د مهر آباد پر هوایي ډګر او د تهران په لویدیځ کې شدید بریدونه
۱۴۰۴ اسفند ۱۶, شنبه
اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د هوایي ځواکونو له ۸۰ ډیرو جنګي الوتکو په تهران او د ایران په مرکزي برخو کې اهداف په نښه کړي دي.
د هغو رپوټونو په حواله چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي د تهران په لویدیځو سیمو کې سختې چاودنې شوې دي. د مهرآباد هوایي ډګر او شاوخوا سیمې یې د دغو بریدونو اصلي هدف و.
د ایران په نورو سیمو کې هم د سپاه پاسداران د مرکزونو او همدرانګه د پوځ د هوایي اډو پر وړاندې شپنیو بریدونو دوام درلود.
پر مهرآباد هوایي ډګر له برید سره هم مهاله پر «پایګاه شکاري هفتم شیراز» یا د شیراز اووم ښکاري هوایي اډې او «پایګاه شکاري چهارم درفول» یا د درفول څلورم ښکاري هوایي اډې د بریدونو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې دي.
سنتکام: ایران کې تر ۳۰۰۰ ډیر اهداف په نښه شوي
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شنبې په سهار په ایکس ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې په تیره یوه اونۍ کې د ایران پر وړاندې د جګړې د پيل راهیسې په دغه هیواد کې له ۳۰۰۰ ډیر اهداف په نښه شوي دي.
د سنتکام په وینا له ۴۳ ډیرې ایراني بیړۍ یا خو په بشپړ ډول له منځه وړل شوي او یا هم ورته زیان اوښتی دی.
د سنتکام له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د دغو بریدونو هدف د ایران د سمندري ځواکونو په بشپړ ډول له کاره غورځول ښودل شوي دي.