1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موریا په کمپ کي په کرونا باندي د اخته کیدو لومړنۍ پیښه

۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعه

د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا کي د یوه ۴۰ کلن سومالیایی مهاجر د کرونا تِست مثبت ختلی دی. دغه خبر د لیسبوس په ټاپو کي پروت دغه ډک کمپ کي د کووید ۱۹ ناروغي د پراخیدو په اړه اندیښنې زیاتي کړي دي.

Griechenland Flüchtlingslager Moria
انځور: picture-alliance/ANE

د یونان د مهاجرینو چارو وزارت رپوټ ورکړی چي ددغه سړي صحي حالت ښه دی. په کمپ کی سرچینو ویلي چی دغه ۴۰ کلن سړی په دیابېت یا شکر هم اخته دی.
د موریا په کمپ کي چي ۲۸۰۰ تنه پکښي ځاییږي ، څه د پاسه ۱۲۷۰۰ مهاجر تر سختو شرایطو لاندي ژوند کوي.
د بې سرحده ډاکټرانو خیریه سازمان د جولای په پای کي اعلان وکړ چي ددغه کمپ له ۳۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي د زوړوالي او یا هم صحي وضعې له کبله د کرونا له خطر سره مخامخو ډلو کي شاملیږي.

د یونان ادارې اوس کوښښ کوي ، دا معلومه کړي چي نوموړی سړی له کومي لاري په دغه ویروس اخته سوی او په دې اړه اړیکي تر څیړني لاندي نیسي. سربیره پر دې دغه کمپ د سپتمبر تر ۱۵ مي تړل سوی او څوک ورته د ننوتو او یا هم له هغه څخه د وتو اجازه نه لري. یوازي امنیتي کارکوونکي اجازه لري چي د تبي تر اندازه گیرۍ وروسته ددغه کمپ ساحې ته ورداخل سي.

د یونان د مهاجرینو په کمپونو کې د کرونا ویروس د خپریدو ویره

03:18

This browser does not support the video element.



د یونان د مهاجرینو چارو وزارت د څرگندونو له مخي دغه سومالیایی سړی د مهاجر په توگه قبول سوی وو او په یونان کي یې د پاته کیدو اجازه ترلاسه کړې وه. خو هغه بیرته د لیسبوس په جزیره کی دغه کمپ ته ورغلی وو. ډیری مهاجر له کمپ څخه تر وتلو وروسته د کور یا کوم کار د پیدا کولو په برخه کي د مشکلاتو سره مخامخ وي.
 

د  «میدوکو انترنشنل» خیریه سازمان ، په دغه تر اندازې ډک کمپ کي د کرونا د نه کنترول کیدونکي ویروس له پراخیدو څخه خبرداری ورکړی او غوښتنه کوي چي په خاص ډول د خطر سره مخامخ کسان له نوموړي کمپ څخه وباسي.

دا د یونان په جزیرو کي د مهاجرینو په کمپ کي په کرونا ویروس باندي د اخته کیدو لومړنۍ پیښه نه ده. د اگست په میاشت کي د خیوس په جزیره کي یو ۳۵ کلن یمنی په کرونا ویروس اخته سو. د یونان په نورو سیمو کي هم د کرونا پیښې ثبت سوي وې. د اپریل په میاشت کي په یوه کمپ کي ۱۵۰ تنه اخته سوي وه.


یونان د نورو اروپایی هیوادونو په مقایسه د کرونا له پاندیمي څخه لږ اغیزمن سوی او تر اوسه یوازي ۲۷۱ تنه په دغه هیواد کي د کرونا قرباني سوي. خو د اگست په میاشت کي د اخته کسانو شمیر ډیر لوړ سو. په مجموعي ډول په یونان کي تقریبأ۱۰۵۰۰ تنه د کرونا په ویروس اخته سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب