د میدان وردک چاودنو ۱۲ تنه ووژل
۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه لومړۍ چاودنه یوه پیاده ځانمرګي بریدکوونکي وکړه. تر دې چاودنې وروسته په یوه لوی موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد وچادل چې له کبله ئې ډیر شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د میدان وردک ولایت د پولیسو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ټپي شوو کسانو شمیره هم ډیره لوړه ده. په سختۍ سره شمیرل کیدای شي. د سید اباد ولسوالۍ د بازار ډیره برخه ویجاړه شوې ده او ډیر خلک ژوبل شوي دي.»
د وردک ولایت د عامه روغتیا د ادارې مشر فاروق مخلص، وویل چې ۴۳ ملکي وګړي چې د چاودنې له کبله ټپیان شوي ول، د دې ولایت په روغتونونو کې بستر شوي دي. د هغه په خبره لس تنه نور ټپيان د سختو ټپونو له کبله کابل ته استول شوي دي.
یوه بهرني پوځي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل چې چاودنې دوه تنه بهرني سرتیري هم ټپیان کړي دي. هغه زیاته کړه: «د ایساف کوم سرتیری نه دﺉ وژل شوی.»
د وردک ولایت ویاند شاهدالله شاهد، وویل چې د موټر بم چاودنه ډیره قوي وه. هغه زیاته کړه: «یوه پیاده ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان په سید اباد ولسوالۍ کې د اډې مخې ته ځان وچاوه. تر هغه وروسته په یوې لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي موادو وچول شول.»
په سید اباد ولسوالۍ کې تیر کال د سپتمبر په میاشت کې هم یو برید شوی وو چې په پایله کې ئې ۸۰ تنه ټپیان شوي ول.
یوه عیني شاهد د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې پوځي اډې ته نزدې پروت بازار د چاودنو له کبله په بشپړه توګه له منځه تللی دﺉ. تر چاودنې وروسته افغان او بهرنیو ځواکونو د کابل-میدان وردک لویه لاره د څو ساعتونو له پاره وتړله.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض