دغه بد خبر مستقياً په لندن کي له بيکينگهام ماڼۍ څخه راځي. د بريتانيا وليعهد شاهزاده چارلز ويلي دي: «زه تقريباً په دې خبره ډاډه يم چي په راتلونکو اتلسو مياشتو کي به دا خبره معلومه سي چي موږ کولای سو د مځکي د کُرې تودښت تر هغې کچي پوري وساتلای سو چي ژوند پکښي وکړای سو او که نه».
بې بې سي د شاهزاده چارلز دغه څرگندوني د «مځکي د ژغورلو له پاره يوازي اتلس مياشتي وخت لرو» تر سريزي لاندي نشر کړي او له يوه آلماني کارپوه سره يي هم خبري کړي.
په پوتسدام کي د اقليمي تغيراتو په اړه انستيتوت څخه دغه آلماني کارپوه پروفيسر هانس يوآخيم هلنهوبر ويلي چي «له راتلونکي کال څخه نه سو کولای د مځکي زيانونه ترميم کړو او که همدا مسير ته ادامه ورکړو، تر۲۰۲۰م کاله به هغې ته دومره سخت تاوان ورسوو چي بلاخره به له منځه ولاړه سي».
داسي ښکاري چي د بريتانيا وليعهد او پروفيسر هلنهوبر ددې کار له پاره خپل دلايل هم لري. هغوی وايي چي نړيواله ټولنه بايد هر څومره ژر چي امکان لري، د گلخانه يي گازونو د توليد د مخنيوي له پاره گامونه پورته کړي.
آلماني اقليم پيژندونکي او په ملگرو ملتونو کي د اقليمي بدلونونو په اړه د بين المللي ډلې له مديرانو څخه هانس-اتو پورتنر، دويچه ويله ته ويلي چي «له صنعتي انقلاب څخه مخکي دورې په مقايسه، هر څومره چي مځکه توديږي، وضعيت هغومره نور هم خطرناکه کيږي. هر څومره چي نور هم صبر وکړو، هغومره شرايط سختيږي.»
هغه خطرونه چي مځکې ته گواښ دي
اقليمي بدلونونه مځکه تهدیدوي. د قطبي یخچالونو په ويلي کېدو سره پیل کیږي او د سمندرونو د اوبو د سطحې په لوړوالي سره پای ته رسیږي. نو سر له اوسه لا خپلو کوچنیانو ته د دغو یخچالونو په اړه کیسې وکړی، ځکه بیا ناوخته نه سي.
انځور: Fotolia/peteri
هرڅوک چي غواړی د عکس اخیستلو له پاره د آسترالیا د دغو زرغون رنگو بوټو او کبانو ترمنځ لامبو وکړي، نو ژر تر ژره دي لاس په کار سي. په اوسط ډول د هوا دوې درجې تودیدل، د هغو زرغون رنگ د په سپین اوښتو سبب کيدای سي او وروسته ښايي دغه بوټي له منځه ولاړ سي. له بلي خوا د کاربن دای اکساید د گاز د جذبیدو له امله د سمندرونو اوبه هم اسیدي کیږي چي وروسته به ښايي دغه ډول بوټي هم پکښي وده نه وکړي.
انځور: picture-alliance/ dpa
د «همکارۍ او اقتصادی ودي» سازمان خبرداری ورکوي چی د آلپ په غرونو کي د واورو اورښت په اوسط ډول مخ پر کمیدو دی. په تیره بیا په هغو سیمو کي چي کښته پرتې دي دغه ستونزه نوره هم ستره ده. له همدې کبله د بوټو شنه کیدل مخ پر لوړه روان دی او په دې ډول د کنگلونو د ويلي کېدو سبب گرځي.
انځور: picture-alliance/chromorange
د "ونیز" کښته ښار ښايي د سمندرونو د اوبو د سطحې د لوړیدو له امله ډوب سي او یا هم د سیلابونو له امله نور د اوسیدو له پاره مناسب نه سي. دا د ایټالیا لومړی ساحلي ښار نه دی چي له دغه ډول یوه سرنوشت سره مخامخ دی، بلکی نور ښارونه لکه نیویارک، بنکاک، هانکانگ، بمبی، سکندریه او امستردام هم له ورته خطر سره مخامخ دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د کنگلونو ویلي کیدل د دې سبب سوي چي د دوو وچو یعنی اروپا او آسیا تر منځ د اوبو یوه لار جوړه سي چي په نتیجه کي واټن را لنډ سي. په ۲۰۰۷م کال کي لا په دغه ځای کي د کښتۍ چلولو امکان نه ؤ. په اوس وخت کی دلته تفریحي بیړۍ په تگ راتگ کي دي.
انځور: DW/I.Quaile
که غواړی چي وچو سیمو ته سفر وکړئ، نو ژره تر ژره اقدام وکړئ. اقلیمي بدلونونه پرهغو حیواناتو چي د وچکالیو او اوبو د سطحې د لوړوالي پر وړاندي تر ډیره مقاومت کولای سي، خپله اغیزه لري. د وحشي حیواناتو نړیوال سازمان فیلان د دغه ډول تر خطر لاندي حیواناتو په ليست کي راوستلي دي.
