1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د ناروې پولیسو ته امر شوی چې د قران د بې حرمتۍ مخه ونیسي

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

په ناروې کې د اسلام د مخالفينو له خوا د قرآن کریم د سوځولو تر هڅې وروسته، د دغه هیواد پولیسو ته نوي احکامات صادر شوي. دغه پېښه په نړیواله کچه د مسلمانانو له تند غبرګون سره مخامخ شوې ده.

Screenshot Norwegen NRK zu Koranverbrennung
انځور: nrk.no

تیره ورځ پاکستان هم د ناروې سفیر وربللی وو او په ناروې کې یي د قرآن کریم د سوځولو د پيښو په اړه خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړې. همدارنګه تیره ورځ په پاکستان کې هم د ناروې په کرسټین سینډ ښار کې د مسلمانانو مقدس کتاب ته د اور لګونې د پيښې په غبرګون کې مظاهرې وشوې. احتجاج کونکو د داسې کسانو پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

په دې اړه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د اسلام مخالف یو افراطي کس، قرآن کریم ته د اور لګولو کوښښ کوي چې په دې وخت کې یو مسلمان ځوان له موانعو یا خنډونو څخه په تیریدو د نوموړي کس د په لغتې وهلو کوښښ کوي. نوموړې پيښه په ناروې کې هم وغندل شوه، په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ بیا دغه مسلمان ځوان اتل وباله.

د ناروې حکومت پولیسو ته امر کړی دی چې هیڅ چاته دې د قرآن کریم د بې حرمتي کولو اجازه نه ورکوي. نارویژني انټرنټ پاڼې «NRK» لیکلي دي چې د حکومت له خوا د توکمپالنې اړوند د ۱۸۵ قانوني مادې نوی تفسیر یا تشریح شوی دی، چې له مخې پولیس مکلف ګرځول شوي دي چې د مذهبي مقدساتو یا علامو ته د هر ډول زیان رسونې مخه ونیسي.

تیره اونۍ په ناروې کې د اسلام ضد ډلېSIAN  «سټاپ اسلامیزیشن آف ناروی» له خوا یوه احتجاجي مظاهره شوې وه. د دې ډلې مشر لارس تهورسن قرآن کریم ته د اور لګونې هڅه کړې وه. دغې ډلې له مظاهرې څخه مخکې اعلان کړی وو چې دوی به قرآن کریم ته اور ولګوي، خو پولیسو په هغه وخت کې هم ویلي وو چې دوی ته به د دې کار اجازه ور نه کړل شي.

دغې ډلې په تیر دوبي کې هم د مسلمانانو ضد پارونکي پمفلیټونه یا شبنامې ویشلې وې. د روانې میاشتې په پیل کې په همدې قضیه کې لارس تهورسن ته د دیرش ورځنې بند سزا د اورول کیدو ترڅنګ نوموړی ۲۰ زره نارویژي کرونه جریمه شوی هم وو.

آژانسونه/ش.ن/ن.ص

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب