1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا لخوا د کيمياوي وسلو د کارونې پر محکوميت ټينګار

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د کيمياوي وسلو د استفادې پر محکوميت او د استفادې عاملانو ته يې د مجازاتو په نظر کې نيولو باندې ټينګار کړی دی. د دغې شورا غړو د یادو وسلو د استفادې پر موضوع ډيری وخت خپلو کې اختلافات درلودلي.

UN-Sicherheitsrat in New York
انځور: picture-alliance/dpa/L. Muzi

د م م د امنيت شورا په يوې ګډه اعلاميه کې چې د دغې شورا د ۱۵ غړو له خوا لاسليک شوې، د کيمياوي وسلو د استعمال پر غندنې او د هغو استعمالونکو ته د مجازاتو په نظر کې نيولو باندې ټينګار کړی دی.

دغه ګډه اعلاميه چې متن يې د بريتانيا له خو چمتو شوی وو، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۲مه) په نيويارک کې د امنيت شورا د ۱۵ غړو له خوا لاسليک شوه.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا همدا ډول له ټولو هيوادونو څخه غوښتنه کړې چې د کيمياوي وسلو د توليد، کارونې، پراختيا او ذخيره کولو د منع پر کنوانسيون باندې عمل وکړي.

د کيمياوي وسلو د منع کنوانسيون په ۱۹۹۳م کال کې تصويب او په ۱۹۹۷م کال په اجرا کې راغي. شمالي کوريا، مصر او سويلي سوډان، هغه هيوادونه دي چې دغه کنوانسيون يې نه دی لاسليک کړی.

په امنيت شورا کې د کيمياوي وسلو د استعمال موضوع، په وروستيو کلونو کې په کراتو د يوې اختلافي موضوع په توګه پاتې شوې ده. په دغو اختلافاتو کې د بيلګې په توګه يوه هم دا وه چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو تر حملو وروسته، امريکا او بريتانيا د هغو مسئوليت د سوريې د جګړه ځپلي هيواد پر مشر، بشار الاسد باندې واچاوه.

خو پر وړاندې يې روسيې د اسد د يو مهم متحد په توګه، دغه تورونه رد کړل او د حملو مسئوليت يې اورپکو ته متوجه کړ.

د سرګئي سکريپال او د هغه پر لور يوليا باندې د شوې حملې په اړه ارزونې هم په وروستيو کلونو کې د امنيت شورا د غړو تر منځ په همدې تړاو د اختلافي موضوع ګانو څخه يوه وه.

د روسيې او بريتانيې پر دغه پخواني جاسوس او پر لور باندې يې د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کې د انګلستان په سويل لويديځ ښار سالزبري کې د اعصابو زهرجن مواد «نوويچوک» وکارول شول. دغه مواد د پخواني شوروي په وخت کې جوړ شوي وو. د بريتانيا حکومت، روسيه د دغې حملې مسئوله ګڼي خو روسيه بيا دغه تورونه ردوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب