د ادغام له پاره د آلمان ځانګړې فدرالي استازې انېته ويدمان ماوڅ د دوشنبې په ورځ د آلمان د صدراعظمې په دفتر کي ځانګړې غونډه لري. مرکزي موضوع په ختيځ کي عوامپالنه ده.
اعلان
د آلمان د لومړۍ وزيري انګلا مېرکل په دفتر کي د بهرنيانو له پاره د ختيځو فدرالي ايالتونو ځانګړي ايالتي استازي او د ادغام د ځانګړې فدرالي استازي ځانګړې غونډه جوړيږي. د دوشنبې د ورځي (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۲۴مه) په دغه غونډه کي به ګډونوال د آلمان په ختيځو ايالتونو کي د عوامپالنې پر موضوع جر و بحث وکړي، ستونزي به په ګوته کړي او د حل له پاره به يې پر امکاناتو خپل نظرونه سره شريک کړي.
د ادغام له پاره ځانګړې فدرالې استازې انېته ويدمان ماوڅ او د هغې ايالتي همکارانو په يوه مشترکه اعلاميه کي ويلي دي چي په دغه غونډه کي به د ادغام د سياست او ستراتيژيو په تړاو او همدا شان د ښي اړخه عوامپالنې او د بهرنيانو په وړاندي د کرکې پر مسايلو د نظر تبادله وسي. زياته سوې چي د دغې غونډې د رابللو غوښتنه د خارجيانو له پاره د ختيځو فدرالي ايالتونو ځانګړو استازو کړې وه.
په خپره سوې مشترکه اعلاميه کي زياته سوې چي په غونډه کي به پر دې هم غور وسي چي د آلمان په ختيځو فدرالي ايالتونو کي د ادغام ځانګړی چوکاټ او ځانګړي امکانات څنګه رامنځ ته کيدلای سي. زياته سوې چي په دې کي ټول ځانګړي استازي متفق دي چي «همدا اوس د ادغام له پاره د هلو ځلو د محرک کولو غوره وخت دی.» په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي دغه مشورتي غونډه د آلمان په کيمنيڅ کي د تازه پيښو په تناظر کي نيولو سره رابلل سوې ده.
په کېمنيڅ کي د اګست مياشتي په پای کي يو ۳۵ کلن آلمانی په چړو ووهل او ووژل سو. د هغه وروسته ښې اړخو ډلو په دغه سيمه کي احتجاجونه تنظيم کړل چي پکښي تاوتريخوالی هم رامنځ ته سو. په دې ترڅ کي دوه ښې اړخي کسان د هټلر د ممنوعه سلامۍ په تر سره کولو پړه وګڼل سول او ورته سزا واوروله سوه.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (28.08.2017):
په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟
په اروپا کې د ښي اړخو عوامپاله غورځنګونو پراختیا داسې شکونه را ولاړ کړي چې ایا اسلام له غربي دموکراسۍ سره تطابق لري او که نه. دویچه ویله ځینو ناسمو تصورونو ته کتنه کوي.
د معلوماتو له مخې، په آلمان کې د زیږیدلو مسلمانانو له ډلې څخه ۳۶ سلنه یې په ۱۷ کلنۍ کې خپلې زده کړې پای ته رسولي دي او لوړې زده کړې یې نه دي کړي. په اتریش کې هم دې ته ورته حال دی او ۳۹ مسلمانانو لوړې زده کړې نه دي کړي. بل لوري ته بیا په فرانسه کې د ښه تعلیمي سیستم د شتون له امله مسلمان زده کوونکي ځانونه په ښوونځیو کې ډير ثبتوي چې ښې پایلې هم لري له هرو یو یې ښوونځۍ له ۱۷ کلنۍ نه مخکې ترک کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg
د مسلمانانو څومره شمیر د کار په بازار کې دي؟
له ۲۰۱۰م کال مخکې آلمان ته د راغلو مهاجرینو له ډلې څخه نږدې ۶۰ سلنه یې اوس اته ساعتونه او ۲۰ سلنه یې نیمه وخت کارلري. دغه شمیر په دې هیواد کې نامسلمانانو له شمیرو سره نږدې دي. سربیره پر دې د اروپايي هیوادونو له ډلې څخه په آلمان کې زیات شمیر مسلمانان کارونه لري. په فرانسه کې د مسلمانانو د بې کارۍ کچه ۱۴ سلنه ده او د نامسلمانو کچه بیا یوازې ۸ سلنه ده.
انځور: picture alliance/dpa/U.Baumgarten
اسلام په کومه کچه د خلکو لخوا نه قبلیږي؟
په اتریش کې له هرو څلورو څخه یو نامسلمان نه غواړي چې مسلمان یې ګاونډی وي. دغه شمیر په بریتانیا کې بیا ډیر لوړ دی او ۲۱ سلنه دی. په آلمان کې ۱۹ سلنه، په سویس کې ۱۷ او فرانسه کې ۱۴ سلنه نا مسلمان نه غواړي چې مسلمانان یې ګاونډي وي. په ټوله کې مسلمانان په اروپا کې تر ټولو ډیر رد کیدونکې ډله گڼل کیږي.
انځور: AP
په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي خو قبول شوي نه دي
په دې انځور کې معلومات د بیرتلزمن د بنسټ له لوري چمتو شوي چې عنوان یې هم «په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي خو قبول شوي نه دي» ورکړی دی. د دې سروې پایلې په آلمان، اتریش، سویس، فرانسه او بریتانیا کې شاوخوا ۱۰ کسان سروې شوي دي. په دې سروې کې هغه مهاجرین نه دي شامل چې له ۲۰۱۰م کال وروسته دې هیوادونه ته راغلي دي.