قلپين: په سلګونو میندو په ګډه خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړې
۱۳۹۷ مرداد ۱۵, دوشنبهپه نړیواله کچه د نوي زیږیدلو ماشومانو د مړينې عمده دليل د مور د شېدو نه څښل دي او دې مهمې ستونزې ته د خلکو پام را اړولو له پاره په سلګونو فليپينې ښځو خپلو ماشومانو ته په ډله ایز شکل شېدې ورکړې.
د فرانس پریس خبري آژانس په حواله د فلېپين د پلازمېنې مانيلا په یوه سټیډیم کې نږدې ۱۵۰۰ ښځو پر خپلو سرونو سمبولیک تاجونه ایښي ول او یو شمیر نورو یې بیا د «سوپر هیرو» ټي شرټونه یا کمیسونه اغوستي ول. ویل کیږي چې دغو ښځو د موسیقۍ له ساز سره سم نڅا کوله او په همدې حالت کې د خلکو په موجودیت کې خپلو بچو ته شېدې ورکولې.
۳۸ کلنې ابیګل لیمیجاپ (ای اف پي) ته ویلي دي: «د مور شېدې یوه مينه ده. دا په ننني عصر کې آسان کار نه دی، خو مونږ به د محبت په خاطر دا عمل جاري ساتو». لیمیجاب د پنځه کلن او یولس میاشتني ماشومانو مور ده. د دې تر څنګ نوموړې اوس ميندواره هم ده.
دغه کلني مراسم د حکومت د هغه کمپاين یوه برخه ده چې غواړي مېندې وهڅوي خپلو بچو ته د وچو یا پاکټي شېدو پر ځای خپلې شېدې ورکړې.
د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې د ماشوم له زیږیدو څو ساعته وروسته څخه نیول بیا لږ تر لږه شپږو میاشتو پورې باید ماشوم ته د مور شېدې ورکړل شي.
خو په نړیواله کچه له هرو ۵ څخه ۳ ماشومانو ته تر زیږیدو سملاسي وروسته د مور شېدې نه ورکول کيږي چې له امله یې نوي زیږیدلي ماشومان د مړينې او ناروغۍ له خطر سره مخامخ کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو له مخې په فلېپين کې هر کال له هرو ۱۰۰۰ څخه ۲۷ ماشومان ۵ کلنې تر رسیدو د مخه مړه کيږي.
د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په حواله په دغه هیواد کې له ۲۰۱۳ م کال راهیسې د مور د شېدو د ارزښت روښانه کولو هڅه کیږي او همدا علت دی چې د پخوا په پرتله اوس ډیرې مېندې خپلو ماشومانو ته خپلې شېدې ورکوي.