د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبهد مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
د مکسيکو په هيواد کي د مخدره توکو قاچاق وړونکي زياتي پيسې او زور لري. په داسي حال کي چي د هغوی په لسهاؤ زره قربانيان اکثره په ډليزه قبرونو کي ښخ دي، د دوی خپل قبرونه لوی مقبرې لري. څو بېلګي يې دلته وګورئ:
د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۱مه نېټه په مکسيکو کي د مخدره توکو د قاچاق وړونکو پر ضد د حکومت د عملياتو د پېل لس کاله پوره سول. په داسي حال کي چي د قاچاق وړونکو په لسهاؤ زره اکثره قربانيان په ډليزه يا نا معلومو قبرونو کي ښخ دي، د قاچاق وړونکو خپلې مقبرې ډېري قيمتي او مزارونو ته ورته دي. لکه په کوليا کان کي دغه بېلګه يې.
د مخدره توکو د مافيا مشران د مړيني وروسته هم يو د بل سره سيالي کوي. د هر دغه قاچاق وړونکي مقبره د هغه د شمتنيو په هکله يو داستان بيانوي.
د مکسيکو په جاردينس دېل هومايا کي دغه مقبره تر ټولو قيمتي ده چي ويل کيږي ورباندي ښايي ۲۹۰ زره ډالره مصرف راغلی وي. خو اوس تر دغه څخه هم قيمتي مقبرې د جوړېدو په حال کي دي.
په ۱۹۳۳ کال د امريکا په متحده ايالاتو کي پر الکهولي مشروباتو بنديز ولګول سو. همدا ؤ چي له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته د شرابو قاچاق پېل سو. کله چي په امريکا کي ياد بنديز بېرته ليري سو نو له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته وروسته د ترياکو، چرسو او هيروينو قاچاق په زياته په ۱۹۶۰ مو کلونو کي زيات سو.
د امريکا د متحده ايالاتو او مکسيکو تر منځ تقريبا ۳۲۰۱ کلومتره اوږد سرحد دی. پر دغه سرحد له لسيزو راهيسي له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته مخدره توکي قاچاق کيږي. زيات وختونه د دغه ډول تونلونو څخه هم کار اخيستل کيږي.
مکسيکو د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کي دغه اندازه مخدره توکي ونيول. د امريکا و متحده ايالاتو ته هر کال د رسېدونکو کوکائينو ۹۰ فيصده د مکسيکو پر لار تيريږي.
د ۲۰۱۵ کال په مارچ کي د څېټا مافياا مشر اومر ترېمينو ونيول سو. د مکسيکو حکومت وايي چي د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کالونو تر منځ د قاچاق وړونکو سره په جګړه کي تر ۱۶۰۰۰۰ څخه زيات انسانان وژل سوي دي.
په مکسيکو کي اوس هم یو شمېر داسي د قاچاق وړونکو سيمي سته کومو ته چي حتی پوليس له تلو بيږيږي. په مکسيکو کي اوس هم د پوليسو او قاچاق وړونکو تر منځ خونړۍ جګړه ادامه لري.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.11.2014):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.03.2014):
انځورونه: افغانستان اوس هم د مخدره موادو په توليد کي لومړی ځای لري
د ۲۰۱۴ کال په پای کي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي. خو په دغه هيواد کي په ۲۰۱۳ کال کي د کوکنارو کښت نور هم زیات سوی وو.
د نړۍ په بل هيڅ هيواد کي د افغانستان په کچه ترياک نه توليديږي. د نړۍ ۹۰ سلنه تارياک په دغه هيواد کی توليديږي. په ۲۰۱۳ کال کي په افغانستان کي پر ۲۰۹ زره هکټاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي ول.
له مخدره موادو سره د ملگرو ملتونو ادارې په کلني راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۱۳ کال کي د کوکنارو کښت په سلو کي پنځوس زيات سوی وو. په ۲۰۱۳ مېلادي کال کي په افغانستان کي ۵۵۰۰ ټنه تارياک توليد سوي دي.
د ملگرو ملتونو کاربوهان په دې نظر دي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به د کوکنارو کښت نور هم زيات سي.
