1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترمپ غوښتل د دموکراټانو ايميلونو ته لاسرسی ولري»

۱۳۹۸ آبان ۱۲, یکشنبه

په داسې حال کې چې د دموکراټانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ اختلافاتو زور اخيستی، د ترمپ يوه تړل شوې دوسيه بيرته خلاصه شوې ده. د مولر څيړنيز رپوټ له مخې، ترمپ په ۲۰۱۶م کال کې غوښتل د دموکراټانو ايميلونو ته لاسرسی پيدا کړي.

Donald Trump und  Hillary Clinton
انځور: picture-alliance/AP/E. Vucci

رابرت مولر د امريکا متحده ايالاتو په وروستي انتخاباتو کې د روسيې د احتمالي مداخلې د ځانګړې دوسيې پلټونکی دی. د مولر د څيړنيز رپوټ د يوې برخې خپريدل ښيي چې د دونالد ترمپ انتخاباتي ټيم په ۲۰۱۶م کال کې هڅه کړې وه چې د دموکراټانو هغو ايميلونو ته لاسرسی پيدا کړي چې د افشا کونکې ويبپاڼې «ويکي ليکس» په اختيار کې وو. د ترمپ انتخاباتي ټيم هغه وخت هڅه کوله تر څو له دغې لارې خپلې انتخاباتې سيالې هېلري کلينټن ته ضربه ورکړي.

د «سي ان ان» خبري شبکې او د «بازفيد» خبري ویبپاڼې شکايت کړی وو تر څو د رابرت مولر څيړنو پورې اړوند اسناد دې خپاره شي. د هغوی شکايتونو اوس نتيجه ورکړې او دې سره د مولر د څيړنو يوه بله برخه خپره شوې ده.

د روان کال (۲۰۱۹) په مارچ مياشت کې د رابرت مولر د څيړنو نهايي رپوټ وړاندې کړل شو، خو د دغه رپوت ځينې برخې په علني توګه خپرې نه شوې.

کوم اسناد چې تازه خپاره شوي دي، په هغه کې د ترمپ د انتخاباتي ټيم مرستيال، ريک ګيټس، د مولر تحقيق کونکو همکارانو ته ويلي دي چې ترمپ، د هغه زوی او د انتخاباتي ټيم يو شمير نور چارواکي يې دې ته هيله مند ول تر څو په ۲۰۱۶م کال کې د دموکراټانو ايميلونه ژر تر ژره خپاره شي. په هغه وخت کې دغه ايميلونه د ويکي ليکس افشا کونکې ويبپاڼې په اختيار کې ول.

د رابرت مولر د رپوټ پر اساس، ګيټس ويلي دی چې ترمپ د خپل د ۲۰۱۶م کال د يوه انتخاباتي کمپيان پر مهال، پر هغه فشار راوړی وو، تر څو د دموکراټانو ايميلونه ورته هرڅومره ژر چې کيږي، تيار کړي.

ګيټس زياتوي چې هغه مهال د ترمپ د خارجي سياست له سلاکار مايکل فلين، چې بيا وروسته د يو څه مودې له پاره د ولسمشر ترمپ لومړنی امنيتي سلاکار وټاکل شو، څخه غوښتنه شوې وه تر څو د امنيتي غونډو پر مهال ارتباطاتو څخه، د دموکراټانو د ايميلونو د موندلو له پاره کار واخلي. د رابرت مولر په رپوټ کې راغلي دي چې فلين تر ټولو ښه روابط له روسيې سره درلودل.

د هغو رپوټونو له مخې چې وروسته د امريکا استخباراتي ادارې له خوا تائيد شوي، روسيې د دموکراټانو په زرونو ايميلونه غلا کړي ول. دغه ايميلونه د ويکي ليکس په اختيار کې ورکړل شوي ول. په ايميلونو کې د دموکراټانو ترمنځ د قدرت جګړه ښکاره کيده او د هغو افشا کول د دونالد ترمپ انتخاباتي سيالې، هيلری کلينتن ته د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې ډیر زيان ورساوه.

د امريکا متحده ايالاتو په انتخاباتو کې د روسيې د احتمالي مداخلې د ځانګړې دوسيې څيړونکي رابرت مولر، پوره دوه کاله د امريکا په انتخاباتو کې د دونالد ترمپ د انتخاباتي ټيم او روسيې تر منځ د احتمالي روابطو او د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې په اړه تحقيقات ترسره کړل. په دغو تحقيقاتو کې دا هم شامل وو چې آيا دونالد ترمپ سپينې ماڼۍ ته تر داخليدو وروسته، د قضايی تحقيقاتو پر وړاندې مانع واقع کيده او که نه؟

مولر د ۲۰۱۹م کال د مارچ مياشتې په پای کې د دغو تحقيقاتو نهايي رپوټ خپور کړ. خو د هغه د رپوټ ځينې برخې په علني توګه خپرې نه شوې. رابرت مولر په خپلو تحقيقاتو کې داسې کافي شواهد چې هغه له روسيې سره د ترمپ د انتخاباتي ټيم د اړيکو پر لرلو دلالت وکړي، پيدا نه کړل. تر هغه وروسته ترمپ په کراتو وويل چې دغه رپوټ هغه ته د ټولو تورونو پر وړاندې برائت ورکړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب