د مونشن امنیتي کنفرانس د سوریې د کړکیچ له پاره حل لاره و نه موندله
۱۳۹۱ بهمن ۱۶, دوشنبهد نورو تر څنګ د سوريې د کړکېچ له پاره د سياسي حل د موندلو دنده دې هيواد ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ ځانگړی استازی لحضر براهيمي، پر غاړه لري. تر ښاغلي ابراهيمي مخکې د ملګرو ملتونو پخوانب سرمنشي کوفي عنان، د سوریې له پاره د مګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړی استازی وو. خو کله چې د کوفي عنان د سولې پلان ناکامه شو، هغه له دې دندې څخه استعفأ وکړه.
د مونشن په کانفرانس کي د ښاغلي لخضر براهيمي له وينا څخه دا معنی اخيستل کیدای سي چي هغه يوې سياسي معجزې ته سترگي په لار دی. نوموړي کانفرانس ته د وينا پر وخت وويل چي نړیوال بايد د سوريې په هکله خپلې هيلې جاري وساتي. خو هغه زياته کړه چي «ماشومانه هيلې» و نه سي.
غبرگې معنی لرونکې رغونکې څرگندونې
د مونشن کانفرانس په داسې وخت کي د سوريې د کړکېچ په هکله بحث وکړ، چي داسې گنگوسې خپرې سوې دي چي گواکي لخضر براهيمي د امنيت شورا ته يو نوی رپوټ وړاندې کړی دی. براهيمي دغه رپوټ ته په اشاره سره وويل چي د امنيت د شورا پر غړو يې غږ کړی دی چي د سوريې د موضوع په هکله يو ځل بيا غونډه وکړي.
براهيمي ويلي دي چي که د امنيت شورا يو ځل بيا په دې ونه توانيږي چي د سوريې د رژيم غندنه وکړي، نو هغه به د تیر کال د جون په میاشت کې خپلې اعلاميې ته مراجعه وکړي. په دغه اعلاميه کي د براهيمي په آند د «غبرگو معنې لرونکو رغوونکو څرگندونو» څرک تر سترگو کيږي. په نوموړې اعلاميه کي وړانديز سوی وو چي په سوريه کي د داسې يو نوی حکومت جوړ سي چي په کړکېچ کي ښکېل ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.
په کړکېچ کي د نړیوالو مسووليت
اوس نړیواله ټولنه د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کي د سوريې د ستونزې د هوارۍ په هکله همنظره نه ده. د «سوريې د انقلابي قوتونو د ملي ټلوالې» رئيس معاذ الخطيب، هم پر نړیوالې ټولنې تور لگوي چي د خپلې ناهمږغۍ له کبله په غېر مستقيمه توگه د سوريې د رژيم ملاتړ کوي. دغه ټلواله زياتوي چي له همدې کبله د اسد رژيم خپل تاوتريخوالي ته دوام ورکړی دی چي په کې تر اوسه تر ۶۰ زرو څخه زياتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
الخطيب زياته کړې ده چي که د اسد رژيم سياسي بنديان خوشي کړي نو اپوزيسيون دې ته چمتو دی چي له رژيم سره د خبرو اترو پر مېز کښېني. دا هغه غوښتنه ده چي لا تر اوسه پورې ورته مثبت ځواب نه دی ورکړل سوی. الخطيب گواښ کړی دی چي که يې غوښتنې و نه منل سي نو ښايي په سوريه کي جگړه لا توده سي.
په سوريه کي د ايران رول
د مونشن په کانفرانس کي چي کله د ايران د بهرنيو چارو وزير د سوريې پر موضوع خبرې وکړې، نو ورسره زياتي چکچکي بدرگه نه وې. نوموړي د دې غوښتنه وکړه چي د سوريې د کړکېچ د حل له پاره روانو سياسي هلو ځلو ته دې لا زيات وخت ورګړل سي. هغه زياته کړه چي ايران د سوريې له اپوزيسيون سره خبرې کړې دي او د سوريې د کړکېچ د سوله یيز حل ملاتړ کوي. نوموړي وويل چي د دې پریکړه به تاریخ وکړي چې د سوریې په کړکیچ کوم اړخ پر حق وو او کوم ناحقه.
د مونشن د امنيتي کانفرانس په عامه غونډه کي د هيڅ ډول داسې نښې نښانې څرک ونه ليدل سو، چي گواکي د سوريې د کړکېچ له پاره دې د حل لاره موندل سوې وي. خو د امنيتي کانفرانس کوربه ولفگانگ ايشينگر، وويل چي د کانفرانس تر څنگ د تړلو دروازو تر شا هم دپلوماسي روانه وه. دا چي په دغو کوټو کې کوم وړاندیزونه شوي دي، د کانفرانس تر پای ته رسېدو وروسته هم څرگند نه سول.