د ملگرو ملتونو د اټکل له مخي هر کال په افغانستان کي د نزدې ۹۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت تاريا ک توليديږي چي دغه د دغه هيواد د ملي ناخالصو عايداتو ۴ سلنه جوړوي. افغان حکومت اعلان کړی دی چي په ۲۰۱۱ کال کي د دغه هيواد ۲۰۰زره کورنيو د خپل ژوند اړتياوي د کوکنارو په کرلو سره پوره کړي دي.
افغان بزگران د هر کيلو تارياک په بدل کي ۱۵۰ ډالره ترلاسه کوي چي دا و کوکنارو ته د کرلو غوښتنه ډيروي. د کوکنارو د بديل په برخه کي د نړيوالو تلاښوونو تر اوسه پوري کوم ځای نيولی نه دی.
د کوکنارو د بديل په برخه کي په يو شمېر ولايتونو کي هڅو نتيجه ورکړې ده. د کوکنارو يوازی بديل زعفران بلل کيږي.
په وروستیو کلونو کي ډيرو بزگرو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې ده. په افغانستان کي د زعفرانو يو کيلو له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ ډالرو پوري پلورل کيږي او له هيواد څخه دباندي بازارونو کي له ۷۰۰۰ څخه تر ۷۵۰۰ ډالرو پوري بيه لري.
سږ کال افغان چارواکو اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د زعفران د خرڅلاو بازار نور هم راکښته سوی دی. د دوی په خبره اوس د يوه کيلو زعفرانو بيه ۱۵۰۰ ډالره ده او په نړيوالو بازارونو کي په ۴۵۰۰ ډالرو پلورل کيږي.
د ملگرو ملتونو په راپور کی راغلي دي چي د افغانستان د تارياکو د توليد سم نيمي برخه يې يوازي په هلمند ولايت کی توليديږي. افغان حکومت له کلونو راهيسي تلاښ کوي چي د کوکنارو د کښت پر وخت يې مخنيوی وکړي خو بريالی سوی نه دی.
په افغانستان کي وسله وال طالبان هم د تارياکو له توليد او قاچاق څخه گټه اخلي. کليوالي اوسيدونکي هغوی ته «عشر» ورکوي.
روسيه له کلونو راهيسي له افغانستان څخه د ور قاچاقېدونکو مخدره موادو څخه کړيږي. په انځور کي د تاجيکستان په سرحد کي نيول سوي مخدره مواد ښکاري چي له افغاني قاچاق کوونکي څخه نيول سوي دي.
انځورونه: په نړۍ کې د اعتیاد د پریښودو حیرانوونکي مرکزونه
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د مخدره توکو د پریښودو له پاره بیلابیل میتودونه کارول کیږي. که په یوه هیواد کې روږدي کسان په شانداره هوټلونو کې ساتل کیږي، په بل کې بیا معتاد کسان تر ډیرو سختو شرایطو لاندې وخت تیروي.
د نشه یې موادو پریښودلو تایلنډي میتود
په تایلینډ کې پر نشه یې توکو روږدې کسان په «تاماکارابوک» معبد کې له بودایې راهبانو سره یوځای ژوند کوي. دوی کوښښ کوي هغه ځانگړي میتودونه یاد کړي چې په وسیله یې ځان د دغه زهرجنو موادو له ناوړه اغیزو څخه وژغوري.
کانگي وکړه تر هغه وخت پوری چې پاک شې
هغه معتادین چې دې مرکز ته د درملنې له پاره ورغلي وي که وې کولای شول لس ورځې پرله پسې په دې مرکز کې پاتی شي، نو بیا ډیر وخت هم تیرولې شي. هر سحر وختي باید روږدې کس د طبیعي بوټو څخه جوړ شوې مخلوط وڅښي. دغه مخلوط کانگې او زړه بدوالې پيدا کوي. بودایې راهبان دا میتود زورونکي، خو اغیزمن بولي. له دې مرکز څخه تر وتلو وروسته باید روږدې کس قسم وکړي چې نور نو له نشه یې توکه څخه استفاده نه کوي.
له خطر ډک میتود
د پیرو په هیواد کې په سلهاو معتادین د«آیاهوسکا» د درملنې مرکز ته ورځي څو د طبیعي میتودونو څخه په استفادې سره ځان له اعتیاد څخه خلاص کړي. په دغه هیواد کې د قبایلي سیمو اصلي اوسیدونکي قسم خوري چې د «آیاهوسکا» میتود رواني او فیزیکي ناروغیو ته شفا ورکوي او معنويت ایجادوي. لویدیځوال ډاکټران وایې چې دغه میتود کیدای شي د ویرې، زړه بدوالي، نس ناستي، خولې او حتی د انسان د مړینې سبب وگرځي.
دیني میتود
د برازیل په ریو دی جینیرو ښار کې د درملنې دا میتود یو معنوي لار تعقیبوي. په دې انځور کې لیدل کیږي چې پخواني معتادان د نشه یې توکو د پریښودو مرکز مخې ته راټول شوې دي او خپل سحرنې عبادت کوي. دوی فریاد کوي او وایې «خدای پاک دی». دوی ټولو ته د کلیسا تر څنگ د اوسیدو له پاره ځایونه ورکړل شوې دي.
په زنځیرونو تړل
په دې انځور کې پر نشه یې توکو روږدې کس لیدل کیږي چې په زنځیرونو تړل شوې دی. په افغانستان کې یو شمیر خلک فکر کوي چې د مخدره توکو استعمال یو ډول رواني ناروغي ده چې په دم او دعا او زیارتونو سره یې هم علاج کیدای شي. په دې میتود کې روږدې کس د ۴۰ ورځو له پاره په یو زیارت کې په زنځیر تړل کیږي او تور مرچ، وچه ډوډۍ او اوبه ورکول کیږي.
ایا زیارتونه مرسته کولای شي؟
په جلال اباد کې د میاعلي صیب زیات ته هم یو شمیر روږدې کسان وړل کیږي. دوی فکر کوي چې گوندې دغه زیارت به ورسره د له نشو څخه د خلاصون په برخه کې مرسته وکړي. دا ډول عقیده نه یوازې په افغانستان نه بلکې د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم موجوده ده.
د جبري کار په وسیله
که یو څوک په چین کې پر نشه یې توکو روږدی وي د دولت له خوا نیول کیږی او د درملنې مرکز ته استول کیږي. ټول هغه کسان چې د کوکائنو، هیروئنو او چرسو څخه استفاده کوي باید د درملنې مرکزونو ته چې په حقیقت کې د اجباري کار کمپونه دي ولاړ شي. د چین هیواد د گانسوې په ایالت کې دغه معتادین د نشه یې موادو د پریښودو اجباري تمرینونه ترسره کوي. د ملگرو ملتونو سازمان د چین دغه چلن غندلې دی.
د مرگ تجربه کولو میتود
دقیق تر ټولو خطرناک میتود د کوما حالت ته د ته تلو میتود دی. دا میتود د قرغستان د یو ډاکټر له خوا رامنځته شوې دی. په دې میتود کې روږدې کس ته یوه پيچکاري کیږي او په ساعتونو ساعتونو د کوما حالت ته ورځي. په دې میتود کې که روږدی کس بیرته را ویښ هم شي نو همداسې معتاده پاتی کیږي. ډیر شمیر کارپوهانو دغه میتود غندلی دی. دا میتود د یو ډیر کمزوري څیړنۍ په نتیجه کې رامنځته شوې دی.
د خیال او هوس میتود
یو شمیر نور بیا د شانداره او رنگینیو ډکې فضاء په رامنځته کولو سره کوښښ کوي پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وکړي. د بتی فورد کلینیک په نامه همداسې یو مرکز په امریکا کې ده چې له ورته میتود څخه استفاده کوي. د پته دورتي (په انځور کی) په شان ډیر شمیر هنرمندان په دې کلینیک کې بستر شوې دي.
محرومه معتادان
په نړیواله کچه ډیر شمیر معتادان د نشه یې موادو پریښودلو امکاناتو ته لاسرسۍ نه لري. د"ان ای دی یو اچ" سازمان چې په دې برخه کې یې یوه څیړنه کړې، په خبره په امریکا متحده ایالاتو کې یوازې ۱۰،۴ میلیونه هغه کسان چې د نشه یې موادو پریښودو امکاناتو ته اړتیا لري، یوازې د لنډې مودې له پاره تر درملنې لاندی نیول شوې دي. د نړۍ په ډیر شمیر فقیرو هیوادونو کې خوعادي امکاناتو ته هم لاسرسۍ مشکل کار دی.