1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونش امنیتي کنفرانس؛ تمرکز پر اوکراین د روسي یرغل باندې دی

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

د مونش په سږني امنيتي کنفرانس کې تمرکز پر اوکراین د روسېې د پوځي یرغل پر موضوع دی. د حکومتونو د تر ټولو لوړې سطحې چارواکو په دغه کلني کنفرانس کې د ۹۶ هیوادونو استازو برخه اخیستې ده.

د مونشن کلنی امنيتي کنفرانس (MSC) د جمعې په ورځ (د فبروري ۱۷مه) د اوکراین د ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي په افتتاحیه وینا پيل شو
د مونشن کلنی امنيتي کنفرانس (MSC) د جمعې په ورځ (د فبروري ۱۷مه) د اوکراین د ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي په افتتاحیه وینا پيل شوانځور: Roman Goncharenko/DW

د مونشن کلنی امنيتي کنفرانس (MSC) د جمعې په ورځ (د فبروري ۱۷مه) د اوکراین د ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي په افتتاحیه وینا پيل شو.

دغه کنفرانس د آلمان د بایرن ايالت په مرکز کې په داسې یو وخت کې جوړ شوی چې پر اوکراین د روسېې د پوځي يرغل يو کال پوره کېدو ته د ګوتو په شمیر څو ورځې پاته دي.

په کنفرانس کې د ۹۶ هیوادونو ګډونوال به د راتلونکو څو ورځو په جریان کې د دفاع پر کلیدي موضوع ګانو بحثونه وکړي.

په مونشن کې د امنيتي کنفرانس اهميت څه دی؟

د سږني کنفرانس مشري د لومړي ځل پاره د آلمان د پخوانۍ صدراعظمې انګلا ميرکل د بهرني سیاست سلاکار، کريستوفر هویزګن او د کنفرانس د پخواني مشر، ولفګنګ ایشنګر ځای ناستی کوي. ایشنګر د ۱۵ کلونو له پاره د دغه کنفرانس مشري مخته وړې ده.

ولفګنګ ایشنګر وويل چې د ۲۰۲۲م کال کنفرانس په دې هیله چې «د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتین به د نړيوالې ټولنې له خوا د ښودل شوي اتحاد تر اغیز لاندې راشي،» پای ته ورسیږي، «... موږ ټول واقف یو چې څه پېښ شول.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۱۷مه د مونشن امنيتي کنفرانس کې د وینا پر مهالانځور: Thomas Kienzle/AFP via Getty Images

د اوکراین پر مسئلې اروپا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

د مونشن امنيتي کنفرانس مشر پر اوکراین د روسېې یرغل ته په اشاره وويل چې «ولادیمیر پوتین د تمدن د نقض مرتکب ګرځيدلی دی.» هغه زیاته کړه چې دا تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې په اروپا کې یو هیواد «د یو بل هیواد موجودیت ردوی او یو تمام اعیاره جګړه پيلوي.»

له کنفرانس څخه د مخه د آلمان دفاع وزير بوریس پيستوریوس، یو ځل بيا د پوځ د تقوېې له پاره د داخلي عوايد له طریقه د دوه سلنۍ حد څخه ډيرې بوديجې پر لوړولو او همدارنګه د دغه پليټ فورم پر اهمیت ټينګار وکړ. هغه زیاته کړه چې د مونشن امنيتي کنفرانس «تل د خبراترو او تفاهم محل پاتې شوی دی.»

د مونشن امنيتي کنفرانس؛ روسيه په کې حضور نه لري

پیستوریوس وويل، «کوم څه چې نوی دی هغه دا دی، چې دا ټول هر څه په داسې یو وخت کې پيښېږي چې د اروپا په خاوره کې د روسېې له خوا د اوکراین پر ضد یوه جګړه په لاره اچول شوې ده.»

دا به د مونش په امنيتي کنفرانس کې د پيستوریوس لومړنی ځل وي چې ګډون کوي خو د ناټو د سرمنشي ينس ستولتنبرګ له پاره چې پلان لرې په راروان اکتوبر کې له خپلې څوکۍ ګوښه شي، وروستی وي.

د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۱۷مه د مونشن امنيتي کنفرانس کې د وینا پر مهالانځور: Odd Andersen/AFP via Getty Images

د مونشن امنيتي کنفرانس په بحراني وختونو کې پای ته ورسېد

د کنفرانس د ګډونوالو په ترکيب کې د ۴۰ هیوادونو او حکومتونو مشران او نژدې ۱۰۰ وزیران شامل دي. روسيه به په دغه کنفرانس کې د پام وړ غیابت ولري څرنګه چې رهبري ته ېې د تېرو دوو لسیزو په جریان کې د لومړي ځل له پاره بلنه نه ده ورکړل شوې.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون به د کنفرانس معرفي او اړوند نور جزئیات ورکړي.

تمه ده چې د جمعې ورځې له ویناوالو څخه د چین د بهرنیو چارو وزیر، یانګ يي او د امریکا متحده ایالتو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس به د جمعې ورځې له وینا والو څخه وي.

دویچه ویله ا/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل