1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موريا کمپ کې وضع خورا ترينګلې ده

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

د يونان حکومت غواړي په موريا او نورو کمپونو کې خراب حالت سم کړي. نورو ځايونو ته د خلکو لېږدول او د پناه لا سخت مقررات د حل لاره ګڼل کيږي. خو وضع د ښه کېدو به حال کې نه ښکاري.

Griechenland l Migranten auf Lesbos - von Frontex gerettete Migranten
انځور: DW/D. Tosidis

د سهار درې بجې دي چې د فرونتکس يعنې د اروپا د سرحدونو د ساتونکي اژانس پرتګالۍ بېړۍ د سکالا سيکامينيا ښار ته رسيږي. د چراغونو په رڼا کې ښځې او ماشومان ورڅخه کوزيږي چې ځينو يې کمپلې په ځان پورې نغښتې دي. ټول ستړي او ستومانه برېښي. د نارينه و تر مخه ښځې او ماشومان له کښتۍ کښته کيږي. يوه ځوانه نجلۍ چې د شلو کلونو شاوخوا عمر لري، له سره ټيکري او کرمچونو سره په نرۍ موسکا سره د نورو په نسبت يو څه راحته ښکاري چې د اروپا خاورې ته يې ځان رارسولی دی. احمد له سوريې څخه هم په کښتۍ کې ورسره سپور وو. هغه کيسه کوي چې څلور کاله يې په استانبول کې ژوند کړی دی چې بیا په غير قانوني ډول بېرته «سوريې، يعنې جګړې ته» ستنول شوی وو. ۳۲ کسانو په دغه شپه دغه خطرناک سفر شا ته پرې ايښی دی. 

له دوزخه تښتېدلي

د موټر په واسطه د ساحل په اوږدو کې تقريبا ۵۰ دقيقې د جنوب په لور لاره پاته ده څو سړی د موريا کمپ ته ورسيږي چې د لسبوس په ټاپو کې پروت دی. هغه اصلا د ۲۰۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی وو، خو اوس پکې تقريبا ۱۴۰۰۰ تنه ژوند کوي. د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د تړون په چوکاټ کې بايد د يو څو ورځو په ترڅ کې د مهاجرو د حقوقي وضعيت په هکله دلته پرېکړه شوې وای. له دې طريقه بايد يا ترکيې ته ستنول شوي يا په يونان پورې مربوط له دغه ټاپو څخه د يونان وچې خاورې ته وړل شوي وای. ډېری دغه کسان البته په کمپ کې نه، بلکې د زيتونو تر ونو لاندې په خراب حالت کې ژوند کوي. دلته خلکو خېمې لګولې دي چې د خځلو او چټليو انبارونه هم ليدل کيږي. د يو څو ورځو راهيسې د ځان مينځلو له پاره اوبه هم نه شته. د شپې له خوا په دغه کمپ کې تاوتريخوالی هم پېښيږي. عادي کډوال وايي چې هغوی له دغه حالته وېريږي. 

د لسبوس ټاپو کې مېشت کډوالانځور: DW/D. Tosidis

افغانه رها وايي چې «زه پياوړې يم»

۲۴ کلنه افغانه رها هم له نورو تقريبا ۲۰۰ کډوالو سره يو ځای له لسبوس ټاپو څخه د يونان وچې خاورې ته وړل کيږي. هغې يو کال له خپلې اووه کلنې لور زيبا سره په لسبوس کې ژوند کړی او په بېلابېلو پروژو کې يې برخه اخيستې ده. هغه وايي چې له رسامۍ او خال وهنې سره يې ډېره علاقه ده. رها لږ وروسته دغه ټاپو ته راغلي يوه بس ته ورخيژي او خپل ټول شيان له ځانه سره وړي. هغه دوه بسکونه او ډېرې کڅوړې له ځانه سره اخلي. په دغو کڅوړو کې د هغې ځينې رسمونه او نقاشۍ هم پرتې دي. هغه له خپلې لور سره له يوه اوږده قطاره څخه تېريږي او په خندا سره وايي چې «ما ډېر شيان له ځانه سره اخيستي او له خپلې لور سره هم يوازې يمه. هر څه ډېر سخت دي، خو زه يې کولی شم. زه پياوړې يم.»
رها او لور يې په وروستۍ جوپې پورې اړه لري چې بس ته ورخيژي. هغه به سبا سهار اتن يعنې د يونان پلازمېنې ته ورسيږي. هغه نه پوهيږي چې له دې وروسته به چېرته ځي. خو هغه ښه پوهيږي چې نه غواړي بېرته موريا ته ستنه شي.  

۲۰ کلنه افغانه کډواله رهاانځور: DW/D. Tosidis

ماکس څاندر له لسبوس څخه/ن ص/ا و ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب