیله د اروپایی ټولنی نورو هیوادونو ته ولاړ سي. د ۲۰۱۵م کال زیاتره کډوال آلمان او سویدن ځانونه ورسول.
انځور: Reuters/Y. Behrakis
د مدیترانې له لاري
پر هغه لار چي هغوی تیر سوي، ډیره خطرناکه ده. هلته په وارو وار د کډوالو زړې کښتۍ ډوبي سوي دي. دغه سوریایی کوچنیان او د هغوی پلار بختور وو. هغوی د لیسبوس ټاپو مخي ته یوناني کب نیوونکو په مدیترانه کي له ډوبیدو څخه وژغورل.
انځور: Reuters/Y. Behrakis
هغه تصویر چی نړۍ یې ولړزوله
درې کلن ایلان کوردي ته مهاجرت د ژوند په بیه تمام سو. د سپتمبر په لومړيو کي هغه د خپل ورور او مور سره په اِژه درياب کي هغه وخت ډوب سول، چي غوښتل ئې ځانونه کووس ټاپو ته ورسوي. د دغه سوریايي ماشوم عکس چي د بودروم په ساحل کی اخیستل سوی، په ډیر لږ وخت کي مطبوعاتو ته ورسید او په دې ډول یې په ټوله نړۍ کی انسانان ولړزول.
انځور: Reuters/Stringer
ډیره گډوډي
په کووس ټاپو کي لومړی باید زیاتره کډوال مخکي تر دې چی وچي ته ځان ورسوي، د راجستر کیدو له پاره انتظار وباسي. په دوبي کي حالت هغه وخت ډیر خراب سو چي چارواکو د راجستر له پاره کډوال په یوه ستودیوم کی په داسي حال کي کلابند کړل چي سخت لمر وو او اوبه هم نه ورته رسیدلې.
انځور: Reuters/Y. Behrakis
د کډوالو له پاره یوه بېړۍ
دغه ناوړه حالت د گډوډیو سبب سو. له دې کبله چي حالت تر کنترول لاندي راوستل سي، د یونان چارواکو یوه لویه بېړۍ ورواستول. په هغې کی ۲۵۰۰ د خوب مؤقتي ځایونه او د راجستر کیدو له پاره یوه برخه جوړ سوې وه.
انځور: Reuters/A. Konstantinidis
په اروپا کي کشمکشونه
تقریباً په عین وخت کي شمالي برخي ته د یونان او مکدونيا ترمنځ سرحد: سرحدي پولیس هیچاته د ورتگ اجازه نه ورکوي، په هغوی کي داسي کوچنیان سته چي له میندو او پلرو څخه بیل سوي دي. نارې او غالمغال. د گیورگي لیکوفسکی له خوا اخیستل سوي دغه انځور د یونیسف له خوا د کال د تصویر په حیث ونومول سو، دا ځکه چي په هغه کي د اروپا کشمکش او مسئولیت څرگند سوی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski
د سفر له ادامې څخه مخنیوی
د دوبي په پای کی بوداپست د چارواکو د ناکامۍ او خارجیانو ضد یو سمبول وگرځید. په زرو کډوال د هنگری د پلازمیې د ریلونو د شرقي ستیشن پر شاوخوا په خیمو کي ځای پر ځای سول. د هنگري چارواکو د هغوی د سفر د ادامې مخه ونیوله. زیاتره کډوال مجبور سول چی پر پښو باندي د آلمان پر خوا حرکت وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
مهاجرینو ته ښه راغلاست
د سپتمبر د پنځمې نېټې په شپه یوې پرېکړي کډوالو ته لار پرانیستله: د آلمان صدراعظمي انگیلا میرکل د اتریش له صدراعظم ویرنر فایمن سره په گډه د دغه کار په مقابل کي عکس العمل وښود. هغوی پرېکړه وکړه چی پرته له بیروکراسۍ دي کډوالو ته د نور تگ امکانات برابر سي. په همدغه ورځ ډیر ریلونه او بسونه د ویانا او مونشن لوری ته په حرکت سول.
انځور: picture alliance/landov/A. Zavallis
بلاخره هدف ته ورسیدل
د یو څو ساعتو په ترڅ کي په زرو مهاجر آلمان ته راورسیدل. یوازي مونشن ته د سپتمبر په اوایلو کي ۲۰ زره مهاجر ورغلل. د مونشن د ریلونو په مرکزي ستیشن کي بې شمیره مرسته کوونکي د ډوډۍ او کالیو په ورکولو سره د هغو هرکلی وکړ.
انځور: Getty Images/AFP/P. Stollarz
"د صدراعظمې سره د سِلفي عکسونه
په داسي حال کی چی د میرکل محبوبیت د کډوالو په منځ ډیریږی، په آلمان بیا دهغې په مقابل کی غوصه رامنځته کیږي. ددغه ډول انتقاد په مقابل کی میرکل په یوه مطبوعاتي کنفرانس کی جواب وایی: « که موږ اوس ددې کار څخه ډډه وکړو چی کډوالو ته یو صمیمانه مخ ښکاره کړو ، نو دا به زما هیواد نه وي.» د میرکل دا جمله « موږ ددې کار له عهدې څخه وزو» د هغې په یوه سپیڅلی شعارتبدیل سو.
انځور: Reuters/F. Bensch
له ځانه سره راوړي خاطرې
د سپتمبر مياشتي په پای کي د آلمان پولیسو له هیجانه ډکه یو انځور خپور کړ. دغه انځور یوې کډوالي نجلۍ اخيستی وو او د پساو یوه پولیس ته یې سوغات کړ. په هغه کي له یوې خوا د جنگ جگړو ناخوالي او له بلي خوا هغه خوشحاله حالت ترسیم سوی چي کډوال بلاخره یو مطمین ځای ته رارسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Bundespolizei
تراژیدي ادامه لري
د اکتوبر مياشتي په پای کي څه د پاسه ۷۵۰ زره کډوال آلمان ته راورسیدل. خو د هغو راتگ ادامه لري. بالکان هیوادونه په تنگ سوي دي. هغوی خپل سرحدونه وتړل. یوازي سوریایان، افغانان او عراقیان اجازه لري چي له سرحد څخه تیر سي. د احتجاج په ډول د نورو هیوادونو ځینو مهاجرو خپلي خولې و گنډلې.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski
"د کشمکش پای نه تر سترگو کیږي
له مکدونيا سره په سرحد کي د مظاهره کوونکو پر پلاکاتونو لیکل سوي «جرمني، مرسته راسره وکړه». په اروپا کي ژمی رارسیږي. په زرونو انسانان چي په هغو کي کوچنیان هم شامل دي، په دغه ځای کی بند پاته دي. په دې ترڅ کی حتی سویدن چي د کډوالو پر مخ یو خلاص هیواد وو، هم په مؤقتي ډول د خپل سرحد کنترولول پیل کړي دي. په ۲۰۱۶م کال کي هم اروپايي ټولنه، اروپا ته د درو میلیونو نورو کډوالو دراتگ انتظار کوي.