انځور: Reuters/P. Bulawayo
د اوبو او هوا بدلون په کلیفورنیا کي د سختي وچکالۍ سبب سوی. په دغه ځای کي په وروستیو درو کلونو کي د تودوخي تر ټولو لوړه درجه ثبت سوې ده. دغه ډول بدلونونو په تیره بیا د بادام ونو ته سخت زیان اړولی دی. په برازیل کي د قهوې او په ویټنام کي د وریجو کروندې د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي.
انځور: Reuters/L. Nicholson
د نړيوالو ميراثونو د خونديتوب سازمان (یونسکو) پر خپله انترنت پاڼه د طبیعيت د ښایسته ځایونو عکسونه خپروي. خو که تودوخه د سانتي گراد درې درجې لوړه سي، له ۷۰۰ دا ډول طبیعي ځایونو څخه یې ۱۳۶ له خطر سره مخامخ کیږي. د ۱۹ پیړۍ تر نیمايي پوري نژدې۱۵۰ يخچالونه موجود وه، خو د ۲۰۱۰م کال په پیل کیدو سره له هغو څخه یوازي ۲۴پاته دي. اټکل کیږي چي تر ۲۰۳۱م کاله پوري به د هغو هیڅ ډول نخښه نه وي پاته.
انځور: gemeinfrei
د اوبو او هوا بدلون ستاسو پر کورونو هم اغیزه کوي. د Climat Central په نامه غیر دولتي سازمان اټکل کړی چي د ۲۱۰۰م کال په پیل سره به تقریباً ۱۵۰میلیونه کسان په داسي ځایونو کي ژوند وکړي چي د سختو سیلابونو له گواښ سره به مخامخ وي.
انځور: Reuters/Mariana Bazo
حتي که په اوسط ډول د مځکې کُره د صنعتي عصر د مخکي دورې په ډول، دوې درجې گرمه پاته سي، په سمندرونو کي د اوبو د سطحې د لوړالي سبب گرځي، په دې ډول ښايي د هغه په نتیجه کي د امستردام ښار تر اوبو لاندي سي. له بلي خوا که د کاربن دای اکساید د گازو خپریدل په اوسني اوسط سره ادامه پیدا کړي نو تر۲۱۰۰م کاله به د مځکې حرارت څلور درجې لوړ سي او په دې ډول به نیویارک تر اوبو لاندي سي.
انځور: Fotolia/peteri
انځورونه1 | 9
په بريتانيا کي له صنعتي انقلاب راهيسي، کله چي د بخار ماشين اختراع او تکميل سو، د مځکي په اتوموسفير کي د گلخانه يي گازونو توليد ډير سوی او هرکال نور هم مخ پر زياتيدو دی».
د صنعتي انقلاب له پيل څخه تر۱۸۷۰م کاله پوري، د کاربن داي اکسايد غير طبيعي توليد، د مځکي تودښت دوې درجې زياته کړی چي په نتيجه کي يې دا ډول تودښت د مځکي طبيعي تعادل گډوډ کړ.
په نوييمو کلونو کي اروپايي ټولنه په اول وار، په دې فکر کي سوه چي د کاربن دای اکسايډ د توليد په کنترولو سره د تودوخي له زياتيدو څخه مخنيوي وکړي.
په اروپا کي د گرمي هوا څپه بې سارې ده
د اقليمي سياست کارپوه، وولفگانگ اوبرگاسل دويچه ويله ته ويلي دي چي «پس له هغه يي لس کاله وخت غوښت تر څو اروپا په دې بريالۍ سوه چي د نړيوالو پام د دغې موضوع اهميت ته راواړوي.»
نړيوالي ټولني په ۲۰۰۹م کال کي د کوپنهاگن په کنفرانس کي پر دې توافق وکړ چي د مځکي تودښت تر دوو درجو پوري محدود وساتي. په هغه وخت کي تقريباً د ټولو له پاره دا خبره واضح سوه چي تر دوو درجو زيات تودوښت، د مځکي کُرې د ژونديو موجوداتو له پاره سختي پايلي له ځانه سره لرلای سي.
اوږدمهاله وچکالۍ، له سيلابونو سره ملگري اورښتونه، د ځنگلونو سوځيدل، د قطبي کنگلونو ويلي کيدل، د آزادو اوبو د سطحي لوړيدل او د گرمۍ څپې، په ټوله نړۍ کي احساسيږي.
ددغه ډول حالت مخنيوی، د نړۍ د ټولو سياستوالو په ځانگړي ډول سترو هيوادو، لکه امريکا، چين او هند په جدي عزم او ارادې پوري اړه لري. ولفگانگ اوبرگاسل وايي: «نړيوالي ټولني پر دې باندي توافق کړی چي د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کال ترمنځ فاصله کي به د مځکي د تودښت د مخنيوي له پاره د لا نورو هڅو څيړنه وکړي.»
هغه په دې باور دی چي «که تر ۲۰۲۰م کاله پوري کوم اقدام و نسي نو دا به د منلو وړ نه وي چي واقعاً هم سياستوال ددغې موضوع اهميت ته متوجه سوي او حاضر دي چي يو کار ترسره کړي».